کور / تازه خبرونه / د ناټو پوځيان د ډيورنډ پرکرښه ځاى پرځاى سول

د ناټو پوځيان د ډيورنډ پرکرښه ځاى پرځاى سول

 

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي ميرام شاه ته څرمه د ډيورنډ پر کرښه د ناټو پوځيانو غير معمولي تګ راتګ ډېر سوئ او ګڼ شمېر پوځيان په سيمه کي ځاى پر ځاى سوي دي.

د ناټو ځواکونو د دې پوځيانو د هدف په اړه څه نه دي ويلي، خو د باراک اوباما حکومت له مخکي لا ويلي چي افغانستان ته د نويو لېږل سويو پوځيانو ډېره برخه به يې د ډيورنډ پر کرښه ځاى پر ځاى کېږي چي هلته د وسله والو ډلو د تګ راتګ لاري بندي کړي.