کور / تازه خبرونه / د هلمند والي او ورسره پلاوي ناوې ولسوالي تر سفر وکړ

د هلمند والي او ورسره پلاوي ناوې ولسوالي تر سفر وکړ

دلښکرګاه په جنوب کي دپراخي زراعتي ولسوالي ناوي اوسيدونکي دناامنۍ نه سر ټکوي دوي وايي دمرين ځواکونو تر ورتګ وروسته يي يو شمير ملکي کسان هم وژل سوي دي او هم ورته ژوبله اوښتي ده
ددې ولسوالي يو تن قومي سپين ږير ى وايي که چيري دناوې پوليس وروزل سي او دپاکستان له لوري پراخ پرانستى سرحد وتړل سي نو دناوي دامنيت اطمينان ورکوي
دى وايي امريکايي مرين سرتيرو يي په کليوکي اړولي دي او ژونديي راتنګ سوى دى نه سي کولي دهغوي دمقراراتو خيال وساتي
خو دامريکايي مرين سرتيرو دهغه ليوا قوماندان ريچارد نيکولسن چي سرتيري يي اوس دخنجر په نوم عملياتو کي بوخت دي وايي مرين سرتيري به دچاکور تلاشي نه کړي که چيري ضرورت وو نو دملي اوردوپه مرسته به داکار وکړي، نيکولسن وايي په ناوه کي اوس امنيت ټنک سوى دى
دى وايي
مونږ نه سواي کولاي چي دلته په امنيت کي واوسيږو ،پرمونږ دراکټ حملې کيدې خو مونږ دامنيت سيمه پراخه کړه ا و اوس زمونږ هرډول هلکپټر کولى سي چي دناوي په مرکز کي ناسته وکړي خو زه تر دي هرڅه وروسته په ناوه کي دبيا روغوني برخي ته دتوجه غوښتنه کوم چي خلګو ته هرډول ژوند برابرسي اوس دسولي او بياروغوني وخت دى

دهلمند والي ښاغلي ګلاب منګل هم دناوې ولسوالي ته دسفرپرمهال دخلګو په يوې پراخي غونډي کي دويناپروخت دناوې دخلګو نه په هغه ولسوالي کي ددويز امنيت غوښتنه وکړه ښآغلي منګل وويل دملي پيوستون پراخي پروژي دشروع کيدو په حال کي دي او هرڅه ژر به دناوي کلينک او ښونځي ورغول سي ،ده ويل تاسو دخپل سيميز دود پربنياد هلته امنيت ټينګ کړي او ددولت نه دهرډول مرستو غوښتنه وکړئ
خو دناوي ولسوالي دخلګو له خبرو نه داسي مالوميږي چي دملي مصالحي له لاري غواړي خپلو سيميزو طالبانو ته دخلاصون لاره پيداکړي
دهغي ولسوالي يوتن قومي مشر وايي دځوانانو ترڅنګ يي دکم عمر تنکيو ځوانانو هم وسلي اخستي وي خو اوس يي بيرته پرمځکه ايښي دي اومونږ له دولت اونړيوالو ځواکونو نه غواړو چي ددوي ژوند تضمين کړي
په ناوه ولسوالي کي ددې وروستيو عملياتو په لړ کي يو شمير پلونه ،ځيني لاري او مهم ګودرونه وران سوي دي چي داوسيدونکي يي ددولت نه دبيرته رغولو هيله کوي
ناوه ولسوالي دهلمند دسيند ترڅنګ پراخه زرغونه او اباده ولسوالي ده اوسيدونکي يي په خاص ډول ځوانان شکايت کوي چي روزمره کار او دنده نه لري او هرڅه ژر په کليو کي دکارونو دپيل کيدو غوښتنه کوي