کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دیموکراسي په رسوائي بدله شوه

دیموکراسي په رسوائي بدله شوه


دیموکراسي هغه پدیده وه چې د افغان ټولنې  په منځ کې ډيری نیکټائي والو پرې له  کلونوکلونوژبه ټکوله او اولس ته به یې ویل چې که یوځلې دغه نظام دسیاسي زعامت تر دریځه ورسیده بیابه یې تاسو ووینئ چې ددې اولس اوهیوادټولې سمیږي اوکه نه .
ددوی همداالتجاء ترسره شوه څوکاله وړاندې دبوش دنړیوالې دیموکراسي ویشنې دپروګرام لومړنی مستحق افغانستان وشمیرل شونوځکه داولس له مرضي پرته دیموکرات زعامت له سمندرونوراواووښت اودارګ په غولي پیاده شو.
په تمه شوي افغانان ددیموکراسۍ پایلوته سترګې په لار وه اوپه دې تمه وه چې ګوندې دهمدې نظام له برکته به یې دمودو وږې ګیډه یوڅه ډکه شي معنوي ارزښتونه خوهسې په دې نظام کې نسیامنسیاګرځول شوي ځکه چې دانسان ساخت نظام ده چې انساني غوښتنې پوره کوي نوځکه افغانانو هم ترې د شریعت اوخلافت تمه نه درلوده خوداارزوبه یې ضروردرلوده چې یوڅه به یې ژوندورسره هوساشي ارام اودخپلې خوښې ژوندبه ولري اونسبي عدالت به تامین شي  دغه رازبه دکاراوروزګارموندلوپه برخه کې فرصتونه ترلاسه کړای شي .
خوتیرواتوکلونووښوده چې دافغان مسلمانې ټولنې درهبرۍ لپاره دیموکراسي تروروستۍ کچې یوناشایسته نظام وه ځکه ددې په ځای چې ټولنې ته یوڅه نسبي ثبات اوهوساینه راوړي افغانان یې په داسې بدمرغیوواړول چې په تیر تاریخ کې کله هم نه وه ورسره مخ شوي .
افغانانوکه په تیردیرش کلن ناورین کې هرڅه بایللي وه خویوڅه لاهم ورپاته وه چې ټولنیز درنښت آبرو اووقاروه دغه رازافغانانودنورې نړۍ برخلاف خپل هغه اصیل اسلامي افغاني کلتور اودرناوی لاهم ساتلی وه چې نورې نړۍ ترې لاپیړۍ وړاندې اوږې سپکې کړې وې .دلته لاهم انسان یولړ قواعدو اومکلفیتونوته ځان ژمن باله هغه چې هم دانسان فردي اوهم اجتماعي کړنې تنظیموي دغه پاته معنوي  ارزښتونه هغه څه وه چې افغانانوته یې په نورونړیوالو په کافي توګه برتري اوامتیازورباښه لکه څنګه چې هغوی په مادی ژوند کې ترې وړاندې دي .
خوڅوکاله وړاندې دراواردې شوې دیموکراسۍ لومړنی ګوذارپه همدې ارزښتونووه دیموکراسي ددې په ځای چې بې  سروسامانه افغان ټولنه یوسم لورې ته رهبري کړي یوازې په ظاهري منفي تحول کې خلاصه شوه .
په لومړۍ دړکه کې دازادې له شعارنه په استفاده خلک په ږیرو راسم شول هغه چې په څوزره کلن افغانستان کې دنارینه پسول بلل کیدې له یوه مخې یې وخریلې تردې چې ځينې دڅوکلن جهاد اواسلامي نظام دعوه داران هم په دې ټېل کې لاړل اوپه خپلوټولوشعارونویې پښې کیښودې دغه رازدښځودازادۍ په مسئله کې دیموکراسي دومره افراطي بڼه خپله کړه چې په ډيری مواردوکې خویې اروپااوامریکاهم ترشاپرېښوه له عامه بې سترۍنیولې بیادیوناماترلچرتوب اوهغونادودوپورې چې ژبه نه پرې اوړي .
اصلازماددې لیکنې لامل یوبله تازه نادوده وه هغه چې ددیموکراسۍ په بازارکې ښه چلښت لري خوپه اصیل اسلامي افغاني کلتورکې ورته په درنه سترګه نه کتل کیږي .لکه څنګه چې معلومه ده دیموکراسي په انتخاباتواوګڼ ګوندیزنظام باندې باورلري چې دولسمشرۍ لپاره به انتخابات کیږي کاندیدان به نومول کیږي بیابه تبلیغاتي منډې ترړې کوي اوهریوبه  په ډکومجلسوکې دنوروپه پرتله ځان سپین چرګ حسابوي معنی خپله درنه دبل سپکه به یې کاروي .
خوددې لپاره هم په نړۍ کې یوه سلسله اصول اوپرنسیپونه شته چې سیال کاندیدان ورته ځان ژمن بولي هغه داچې دیوه اوبل وجودزغمل کیږي انساني درناوی چې دمطلق انسانیت ترمنځ دتعامل اصل بلل کیږي له منځه نه ځي اوټول یوه اوبل ته په درنښت قایل وي .
خودکابل په دیموکراسي کې بیا خبره بل وړده له کومې ورځې چې دانتخاباتواوازه خپره شوې له اخلاقي نګاه یوه کرغیړنه جنائي لړۍ هم ورسره پيل شوې هغه چې نه یوازې دکاندیدانواعتبارننګوي بلکې داولس  دتش په  نامه سرخیلانوپه نامه دافغان اولس نړیوال درنښت اوابروته هم ګواښ پیښولی شي .
په ورځنۍ توګه په خبرونوکې اوروچې دیوه اوبل پلویان ډبول کیږي عکسونه شکول کیږي په کمپایني غونډوکې په سپینه ورځ رشوتونه ویشل کیږي په یواوبل رنګارنګ تورونه پورې کیږي دکاندیدانوترمنځ داسې معاملې روانې دي چې پخوایې چاتصورنه وه کړی په رایوباندې سمه بولۍ لګیدلې اوپه عام بازارخرڅيدلای اواخیستل کیدلای شي یوقومي مشراوتنظيم سالارپه عام محضرکې اعلان کوي چې درایوپه مقابل کې ورته پلاني کاندیددغه اوهغه وزارتونه  منلي دي کاندیدان چې لومړېې شمیرترڅلویښتوواوښت اوس یې ټولومعاملوته مخه کړې اودیوه بل په ګټه له کاندیداتورۍ تیریږي .
له بلې خوڅنګه چې دراتلونکي ولسمشرپه انتخاب کې دبهرنیانوپه تیره دامریکایانوملاتړاورضائیت هم کلیدي فکتوربلل کیږی نوله کاندیدانوڅخه هریوپه دې هڅه کې دی چې ځان سپینې ماڼۍ ته مخلص اوغاړه ماتی  ثابت کړي څه موده وړاندې چې امریکايي سفیرایکن بیري له کاندیدانوسره  دلیدوکتولړۍ پیل  کړې وه هیوادوالو ولیدل چې دنوموړې په وړاندې دځینوکاندیدانوچاپلوسي اومداهنت آمیزه چلندپوره اسلام اوافغانیت شرموونکی وه داچې دټلویزون په مخ داسې صحنې تیریږي  دپردې ترشابه څه روان وي .
دااودې ته ورته نورې انتخاباتي تبلیغاتي نادودې ټول هغه څه دې چې نه یوازې مسلمان افغان کلتوریې نه ایجابوي بلکې په نړیوالوانساني ټولنوکې هم ساری اوسابقه نلر ي خوکه دداډول کړنوعاملینوته  څوک په دې اړه دانتقادګوته نیسي نودوی بیاځان دیموکراسۍ ته متعهدبولي اووايي چې په دیموکراسۍ کې انتخاباتي مبارزې یومهم اصل بلل کیږي .
نواوس پوښتنه داده چې ایارښتیاهم ددیموکراسۍ تقاضا همداده اودنړۍ ټولې دیموکراسۍ همدومره بې چوکاټه دي که ځواب هووي نوبیاسړی ویلی شي چې ددیموکراسۍ ټیکدارانوله کلونوکلونوافغان اولس ته پوره دروغ ویلي وه چې دیموکراسې ددې ټولنې لپاره یووړنظام دی بلکې نه یوازې دافغانانواومسلمانانوبلکې دهیڅ انسان لپاره دانظام کوم دپام وړارمغان نه شي درلودای بلکې یوازې دنیايی اواخروي رسوائي ورپه برخه کولای شي .