د جمهوري رياست له مناظرې څخه شاتگ

د لراوبر اداره | جولای 26th, 2009


 


 د جمهوري رياست له لمړۍ تيلويزيوني مناظرې څخه د حامد کرزي ناببره شاتگ غربي اخبارونه او مبصرين هک پک کړل، ځکه له يوه داسي تبليغاتي فرصت څخه چي په ملي او بين المللي سويه اډيېنس لري نټه کول  هرومرو بايد تر شا يو بل ډېر قوي دليل ولري، نه دا چي طلوع بېطرفه نده او يا وخت کم وو. حقيقت دا دى چي په ملي مسايلو کي د جمهورريس فعال گډون د هغه دمقام له مهمو مسوليتونو څخه يو مسوليت دى.  په ملي سياسي ډيالوگ کي برخه اخيستل د جمهورريس د مقام  شان اوشوکت زياتوي، ځکه په قانون کي د ولسمشر لمړى مسوليت خلکو ته دى.  د خلکو ازاده اراده د مشروعيت او صلاحيت يوازنۍ مشروع او ديموکراتيکه زلاله سرچينه ده. همدا مهمه مسله د جمهورريس د رسمي لوړي مهم جز دى. اوس نو،  اساسي سوال دا دى که چيري يو جمهورريس د خپل ريکارډ او سابقې دفاع نه سي کولاى هغه به د ولس گټي څرنگه وساتي؟


 په عين حال کي،  د اکثرو مبصرينو په گومان حامد کرزى ددې جوگه ندى چي د خپلو سياسي رقيبانو سره مخامخ په تيلويزيوني مناقشې کي برخه واخلي ځکه  هغه دننه او بهر زيات مشکلات لري.  بلخوا، په مخامخ او تيلويزيوني سياسي مشاجرو کي غښتلي روحيات، تېره  منطق،پوست مگر مصمم انځور، او له اډيېنس سره شخصي او محسوس تماس ټينگول حياتي اهميت لري.  خلک غواړي چي د خپل مشر عکس العمل د سختو شرايطو او د سياسي حريفانو له پر پسې انتقادونو او گوزارونو لاندي وويني.  ايا هغه استقامت او مقاومت کوي او که ميدان خوشي کوي او تيښتي؟ 


د دغو بدو واقعيتونو په پام کي نيولو سره حامد کرزى او د هغه سلا کاران دې نتيجې ته ورسېدل چي له تيلويزيوني مناقشې څخه بېخي تېر سي،  ځکه که چيري په مناظرې کي حامد کرزي  برخه  اخيستې واى خامخا به يې داسي خبري او عجايباتي ويلي واى چي د هغه د کمپېن د ټولو مداريانو او استخاره چيانو د دم او چو سره سره به د سمولو او ترميمولو نه واى. نو بنا، هغوى سوچ کړى دى چي يارانو “يک نې و صد اساني.”  خو اوس سوال دا دى چي تر څه وخت پوري به ښاغلى حامد کرزى په ارگ کي پټ او غلى ناست وي.  انتخاباتو ته قريب يوه مياشت لا پاتې ده.  پدې يوې مياشتي کي به د حامد کرزي کمپېن څه کوي؟ څرنگه امکان لري چي يو جمهورريس چي د بيا انتخابېدو شوق يې هم کړى وي له تيلويزيوني مناظرې څخه پټ سي؟  که چيري هغه بيا انتخاب سي د افغان ولس لپاره به يې عواقب څه وي؟


کله چي يو سياستوال بد ريکارډ او سابقه ولري، هغه تل له پوه او پاک رقيب څخه ډارېږي. دا راز سياستوال په دسيسو او معاملو گوزاره کوي، په رشوت او ناروا وعدو مذبذبه خلک رانيسي او د ځان ملگرى کوي يې. لنډه داچي د ټگۍ برگۍ په زور خپل مقام ساتي.  د هغوى استدلال غښتلى او قانع کونکى نه وي. پاخه او روښانه دلايل او پلانونه نلري، او عيني واقعيتونه يې مل نه وي.   دليلونه هله محکم وي چي تر شا يې يو کتار عيني او مادي واقعيتونه ولاړ وي. خو په مازي تشو خبرو، وچو ژمنو، او پرله پسې لاپو شاپو څه نه جوړېږي.  او  نه هم په وچ ډبي د چا سر غوړېږي. اوس نو، د ارگ د ټمبلتون عالي شورا ته بايد په ډاگه سي چي له سياسي مناظرې څخه پټېدل، د انتخاباتي مقابلې له ډگره  تيښېدل،په ارگ ننوتل، او ځان پخپله کلابند کول د نجات خلاصون لاره نده، چاره دا ده چي گردسره کابل پرېښودل سي، له انتخاباتو څخه چورلټ لاس په سر سي، او په اصطلاح قر وويل سي.  پدې اونۍ کي د ټولو مضامينو لنډيز لولئ.


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د جولاي پر ٢٤ مه ليکي جمهورريس حامد کرز‌ى د خپلو رقيبانو سره په تيلويزيوني مناظرې کي حاضر نه سو.  هغه وايي د مناقشې لپاره کافي وخت نوو ورکړه سوى او هم يې د طلوع تيلويزيون د چلونکو بېطرفي تر سوال لاندي کړه. 


مگر د هغه سياسي رقيبان حامدکرزى پدې تورنوي چي هغه د اتو کالو په ترځ کي يو لړ اشتباهات کړي دي.  د ښاغلي اشرف غني او ښاغلي عبدالله تر مينځ دوه ساعته تيلويزيوني مناظره مهذبه او چندان جنگي نوه.  د بحث محوري ټکي د هېواد خراب امنيتي حالت، بد اقتصاد، او د سياسي مشرتوب نشته والى وو. 


واشنگټن پوست ليکي مناظره د افغانستان د دوو داسي راتلونکو مشرانو تر مينځ وسوه چي څرگند مخالف طرز او سټيال لري. عبدالله چي نيکټآيي او دريشي کړى ولاړ وو،  دپلوماتيکي خبري يې کولې او پر حامد کرزي يې چندان سخت انتقادونه نه کول.   خو  ډاکټر عبدالله په منا‌ظرې کي  د حامد کرزي نه گډون ته داسي اشاره وکړه، “د حکومت د نا قابليت او غفلت يو دليل دا دى چي حکومت د خلکو غوښتنو ته جواب نه  ورکوي لکه نن چي جمهورريس دلته نسته چي ستاسو  سوالونو ته جواب ووايي.” 


په مقابل کي، ډاکټر اشرف غني په اصيلو  افغاني جامو کي ولاړ او د حامد کرزي پر اداره  يې پاخه او لمسونکي انتقادونه کول.  هغه وويل د کورنيو چارو وزارت ته د کابل د پوليسو شمېر معلوم ندى.  ښاغلي اشرف غني زياته کړه، “که چيري تاسو فکر کوئ چي پدې تېرو پنځو کلونو کي پرمختگ راغلى دى، حکومت ته رايه ورکړئ. که نه نو انصاف او عدالت ته رايه ورکړئ.” اشرف غني د اقتصاد د بيا را ژوندي کولو لپاره دقيق او مفصل پلانونه وړاندي کړل. 


واشنگټن پوست وايي اکثره سياسي مبصرين عقيده لري چي انتخابات به دوهم پړاو ولري.  که چيري انتخابات دوهم پړاو ته وغزېدل د حامد کرزي مقام به له سختو چلنجونو سره مخامخ سي.


په همدې لړ کي، د گارډين ورځپاڼه د جولاي بر ٢٢ مه له کابله پخپل يو رپوټ کي ليکي د جمهوري رياست په لمړنۍ تيلويزيوني مناظرې کي د حامد کرزي پوډيم تش تور ولاړ وو.  حامد کرزى لگيا دى د نورو جنگسالارانو سره معاملې کوي.  يو غربي ماهر چي له څو کالو راهيسي په کابل کي اوسېږي وايي، “کرزى پر جنگسالارانو حساب کوي، مگر زه فکر کوم چي د هغوى د رايو د شمېر په باب يې غلط قضاوت کړى دى. د جهاد په پېر کي، دوستم او فهيم د خلکو اتلان او هېروگان نه ول.  هله عامه افغانانو له هغوى څخه کرکه لرله.  د طالبانو د بيا راتگ يو دليل همدا  څرگند وارلاډېزم دى.” 


گآرډين ادامه ورکوي او ليکي اشرف غني فکر کوي چي د حامد کرزي  د نه ماتېدو طلسم هغه وخت مات سو چي د امريکا سفير ښاغلي کارل يکينبېري له ټولو مخکښو کانديدانو سره ملاقات وکړ.  افغانانو همدا عمل داسي وانگېرى چي گواکي د اوباما حکومت له حامد کرزي څخه ځان ليري کوي.  د  حامد کرزي دفتر همدا ملاقات د  افغانستان په داخلي چارو کي د امريکا د  “مستقيمي مداخلې” په کلماتو  وغانده.  اشرف غني زياتوي، ” کرزى په جنوب او شرق کي ستونزي لري، هلته خلک جمهورريس ته سخت په قهر او غوسه دي.”


يو افغان تجار وايي،” د حامد کرزي کمپېن کټ مټ د هغه حکومت ته ورته دى.  خلک راسه او چپه غلا او کيسه برۍ کوي. حتى د هغه عسکونه لا پر ډي سي کاغذونو باندي چاپ سوي ول او سريښ يې دونه بې سېکه ول چي فقط څو شېبې له لگولو را وروسته د جمهورريس ټول عکسونه پخپله سرکول را ولوېدل.”


بلخوا، لاس انجلس ټايمز اخبار د جولاي پر ٢١ مه پخپلي سر مقالې کي ليکي له يوې خوا د عراق څخه د امريکايي قواوو راوتل پيل سويدي، خو له بلي خوا په افغانستان کي جنگ لا گرم سوى دى. د جولاى مياشت د امريکايي عسکرو لپاره تر ټولو مرگانۍ مياشت ده.  يو عسکر اسير، په لسهاوو برتانوي او امريکايي عسکر مړه او ټپيان، او څو جنگي طيارې را غورځېدلي دي.  د اوباما په امر په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شمېر  ٦٠٠٠٠ ته رسېدلى دى، نور نو دا جنگ په تمامه مانا د ښاغلي اوباما دى. 


د بهرنيو چارو وزيري مېرمن کلنټن تېره اونۍ وويل د امريکا عسکر په افغانستان او پاکستان کي د القاعدې او طالبانو پرخلاف جنگېږي.  د دفاع وزير ښاغلى گېټس اعتراف کوي او وايي که چيري په يوه کال کي دننه په افغانستان کي پرمختگ را نه سي  عامه امريکايان به نور له جنگه ملاتړ ونکړي. په افغانستان کي موږ له څو ستونزو سره مخامخ يو. لمړى، د متحده ايالاتو په ملاتړ د جمهورريس حامد کرزي صلاحيت تر کابل نه تېرېږي.  دوهم، څنگه چي د عسکرو شمېر زياتېږي په هغه اندازه د امريکايي عسکرو مرگ ژوبله هم ډېرېږي. درېيم، د اوباما حکومت مجبوره دى چي دا ثابته کړي چي القاعده او طالبان په رشتيا ختموي نه دا چي هغوى د امريکايي عسکرو څخه مازي تښتي او  د افغانستان او پاکستان په غرنيو سيموکي سره راغونډېږي. 


د لاس انجلس ټايمز اخبار  سوال مطرح کوي او وايي، څرنگه به عامه امريکايان پوه سي چي موږ هلته پرمختگ کوو؟   ايا د جمهورريس حامد کرزي بيا انتخابېدل پرمختگ دى؟ د هغه حکومت خو په غلا او رشوت شهرت لري.  ايا د څو ولاياتو ارامول پر مختگ د‌ى؟  که چيري هدف دا وى کوم ولايات؟  اوباما غواړي چي په افغانستان کي اقتصادي او انکشافي پروژې فعاله کړي، خو په يوه کال کي به د څو پروژو نتايج او اثرات معلوم سي؟ 


بل پلو، د ټايمز مجله د جولاى پر ٢٤ مه ليکي د افغانستان په ارتبا‌ط توقعات را کښته کېږي.  په افغانستان کي کامياپه کېدل او  هلته د امريکا د پوځي نقشو برى که لسيزي و نه غواړي کلونه خو به خامخا وغواړي.  بلخوا  د عامه امريکايانو حوصله ورو رور تنگېږي.  د جمهورريس مرستيال جو بايډن وويل نورو امريکايي سرښندنو ته اړتيا سته.  هغه زياته کړه موږ مجبوره يو چي دا قيمت او قرباني ورکوو ځکه ټروريزم اروپا او امريکا ته خطرونه ايجاد کړيدي. 


د ټايمز مجله ليکي د نظامي چارو ماهر انتوني کورډزمن وايي،”ښکاره خبره ده چي موږ د گټولو لپاره په کافي اندازه پيسې نوې اېښي.  موږ د کاميابي لپاره په کافي اندازه عسکر نه وو لېږلي.  او نه مو هم د ميدان د گټولو لپاره  افغاني امنيتي قواوو ته په کافي اندازه منابعې ورکړې وې. هغه وايي: د گټولو چانس ډېر کم دى، او د ناکامۍ نښي نښانې هر ځاى تر سترگو کېږي.  امريکايان بايد پدې ښه ځانونه پوه کړى چي د افغانستان جنگ اوه کاله په وچي گېډي او مازي بخور نه مير چلېدى.  هر څه د امريکا غلطو تصميمونو او اشتباهاتو را مينځته کړيدي.   د همدې ستونزو له وجې  ياغيانو ابتکار تر لاسه کړ.”


 

Copyright Larawbar 2007-2024