کور / تازه خبرونه / درې پوليس مړه او دوه ورک سول

درې پوليس مړه او دوه ورک سول

د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ کي درې پوليس وژل سوي او دوه نور ژوندي ورک سوي دي.


د فارياب د پوليسو وياند محمدافضل وايي دغه جګړه د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالي کي د ناروې د پي آر ټي او افغان امنيتي پوليسو پر يوه کاروان سوې ده چي په ترڅ کي يې درې پوليس وژل سوي دي.


د فارياب چارواکي وايي دغه حمله د حفيظ الله په نوم د طالبانو يوه قومندان کړې چي دوه پوليس يې له امله ورک سوي هم دي.