کور / ترخې خبري / آیا امریکایی ځواکونو افغان ډل وژنه لیدله ؟

آیا امریکایی ځواکونو افغان ډل وژنه لیدله ؟

ډاکتر نثار احمد صمدلیکوال : مارک بنجامین


منبع : سېلون ویب پاڼه ( امریکا )


نېټه : ۲۰۰۹/۷/۲۲


ژباړن : نثار احمد صمد


  


افغان بندیان تور لګوی چی امریکایانو دا ډله ییزه وژنه لیدله ، دا هغه اتهام دی چی نیویارک ټایمز خپور نه کړ


 


دا د ډیری مودې راهیسی معلومه ده چی په ۲۰۰۱ کی پر افغانستان باندی د امریکا تر یرغل ډیر ژر وروسته په سلګونو یا زرګونو طالب بندیان چی په کندز کی تسلیم سوي وو ، په فلزی کانټینرونو کی واچول سول او د ادعا له مخی د یو افغان جنګسالار په امر په ساه بندی او یا د مرمیو په ویشتلو سره ووژل سول لکه نیوز ویک چی د ۲۰۰۲ په اګسټ کی راپور ورکړ ، د هغوی جسدونه په جمعی توګه شبرغان ته نږدې د لیلی په دښت کی په یو لوی ډله ییزه قبر کی واچول سول .


 


د همدې جولای پر لسمه د نیویارک ټایمز « پولیټزر » جایزه ګټونکې راپورتر جېمزرایزن ،  یو مطلب وکیښ او په هغه کی یې دا وښودله چی امریکا پر افغانستان تر یرغل وروسته په ګوانتانامو کی د ایف بی آی د لوی تحقیق کونکی ( ډیل سپرې ) لخوا د دې معلوماتو د ورکولو سره سره چی ډیر افغان بندیان د دې ډل وژنی په هکله عینأ بیان کوی ، بیا هم د دې ډله ییزه وژنی د جنګی جنایتونو د تحقیقاتو سره مخالفت کاوه .سپرې په ګوانتانامو کی د ایف بی آی د ایجنټانو لخوا د بندیانو سره د دې مرکو سرپرستی کوله او د دغو بندیانو لخوا یې اړونده تورونه پسی تدوین کول .


 


خو هغه څه چی نیویارک ټایمز یې راپور ور نه کړ دا و چی عین همدغو څو بندیانو د سپرې په مرکو کی دا تور هم لګاوه چی د ډل وژنی پر مهال امریکایی پرسونل هم موجود وو ، او دا هغه باالقوه تهمت دی چی که رښتیا وی ، نو دا به نور هم ثابته کړی چی امریکا د دغو وژنو د جنایتونو د تحقیقاتو پر خلاف ده . سپرې په یوه ځانګړې مرکه کی سېلون ته وویل چی ما د هغو اضافی تورونو په باره کی رایزن ته خبر ورکړ چی وایی امریکایی پوځیان هماغه مهال هلته موجود وو . رایزن هم سېلون ته د دې خبر د ورکړی د تایید په ترڅ کی وویل چی سپرې ماته د دې تورونو په هکله ویلی دي ، خو ما هغه ځکه خپاره نکړل چی پر دغو تورونو باور  نه لرم .


 


د خپرونو لخوا د دې عام وژنې په اړه د لومړنیو راپورونو له مخی د ۲۰۰۱ په وروستیو کی د افغان جنګسالار عبدالرشید دوستم د امر سره سم دغه په سلګونو حتی زرګونو طالب بندیان چی په کندز کی تسلیم سوي وو ، په کانټینرونو کی واچول شول .هغوی ته د دې درې ورځنۍ مودې پر مهال خورا لږ خواړه او اوبه ورکول سوه او شبرغان ته څرمه یو جېل ته یې یوړل . دوی د ژوندی پاتېدو په خاطر مجبورأ یو د بل لندبل ( خولې ) څټلې . هغوی ګڼ شمیر د ساه بندېدو له امله مړه سول . نور بیا هغه وخت ووژل سول چی پوځیانو پر کانټینرونو د مشین ګن فیرونه وکړل . د فلزی کانټینرونو په واسطه وژل د ډل وژنی هغه تخنیک دی چی په افغانستان کی ځینو جنګسالارانو عملی کړی دی .


 


په نیویارک ټایمز کی د رایزن اړونده بیان وایی چی دغه قتلونه «به په افغانستان کی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ تر یرغل را وروسته ډیره مهمه ډل وژنه وی ، »ورځپاڼی زیاته کړې چی امریکا ځکه هلته د جنګی جنایتونو د ګروېږنو سره مخالفت وکړ چی د دې وژنو متهم طراح یعنی دوستم د «سی آی اې » پیسه خوړونکی ایجنټ دی .د دغو وژنو پر مهال دوستم د پوځ د پنځم نمبر خاص ځواک د ډلې سره مشترک عملیات کول .د افغانستان د هغه مهال د جګړې په ډګر کی د امریکا د څو کوچنیو خاصو ځواکونو پوځیان د امریکایی دوسته شمال اییتلاف د لویو ځواکونو سره مل وو .


 


دغه لیکنی څرګنده کړې چی سپرې د څه نا څه لسو بندیانو بیانونه راغونډ کړي چی هغوی ویلي دي موږ د دې ډل وژنی څخه ژوندي پاته سوي یو او ځای مو باالاخره ګوانتانامو سو . دغو بندیانو څرګنده کړې چی موږ په کانټینرونو کی داسی « سره تخته سوي وو لکه لرګي چی په رسۍ ټینګ وتړې » څو چی دا ډل وژنه پسی پیښه سوه .


ورځپاڼی څرګنده کړې چی سپرې دا معلومات خپلو آمرانو ته ور انتقال کړل . د « ایف بی آی »  یو لوړ مقام مابعده تحقیقات تم کړل . پوځ هم په دې هکله لږ مینه ښودلې ده . د هغه مهال د دفاع د وزارت مرستیال پاول ولفوویچ د دفاع د وزارت یو بل لوړ مقام ته ویلي وو چی امریکا ځکه د رشید دوستم لخوا د دغو وژنو لای پورته نه کړ چی هغه زموږ یوه ارزښتناکه سرمایه ده .


 


خو هغه څه چی ورځپاڼی و نه ویل دا دی چی د ګوانتانامو دغو بندیانو هم دا وویل چی امریکایی پرسونل د دې ډل وژنو پر مهال موجود وو . سپرې چی اوس د ایف بی آی څخه تقاعد سوی او فعلأ د همدې ایف بی آی د سلاکار په توګه دنده اجرأ کوی ، سېلون ته وویل چی «اتهامونه دا دي چی کله د دوستم ځواکونو دغه انسانان کانټینرونو ته وراچول ، نو امریکایی پوځیان هم حاضر وو .دوی به طالبان او ښورښی کسان د شاوخوا څخه راغونډول . »


 


سپرې وویل چی پر افغانستان تر یرغل ډیر ژر وروسته ما د دغو مرکو څخه د بندیانو لخوا د ډل وژنی دا ادعاګانی ځکه « د باور وړ » وبللې چی هر بندی جدا جدا همدا بیان راته کاوه . د سپرې په فکر تحقیقات باید سوي وای .ده دا نتیجه واخیسته چی په دې کار کی د امریکایی پرسونلو لاس لرنه خو ظاهرأ ښکاری مګر په واقعیت کی صحیح نه ده ، ځکه زه په دې شکمن یم چی امریکایان دې د دغسی یوې ډل وژنی پر مهال غیر فعال پاته وی . ده د امریکایی پرسونلو د اتهامی لاس لرلو په هکله وویل چی « ما دا هغه مهال هم نه منل او نن یې هم نه منم . »


سپرې وویل چی د دې ادعا کړل سوې ډل وژنی د تحقیقاتو د کولو یو دلیل دا دی چی امریکا باید خپلي دواړی ذمه وارۍ عملی کړی ، یعنی دا چی لومړی جنګی جنایتونه وڅیړی او بل دا چی د امریکا د لاس لرلو چټی ادعاګانی ثابتي کړی چی حقیقت لری که یا .


 


رایزن وویل چی ما د خپلي لیکني څخه دغه تورونه ایسته کړل ځکه چی ځای لږ و ، ځکه چی ما هغه نسول ثابتولای ، او ځکه چی زه هغه نه منم . خو حقیقت دا دی چی سپرې هم هغه نه مني لاکن یاد کړي یې دي .


 


بندیانو د سپرې مرکه کونکو ته خوفناکه حالات بیان کړل .یو بندی ورته وویل چی په کانټینر کی تر اچولو مخکی زه په لارۍ موټر کی را انتقال سوم . دغه تحقیقاتی سند « سېلون ویب پاڼی » ته په لاس ورغلی چی همدلته خپور سوی دی . لارۍ موټر چی ودرېد نو ما « یو ډیر جګ سپین پوستیً امریکایی ولید چی شین جینز پتلون یې اغوستی و . » بندی زیاته کړه چی « دغه سړي د لارۍ موټر او د هغه د سپرلیو عکسونه اخیستل . » دا بیان لاندی په ضمیمه سند کی مفصلأ راغلی دی .


 


په عین حال کی د رشید دوستم نوم همدا اوونۍ د « بووبرګدل » یعنی هغه امریکایی عسکر په ویډیو کی هم ذکر سو چی درې اوونۍ مخکی طالبانو یرغمل کړی دی .هغه ږغ چی په کېمره کی اورېدل کیږی دوستم تر دې ګوزار لاندی راولي چی « هغه د افغانستان په شمال کی د منظمو جنایتونو ، لوټماریو او ډله ییزه وژنو مرتکب سوی دی . » دغه نفر چی په کېمره کی نه ښکاری ، د برګ دل څخه پوښتنه کوی چی « آیا ستاسی حکومت تاسو ته دا وایی چی تاسی په افغانستان کی د بشری حقوقو د مجرمینو ملاتړ کوﺉ او تاسی د همدغو انسانانو لپاره خپلی وینی تویوﺉ ؟ »


برګ دل ځواب ورکوی چی « یا ، زموږ حکومت د دغو شیانو په باره کی موږ ته هیڅ معلومات نه راکوی . »


 


— ———————————-


 


هغه سند چی سېلون ته په لاس ورغلی او په ګوانتانامو کی د عینی شاهدانو څخه د ګروېږنو پر مهال  دا تور لګول کیږی چی د دې ډل وژنی پر مهال امریکایی پوځیان هم حاضر وو خو د دې ډل وژنی مخنیوﺉ یې نه کاوه ، لاندی کاپی سوﺉ دی . په دې سند کی یو بندي وایی چی ما دا مهال یو « جګ سپین پوستیً امریکایی » په سترګو لیدی . د جنایی تحقیقاتو مستقل ځواک ( سي آی ټی ایف ) لاندی هغه ګروېږنه راښیًی چی  د  « ایف بی آی » ، « سی آی ډی » ، او « ان سی آی ډی »  لخوا د یو بندی سره ترسره سوې ده ( دلته د بندیانو پر نوم په تور قلم خط راکش سوی او په عوض کی یې یو خاص شفری نوم لیکل سوی دی . دا سند د « سی آی ټی ایف » لخوا « ایف بی آی » ته ورلیږل سوی دی . دا تحقیقاتی پاڼه کټ مټ  په لاندی ډول ده :


 


د ۲۰۰۳ د جنوري ۲۹ ، ګوانتانامو بې ، کیوبا


۱ ـ د ګروېږونکې د کار نېټه ،  ۲ ـ  ځای ،  ۳ ـ د کار ( یا فعالیت ) نمبر .


د جنایی تحقیقاتو مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) ، د تحقیقاتی عمل راپور


۴ ـ څرګندونی


پوښتل سوﺉ نفر : ( الف )


نېټه/ځای : د ۲۰۰۳ د جنوری ۲۹/ګوانتانامو ، کیوبا .


 


د ( الف ) څخه د کیوبا د ګوانتانامو په دلتا کیمپ کی د « ایف بی آی » او سمندری ځواک د جنایی تحقیقاتی څانګی ( ان سی آی اس ) د ایجنټ « ب » لخوا پوښتنی وسوې . دا مرکه په انګریزی ژبه وسوه او ( الف ) ته د دې مرکې علت وویل سو . د ( الف ) څخه په تیره بیا په افغانستان کی کندز ته نږدې د شمال اییتلاف لخوا د ده د نیولو او بیا وروسته مزارشریف ته  د لیږلو په هکله وپوښتل سوه . دغه ( الف ) نومی او د ده ملګرو د ۲۰۰۱ د نومبر پر شلمه یا یوویشتمه وغوښته چی د کندز څخه ووزی . ( الف) او نور ملګری یې لارۍ موټرو ته ور وغورځېدل . دا  موټرونه یو څه مخته ولاړل ، وروسته یو سیند ته ورسېدل او هلته په زوره د دې موټرو څخه راکښته کړای سول .


د دوی هدف دا و چی ځانونه د ملګروملتونو ځواکونو ته تسلیم کړی .د شپې د یوې څخه تر دوو بجو پوری نور لارۍ موټرونه هم راښکاره سول . ( الف ) وغوښته چی د دغو څخه په یو کی سپور سی خو د ده ملګری ( ج ) و نه سو کړای چی بوټونه په پښو کړی . دﺉ هغه ته معطل سو څو چی په دغه وخت کی موټرونه ورڅخه ولاړل .څو الوتکی له پاسه راښکاره سوې .څنګه چی شپه وه نو ده ونسو کړای چی د طیارو نښانونه وپیژنی .طیارو یو ډول بمونه یا اور اخیستونکي مواد راوغورځول ترڅو هغه موټرونه ټوټې ټوټې کړی چی دوی هم باید پکښی سپاره سوي وای . ( الف ) په سترګو ولیده چی ډیر انسانان مړه یا سخت ټپیان سول . ( الف ) او د ده ملګرﺉ ( ج ) پر پښو روان سول . دوی شاوخوا ټکان اورېدل . دوی د هلیکوپترونو  ږغونه هم اورېدل . دوی بیرته د سیند خوا ته ولاړل او د ښځو کریږی یې واورېدې . دا د همدې ځای ملکی ښځی وې چی کورونه یې دغو طیارو لوټی لوټی کړل . ( الف ) په سترګو لیدل چی طالبان او نور افغانان په مختلفو موټرونو کی سپریږی . ده هم وغوښته چی یو پاکستاني موټر ته ورټوپ کړی ترڅو له دې ځایه لیری سی .


دا موټر چی کله یوڅه مخته ولاړ نو د شمال اییتلاف کسانو ودراوه . ( الف ) او په ټرک کی نور سپاره کسان د هغوی لخوا په زوره راکښته کړای سول . د شمال اییتلاف پوځیانو د دوی جمپرونه ، پیسې او بوټونه ورڅخه واخیستل . د شمال اییتلاف ځواکونو کوم ځانګړﺉ یونیفورم نه و اغوستی او دا مهال یې وسلې هم نه لرلې ، بلکی د ملکی خلکو غوندی ښکارېدل .


 


 ( الف ) او د هغه ملګري مجبور کړای سول چی د دوو جګو غونډیو تر منځ په دره کی پلیً حرکت وکړی . ده د غونډیو له پاسه خلک ولیدل چی وسلې او سپکه سفری ویډیو کېمره هم ورسره وه . هغوی د دغو لارویانو ویډیویی فلم اخیستی . ( الف ) یو ځل بیا تلاښي سواو لاسونه یې تر شا کلک ور وتړل .


(الف)  تر نیولو وروسته دوهمه ورځ  د شمال اییتلاف د پوځیانو لخوا په یو خندق کی کښېنوول سو .  ( الف ) وویل چی د شمال اییتلاف خلک د « چینایانو » غوندی وو . ده ټوله شپه په همدې خندق کی تیره کړه . درېیمه ورځ ټرک موټرونه راورسېدل او د بندیانو څخه وغوښتل سوه چی دغو موټرو ته وخیژی . ( الف ) او ( ج ) یو موټر ته وختل او ( د ) هم یو بل ټرک ته وخوت چی د افغانانو څخه ډک و . موټرو یوڅه لار ووهل چی په یو نامعلوم ځای کی ودرېدل . ( الف ) دلته یو ډیر جګ سپین پوستیً امریکایی ولید .


 


دغه سند د جنایی تحقیقاتو د مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) کومی سپارښتنی او نتایج په بر کی نه لری . دا د « سی آی ټی ایف » مربوط دی او ستاسی شبکې ته رعایتأ درکول کیږی ؛ دا سند باید ستاسو د شبکې څخه دباندی خپور نه سی . د درو مخونو څخه لومړی مخ .


 


۴ ـ ملاحظات ( ادامه ) :


دغه سرې شین جین پتلون اغوستی و چی د لارۍ موترو او د هغو د سپرلیو عکسونه یې اخیستل . دا سړﺉ وروسته ولاړ او  (الف ) بیا هغه و نه لید . موټرو بیرته حرکت وکړ او روان سول څو چی په شپه کی مزارشریف ته ورسېدل . ( الف ) د وسلوالو کسانو لاینونه ولیدل چی توپکونه یې نیولي وو . هغه موټر چی ( الف ) پکښی سپور و ، د یو لوی کانټینر سره شا په شا ودرول سو او سپاره کسان په زوره هغه کانټینر ته واچول سول . ( الف ) وایی چی دا کانټینر سور رنګ درلود او یو تجارتی کانټینر معلومېدﺉ . اندازه یې د دلتا په کیمپ کی د شپږو بندیانو د کوټو غوندی وه خو یو څه پراخ و . هیڅ کومه کړکۍ یې نه درلوده بلکی پورته یې څو سوریان د هوا لپاره لرل . دا کانټینر فلزی و . د ( الف ) په اټکل لږترلږه ۱۰۰ انسانان په زوره  ورواچول سول . کانټینر وروسته وتړل سو . خلکو له دننه د کانټینر د دباندی خوا ته چیغی او لویی نارې پیل کړې . خو هیچا هم هغه نه خلاصاوه . ( الف ) ته د هوا د نشتوالې له امله یوه مؤقتی بې هوښي ورپېښه سوه ، حال دا چی دباندی هرڅه تیاره وه . ده هغه مهال چی رڼا سوه ، ولیده چی د کانټینر په بهرني دېوال کی نوي سوریان جوړ سوي دي . ده ولیده چی د دېوال فلز دننه خوا ته یعنی په کانټینر کی پر ناستو خلکو باندی راکښیکښل سوی و ، داسی لکه کانټینر چی د دباندی څخه پر را سورﺉ سورﺉ سوی وی . ده وویل چی ما پر خپل راسته څنګلې یو توږل سوی زخم هم ولید او فکر می وکړ چی هغه د مرمۍ له وجې دی . د ( الف ) په فکر د  فلزی کانټینر دا سوریان د مرمیو د ویشتلو څخه منځته راغلي وو . ده فکر نه کاوه چی دغه سوریان د ده تر بې هوښۍ مخکی موجود وو .


 ( الف ) وکتل چی د ده تر څنګ نفر مړ سوی دی او د هغه د خولې څخه یو زرغون ځګ ( یعنی کف ) راتیً . ( الف ) د نورو دوو یا درو  ورځو لپاره هیڅ کوم شی و نه خوړ او نه یې هم وڅښی . بیا هم د خوړلو یا څښلو هیڅ شی نه ورکول کېدی . د کانټینر دننه انسانانو خپلی جامې د کانټینر پر داخلی چت باندی موښلې ترڅو د هغه بخار له مایعاتو څخه یې استفاده کړې وای چی هلته جمع سوي وو . دوی به د دغه لندبل څخه کار اخیست تر څو لږ اوبه یې ترې څښلي وای . د (الف) په ګومان ده څه نا څه ۲۴ ساعته په دغه کانټینر کی تیر کړل .ده اټکل وکړ چی ښایی څه نا څه ۲۰ کسان د بېګناهۍ د دې سخت امتحان څخه ژوندي راوتلي وی .


 


کله چی دا بندیان سوي انسانان باالاخره را خلاص سول ، نو (الف)مشاهده کړه چی د کانټینر دغو خلاصونکو کسانو عینأ هماغه ډول ملکی لباس اغوستی وو چی مخکی یې لیدلي وو چی هماغه د شمال اییتلاف پوځیان وو . (الف) په مزارشریف کی کانټینر ته اچول سوی و ، خو د شبرغان په جېل کی ځنی راویستل سو . دا کانټینر حرکت کاوه په داسی حال کی چی دﺉ دننه پکښی اوسېدﺉ .


 


یو ډاکتر د ده تر آزادېدو وروسته د ده بازو په آیوډینو ور تداوی کړ . (الف) دا و نه ویل چی ولی په کانټینر کی واچول سو . خو دا فکر یې کاوه چی ځکه دا کار وسو چی دﺉ په ظاهره پاکستانی نه بلکی یو افغان معلومېدﺉ . (الف) دا هم و نه لیده چی مړو ته څه ورپېښه سوه ، خو وروسته خبر سو چی د دغو نیول سوو کسانو جېبونه تش سوي او پیسې او هرڅه یې ترې اخیستی وو . مړي په یوه لویه کنده کی واچول سول او پسی ښخ سول . ده دا هم واورېده چی هغه کسان هم دغه کندې ته واچول سول چی په کانټینرونو کی ډیر کمزوره سوي او له پښو لوېدلي وو .


 


امریکایی پوځیان د کانټینر څخه د (الف)تر خلاصون تقریبأ یوه میاشت وروسته د شبرغان جېل ته راغلل . د (الف) نیول او په کانټینر کی اچول د ده  د ژوند تر ټولو درې ترخې ورځي دي . (الف) دا فکر نه کوی چی دﺉ دې د مرګ لپاره و ، بلکی د ژوندي پاتېدو لپاره و . ده تر خلاصېدو  وروسته د (ج) او (د) سره وکتل . هغوی په کانټینرونو کی نه وو اچول سوي . د (الف) کالیو ډیر بد بوی کاوه او هغه یې ایسته وغورځول .


 حتی ده ته د خلاصون څخه وروسته هم د ورځی په یوه پیاله کی صرف یو انچ اوبه ورکول کېدې او په ټوله ورځ کی یوه ډوډۍ چی پنډ والی یې یو انچ و ، ورکول کېده . (الف) د هغو بندیانو څخه یو نفر یاد کړ چی مخ یې سخته ضربه لیدلې وه . دا سړی ژوندی و ، خو دومره سخت زخمی سوی و چی هیڅ شی یې هم نسو خوړلای . هغه د (الف) تر لومړي لېدو اته ورځی وروسته په همدغسی حالت کی مړ سو . هغه ته هیڅ کوم طبی کومک ور نه کړه سو . (الف) هغه نه پیژندﺉ ، خو دومره پوهېدﺉ چی عرب و . ډیر نور کسان هم د لوږی څخه مړه سول .


 صرف کله چی سور صلیب او خپروَنو دا شیان وښودل ، نو شرایط بهتر سول . (الف) دا  واورېده چی (ج) جېل ته راوړل سوی خو هیڅکله یې هم و نه لید . ده ته د هغه عکس ورښکاره کړه سو ، خو ده هغه د داسی یو انسان په توګه وپیژاند چی ځان یې (ج) باله .


 


دا سند د جنایی تحقیقاتو د مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) کومی سپارښتني او نتایج په بر کی نه لری . دا د « سی آی ټی ایف »ملکیت دی او ستاسی شبکې ته رعایتأ درکول کیږی ؛ دا سند باید ستاسو د شبکې څخه بهر خپور نه سی .


د درو څخه دوهم مخ


۴ ـ ملاحظات ( ادامه ) :


ده د هغه سره تر څو چی د شبرغان جېل ته نه و  راوړل سوی ، نه وو کتلي . ده وویل چی د هغه ښه انګریزی زده وه او ادعا یې وکړه چی د پاکستان د کراچی څخه و . هغه ده ته دا نه وو ویلی چی په کراچی کی یې څه کول . دﺉ باالاخره د کیوبا ګوانتانامو ته ولیږل سو . دﺉ هلته په « ایکس رې کیمپ » کی اوسېدﺉ . د ۲۰۰۲ د اپریل پر ۲۷مه (الف) ، (ج) ، (د) او (و) د هغه بندی په نوم سره اشتباهأ وپیژندل سول چی « . . . . » نومېدﺉ او ځکه نو د امریکایی پوځی پولیسو لخوا ډیر سخت ووهل سول . ده او نورو ولیده چی ۱۰ ـ ۱۲ کسانو په دغه وهلو ټکولو کی برخه واخیسته . یو ګارډ  د هغه سر د سمنټو څخه کلک وواهه . نورو محافظینو په لغتو واهه او حتی یوه ښځینه پوځی راغله او پر مخ یې دومره سخت په لغته وواهه چی زخم یې تر ننه هم پر پزه پاته دی . د دغه بندی د ملګری تر خوا د بل بندی نمبر « . . . » دی . دﺉ وایی چی « . . . » د طالبانو عضو نه بلکی د شمال اییتلاف غړی و .


 


دا سند د جنایی ګروېږنو د مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) کومی سپارښتني او پایلي په بر کی نه لری . دا د « سی ای ټی ایف » مربوط دی او ستاسی شبکې ته رعایتأ درکول کیږی ؛ دا سند باید ستاسو د شبکې څخه دباندی خپور نه سی .


د درو څخه درېیم مخ . پای

تبصره نسته

  1. د يوه افغان په حيث د محترم اشرف غني احمد زي صیب ته د پام وړ خبري!

    ډاکټر عبدالله د خليلزاد چوکړه او د لنډه غرو پنجشيرانو استازی دی !

    نن سباچي دبېنا سترګو ډاکټر، ړوند ډاکټر عبدالله د هاليووډ د فلم سټار غوندي اکټر د
    افغانستان د جمهوري رياست و کمپاين ته را ايستل شوی او په نا افغانه او نا ملي
    ټلوېزوني چينلو کي ځان ښکاره کوي ، نو دغه ملي خاين او شيک پوشه مشهور زنکه بازه خو
    داسي اکټونه کوي چي ته به وايي د افغان ملت ولس بالا مړ شوی، څوک ندي پاتې او بس
    همدغه لنډه غر ملي خائنين دي چي د لوی افغانستان په استازيتوب د نا افغانه خلیل زاد
    په ډيکټه ځانرا مخته کوي تر څو زموږ په هيواد کي د صهيونيستي انسان دښمنه يهودانو
    پاليسي په دې سرکښه او پردي دښمنه هيواد کي پلي او د دوبی د کنفرانس استعماري توکي
    پلي کړي .

    ډبل عبدالله اوس ګواښونه کوي چي که داسي و نه شوه نو هغه به هم د خپل امير صاحب
    مسعود لعنت الله عليهم په څير هاغسي کردار به کوي او خپل کلاشینکوف والا اجيران به
    ميدان ته را باسي لکه پخوا چي په نوي يمه لسيزه کي را و ايستل شوه، او که بيا
    ناکامه شو نو هله به بيا د خپل دمور د مړو و جونګړي کولاب ته پناه وړو .

    افغانانو او ټولو افغانانو پام کوی چي دغه لوی غدار او وطن فروشه عبد الله ته رايه
    ورنکړی ، سید اسحق ګيلاني که د همدغه لنډغر و په ګټه ځان تېرايست او تير شوی دی نو
    دغه ګيلانيان خو د پلار او نيکه نه د انګرېزانونوکران او د هغوی چونګوټيان وه، دوی
    خو د پلار او نيکه نه لوی غداران او ملي خائنين او د پردو معاشخوره وه، تاسوته په
    کار ده چي د انګرېزانو لار ه شنډه او هغه و نه وهۍ ٠
    عبداله عبداله خو بې له شکه ملي خاېن او جنګي جنايت کار دی ملت مخکي تر هغه چي هغه
    ته رايه ورکړي، نو د هغه سره حساب و کتاب لري! هغه بايد ملت ته د خپلو جناياتو او
    وطن پلورني په هکله ځواب ووايي !
    په درناوي

  2. سلامونه ښاغلی (نثاراحمد صمد)موږ ستا او ستا غوندی سپيڅلو مسلمان ژورنالستانولپاره هرکله د لوی چښتن (ج)څخه د سرلوړی او بری غوښتونکی یو. ستا په صادقانه او نه هیریدونکی چوپړ به پښت پر پښت ویاړ کيږی .