کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسمشرۍ ته بې پلانه کاندیدان

ولسمشرۍ ته بې پلانه کاندیدان


 که په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو کمپاین یا انتخاباتې هلو ځلو ته په ځیر سره وکتل شي، نو یوڅلویښت کسانو ځان کاندید کړی چې په دوی کې ځینې نړیوال پېژندل شوې شخصیتونه، ځینې ملي او پېژندل شوې څېرې او ځینې بېخې ګریس بند یا کاغذ پیچې څېرې دي. د ټولټاکنو د کمپاین د نېټې د اعلانیدو سره سم د کابل ښار دیوالونه د کاندیدانو په غټو او کوچنیو تصویرونو وپوښل شو هرې خواته لوی لوی تصویرونه وځړول شول چې په دغه کاندیدانو کې یوازې د یو څو محدودوکسانو تصویرونه لیدل کېږی او د ډېری کاندیدانو تصویرونه نه لیدل کېږی چې دا ما ته یوه لویه پوښتنه ده.
خلک داسې انګېرې چې یا خو هغوی د راتلونکو ولسمشرۍ د کمپاین لپاره پیسي نلري او یا دا چې د کوم کاندید، هېواد، ملګرو ملتونو د دفتر یا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په تمه ناست دي چې ورځنې پیسې واخلی او خپل کمپاین پیل کړی یا دا چې ددې په نوم له دوی نه پیسې جیب ته کړي.
له بلې خوا په تصویري او صوتي رسنیو کې د کاندیدانو ګردۍ میز او مناقشې هم پیل شوي دي، چې ډېر په زړه پورې ښکاري او هغه دا چې اوس د افغانستان وګړي کولای شي د ولسمشرۍ دغه کاندیدان په ښه توګه وپېژني او په راتلونکې کې ورته خپله رایه د هغوی د استعداد، رښتینولۍ، د ښې بیوګرافۍ، د هېواد د رښتنې مینې، صداقت، امانتدارۍ، ایماندارۍ او په تېرو دورو کې د ولس او هېواد خدمت او د هغوی لاسته راوړنې او داسې نور په ښه او روښانه توګه ملت ته څرګندیږي او په دې ښه وپوهېږي چې په دغه کاندید ولسمشرانو کې څوک خاین، غدار، هېواد پلورونکي او د پیسو او څوکۍ لیوني دي، څوک د هېواد او هېوادوالو رښتني خدمت ګار دی بل دا چې په دغه کاندیدانو کې چا په افغانانو تېری، ظلم او هغوی یې په یوه او بل نوم، قوم، ژبې، سمت او … په نومونو د خاورې سره خاورې کړل او ګران هېواد افغانستان یې په کنډوالو او کنډرو بدل کړ او پردیو ته یې واک او اختیار ورکړل ترڅو هېواد ته را دنننه شي او هر څه چې وغواړي هغه وکړي او کومو خلکو د خپلې پاچاهۍ په دوره کې د خلکو خدمت کړي او هغوی یې سره یو موټي کړل او هغوی یې….
دا څو ورځې کېږي چې زه د کاندیدانو د ګردۍ میز خپرونې په غور سره ګورم او اورم تر ټولو بده او ځورونکې خبره دا ده چې اکثره دغه کاندید ان د افغانستان د پرمختګ، ابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره کوم ځانګړی او روښانه پلان نلري، که دخبریال له خوا له دوی څخه دا پوښتنه وشی، چې تاسې خپل کورنۍ او بهرنۍ پلان او ستراتیژي خپلو ګرانو هېوادوالو ته روښانه کړي نو په لومړي ګام کې  دوی وار خطا کېږي او چې کله خبره  پیل کړي نو نه معلومیږي چې دا خپل پلان هېوادوالو ته تشریح کوي او که …..اصلا دوی پلان نه  پېژنې  اوبس هسې کړتو پړتو کې اخته وی  بله د شرم او افسوس خبره داده چې هغه بله شپه یو کاندید صیب په یوه خصوصي تلویزوني ګردۍ میز کې  د همدغې پوښتنې په ځواب کې وویل: (زه به خپل پلان او ستراتیژي ستاسو په راتلونکې خپرونه کې هېوادوالو ته څرګند کړم) چې خبریال  پرې غږ وکړ چې په راتلونکې خپرونه کې نور تاسې ته د برخې اخستنې چانس نشته … یانې داسې معلومیږي چې دغه ښاغلي کاندیدان ولسمشران د هېواد او هېوادوالو د پرمختګ او هوساینې لپاره تر اوسه پلان، پالیسی او ستراتیژي نه ده جوړه کړې او نه یې نلري.
بله  شپه د ولسمشرۍ یو کاندید همدا یوه خبره تکراروله چې زه به د خدای قانون او د پیغمبر (ص) د ویناوو په رڼا کې افغانستان کې اسلامي حکومت جوړ کړم او شرعیت به نافذ کړم، اسلامي قانون به پلی کړم او که چا کوم غیر اسلامی کار وکړ، نو هغه ته به فوراْ جزا ورکړم، ویاند ور څخه وپوښتل چې که چا بډې وخوړې نو هغې سره به څه وکړې، کاندید صیب وویلې: زه به هغه اعدام کړم او په دار به یې وځړوم، اول خو دغه د ولسمشرۍ کاندید صیب ته پکار ده چې اسلامی قانون زده کړي ځکه که څوک بډې اخلي او یا ورکوي هغه په اسلامی قانون کې نه اعدامېږي بل دا چې دغه کاندید صیب باید خپله ظاهري بڼه د اسلامي اصولو مطابق جوړه کړي او بل دا چې د طالبانو حکومت خو اسلامی حکومت و، د اسلام ټول اساسات او قوانین یې عملي کولو، ولې تاسې ته هغه قانون اسلامي قانون نه ښکاريده؟ ولې مو د هغوي په ضد خبرې کولې او حتا ولې مو د هغوی د حکومت په دوران کې افغانستان پرېښودل او بهرنۍ او اروپایي هېوادونو ته لاړۍ او ….
 خو یوه خبره واضحه ده چې نه د راتلونکې پلان، پالیسۍ او استراتیژۍ په کیسه کې څوک دي او نه د اسلام، خو که کامیابه او بریالی شو نو هغه وخت به خپل پلان، پالیسي او ستراتیژي جوړه کړي که نودوی ته  دا پلان او ستراتیژي او د خدمت او هوساینې خبرې هسې خوشې چټي خبرې دي.
بله دا چې ډېرې کاندیدان د ښاغلي حامد کرزی د لاس لاندې کارکوونکي پخوانۍ مامورین دي او د هغې د کابینې د مهمو غړو څخه شمېرل کېدل او د هغې په کابینه کې یې په کلونو کلونو کار کړي او له موسسینو ځینې دي اوس همدغه ښاغلي پر ښاغلی کرزی او د هغې په تېرې دورې، کابینې او حکومت نیوکې کوي او په واضحه وایې چې د هغې دغه پخوانۍ دوره ناکامه او ناقصه وه، خو دغه ښاغلی ځان ته پام نه کوي ګویا دوی په دغه تېر کابینه کې بېخې موجود نه وو، ځکه که د حامد کرزي پخوانۍ دوره ناکامه او ناقصه وې نو دغه ښاغلي هم د همدغې دورې له موسسینو او مامورینو څخه دي.
بل د حیرانتیا او خفګان خبره ده دا چې دغه ښاغلي کاندیدان همدا یوه خبره کوي چې کرزي په تېره دوره کې د خلکو خدمت نه دی کړي او مونږ په افغانستان کې قانونیت، عدالت، سوله او … غواړو او په خپلو راتلوونکې دوره کې به دا ټول افغانستان به په خپله دوره کې سمسور او د پرمختګ لوړو پړاوونو ته ورسوو، خو افسوس چې همدغه موسسین د افغانستان در ګونې قوې ( مققنه، قضایی او اجرایه ) چې د ښاغلی کرزی د دورې ستره لاسته راوړنه نه بولي او دا  ورته د کرزي د حکومت او دورې لاسته راوړنه، نه ښکاري او د ښاغلي کرزي په لاسته راړونو باندې سترګې پټوی او حقیقت پټوي چې ددوی دغه کار ددوی شخصیت او اهلیت تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه دوی ملت ته رښتیا نه وایې او له یوې مخې دورغ وایې او غواړي چې ملت او هېوادوالو ته چل او فریب ورکړي او د هغوی سترګو ته خاورې وشیندي، دغه ښاغلیو کاندیدانو ته پکار ده چې حداقل ریښتینې  اووسي او خپل ملت ته رښیتا ووایې، هغه دا چې  کاندیدان باید ووایې چې ښاغلی حامد کرزی په تېرو اوو کلنو کې تقریباْ لس، شل، دیرش، څلویښت یا… فیصده افغانستان او افغانانو ته یې خدمت کړی دی او د هغې د حکومت په دوران کې افغانستان د هېواد دنننه او بهر دومره فیصده پرمختګ کړي دي، دومره ښوونځي، کلینکونه، سړکونه… جوړ او روغول شوی او زه به د خپل راتلونکې پلان له مخې دومره کار او خدمت وکړم او دومره فیصده به افغانستان زما په دوره کې  پرمختګ وکړي او … خو افسوس چې ټول لکه ښاغلي رمضان بشردوست منفي فکر کوي، منفي ګوري، منفي وایې او ټول منفي منفي … چې دا کار ددوی شخصیت تر پوښتنې لاندې راولې، ځکه دوی خپل ملت ته حقیقت او واقعیت نه وایې او غواړې په خپلو دغو درواغو اوبیځایه خبرو ملت ته دوکه او فریب ورکړي. ځکه له دې واقعیت څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولی چې د ښاغلي کرزي په تېرو اووکلنو کې افغانستان په مختلفو برخو کې پرمختګ کړي او ټول افغان ملت او هېوادوالو او نړیوالو ته دا څرګنده ده.
نو ځکه کاندیدان باید روښانه، بشپړ او واضح پلان ولری، اوس خو نړۍ پرمختګ کړي، دوی د کمپوتر د پاورپونیټ په پروګرام کې خپل راتلونکی پلان جوړولی شي اوخپلو خلکو او هېوادوالو ته یې تشریح کولی شي، خو افسوس چې دغه ښاغلي بې پلان ولسمشران دي.
یو مهمه خبره دا ده چې ډیری کاندیدان د ښاغلی اوباما څخه تقلید او کاپی کوي او په خپلو تبلغاتي پاڼو او پوسټرونو کې لیکلی دي چې (تغیر یا مثبت بدلون) یانې د ښاغلي کرزي دغه تېر اووکلن دوره ټوله منفي دوره وه او هېڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده نو یوبدلون پکار ده چې دا حقیقت نه لري او دغه ښاغلي سره له دې چې بې پلانه دولسمشری کاندیدان دي بلکې واقعیت بین او رښتیا ویونکي نوماند ولسمشران  هم نه دي.
یوه بله مهمه خبره دا ده چې ډیری د ولسمشرۍ کاندیدان په ډېرې نژدې راتلوونکې کې له خارج او اروپایي هېوادونو څخه راغلي خصوصا چې کله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ددوی د ثبت نېټه اعلان کړه، او تر هغې وروسته دوی خپل کمپاین پیل کړ، دغه ښاغلیو ته پکار وه چې حداقل درې یا څلور کاله په هېوادکې دنننه اوسېدای او د خپلو خلکو سره د هغوی په غم او خوښیو کې برخه اخستې وای، دوی حداقل د هېواد ۳۴ ولایاتو او د هغوی اکثره ولسوالیو ته سفرونه کړي واي او د خلکو ستونزې یې له نږدې څخه څارلې وای او اورېدلې وای، زه په دې باور لرم چې ډېری کاندیدانو ته دا نه معلومه چې چخچران  د افغانستان په کوم ولایت  کې موقعیت لری.
بل دغه ښاغلیو کاندیدانو ته پکاره وه چې کله د فراه ولایت په بلابلوک ولسوالی کې د ناټو د قواوو له خوا پر ولسي خلکو بمباري وشوه او تر سلو زیات بې ګناه ولسي وګړي شهیدان شول دوی باید هغه سیمې ته تللی وای او د خپلو خلکو سره د هغوی په غم کې شریک شوی وای او ددوی سره باید تر خپلې وسې پورې مرسته کړای وای ځکه چې نن سبا دوی د ورځې په زرګونو ډالره په کابل کې مصروفوي خو د ملت د پوښتنې لپاره یوه افغانۍ هم نه لګوي، دوی ته پکار وه چې بدخشان، تخار او بغلان او… ته تللی وای او هلته له هغه کورنیو سره خپله خواږي او غمشریکي ښووله وای چې د هغوی کورونه، کرنیزې ځمکې، څاروي او حتا د هغوی اولادونه  باران او سېلابونو په اوبو کې لاهو کړل او له ځانه سره یوړ، دوی ته پکار وه چې ننګرهار ته تللی وای او هلته له هغه زلزله ځپلو خلکو سره خپله خواږي او غمشریکي ښوولې وای چې تر زلزلې وروسته د غم پر ټغر ناست وو، که ستاسو په یاد وي نو ښاغلی بارک اوباما د خپل کمپاین په موده کې افغانستان، عراق او پاکستان ته سفرونه وکړل، خو افسوس چې دوی یوازې په کابل کې په لوکسو او عصری کورونو کې ژوند کوي، په نوی ماډل موټرو کې ګرځي، ښه او عالی خواړه خوري، شخه نکټایي یې وهلې وي، لوکسه دریشي یې په ځان وي او…. حتا د کابل له ګردونو او ډوړو نه هم ځانونه ساتي او دا چې په ملت څه تېرېږی ددوی بلا ورپسی، زه نه پوهېږم چې په کومو ژبو او سترګو او لاسونو دوی ملت ته لاس اوږدوی او زارۍ او منتونه کوي چې ما ته رایه راکړه چې  زه به تر ښاغلي حامد کرزي زیات ستاسو خدمت وکړم.