کور / z_buitenland_news -- 5 / د سريلانکا د کار وزير ووژل سو

د سريلانکا د کار وزير ووژل سو

 


د سريلانکا د کار وزير  چې د يوه بم په چاودنه کې وژل سوی دی ، په دې هيواد کې يې د تاوتريخ والي يو بل خونړی موج را پيل  کړی دی .


 


د هند د پي ټي آی خبري آژانس خبر ورکړ چې د سريلانکا د کار وزير   ډي.ام. داسانايكه پرون سه شنبه د يوه قوي بم  په چاودنه کې ددې هيواد پايتخت د کولمبو ښار ته نيژدي خپل ژوند د لاسه ورکړ . دغه  چاودنه چې په هغه کې ۱۱ تنه نور هم  ټپيان سوي دي هغه وخت پېښه سوه چې د کار  د وزيرموټر او څو نور موټران  د كلمبو- نيگومبو په لاره کې پر يوه ښخ سوي  بم ور وختل او هغه يې والوزاوه . ويل کيږي چې په ټپيانو کې ددو تنو حال خراپ دی .


 


په سريلانکا کې دغه شاني اخ وډوب هله زور واخيست چې ددې هيواد دولت پرېکړه وکړه  د مخالف « تاميلي پړانګانو» سره د اوربند لوزنامه  ماته کړي .


 


پرونۍ  حمله د هغه پېښي نه درې و رځي  بعد تر سره  کيږي چې دولتي ځواکو د هيواد په شمال لوېديځه «ماننار»  سيمه کې د يوه عمليات په ترڅ کې د تاميلي پړانګانو د جاسوسۍ د چارو رئيس وواژه.