غزل
رنځ مې عادي دی خاص درمان نه غواړي
خو درملنه طبيبان نه غواړي
چړې راکۍ راته روغبړ کې پر زړه
پرهر مې ځکه نور جانان نه غواړي
پر وينو رنګ کړمه ګلاب او مرسل
زړګی مې تور شو بس ګلان نه غواړي
خيال مې سرو وينو ځورولی دومره
چې پر سرکو شونډو پېزوان نه غواړي
اجمل پخپلو چړو خپلو مړ کړ!!
ځکه له چا قصاص تاوان نه غواړي
١٣٨٧- کوچنی اختر-ډنمارک