کور / شعر / یو افغان

یو افغان

 


 لر اوبر خو ورک وي ولې خپله ځان ته ور ک وایو


موږ چې لمسی ځا ن  ته  د بیټ  او د خټک وایو


موږه  یو وجود یو لر ا وبر په  مونږ کی  نه شته دی


 روح  او تن  مو یو دی ځکه  یو امو  آټک  وا یو


مونږ لکه  اوبه یو په ډانګو مو بیلتون  نه کیږ ی


مونږ  دژوند سندره  په غیرت توره  ټو پک وایو


څوک چی مونږ ته ورک وایی ورک کیږی به هغه دوښمن


مونږه  بنسټونه  دورورۍ  یووالي  کلک  وایو


څو ک  مو په پټارو دلر  بر  جلا  کوئ  نه  شي


هر تیري  ته  یو جواب دیو افغان  چټک  وایو


مونږ ته له په خوا نه هسی  ژوند را رسیدلئ دئ


تل  مو په ټا توبي یرغلګر ته په  کو تک  وایو


                               نور  نو انتظار دزمانې پا تی کیدئ نه شو


                                ځکه خدمتګاره اوس سبق دستر  هوتک وایو


                                                ناروې