کور / کیسه / فیروزه

فیروزه

ظاهرجان بیاهم په کرار نه واو خپل سرته یې چپلاخي کش کړي وي .
په ټول کلی باندي وچکالي راغلي وه د کلی ټول خلګ دوچکالي څخه خپل کورونه او مځکي پریښودي او ولاړه ، ظاهرجان هم محبوره سو چې خپل کور پریږدي او ولاړ سي ، ظاهرجان په کلي کې دڅو نفرو سره نا ست وچې دغم اوښکي یې پاکولي چې دشا دخوا څخه ږغ پر وسو ظاهر جان داوښکو ډکي سري سترګي دهغه نفر وخوا ته ور واړولي ، ظاهرجان مخکي له دي چې ږغ ورته وکړي هغه نفر په ډیره ورخطایې سره دغم زیری پروکړ دظاهرجان زبان ګویې وتړل سوه دکلی دخلکو په مرسته ظاهرجان خپل کورخوا ته رهی کی ، دظاهر جان دکور د دروازي سره دکلی کوچنیان ، خلک ، ټول یو ځای ولاړوه دظاهر جان دکورڅخه ژړا وي راوتلي ظاهرجان د اوښکو ډکي سترګي او چاودلي شونډي دخلکو او کوچنیانو په منځ کې تیرسو او کور ته ننوتی دښځو ژړاوي دظاهرجان په سر درد نور هم زیات سو ظاهرجان خپلی میرمنی ته وکتل دظاهرجان میرمن په سپین کفن کې پرته وه دظاهرجان زبان ګویې ټړلی وه هیڅ یې نسوای ویلای پرظاهرجان باندی دقیامت ورځ سوه .
دظاهرجان ومیرمنی ته دکلی دښځو غسل ورکول سو او خاورو ته وسپارل سوه  .
فیروزه دخپل پلار وسرته بی حوښه پرته وه ظاهرجان سري سترګي دخوني دروازی ته کتل .
دفیروزي دمور تر مرګ (۶) ورځي وروسته ظاهرجان دخپل کورکډه وتړل ترسو دخپل کلی څخه ووځی خپلی لوراو ځان لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیداکړي .
ظاهرجان خپل کورپریښودي اودخپلی لورسره دښارخواته یې مخه وکړه ،
کلی دښارڅخه (۲) میله لیرې وو ،د فیروزي شنه بوغره پرسر او مخ یې لوڅ کړی و شونډي یې چاودلي وي وږي او تږي دخپل پلارترشا روانه وه.
ظاهرجان او فیروزي ټوله ورځ مزل وکړ، ماذیګرچې ظاهرجان ، فیروزه ښارته ورسیدل ظاهرجان په دي فکر کې و چې شپه به چیرې تیره کړی ؟ ظاهرجان په ښار کې هیڅ دوست نه درلودی چې شپه ورسره تیره کړی .
ظاهرجان او فیروزه ډیره ستړي سوی وه ، فیروزي خپل پلار ته وویل
فیروزه : آغاجانه زه تږي یم
ظاهرجان : زویه راسه د دغه دوکان څنګ ته به کښینو او زه به د دغه دوکان څخه اوبه راواخلم .
فیروزه ددوکان وڅنګ ته کښینستل ، ظاهرجان دوکان ته ورغلی .
ظاهرجان د دوکان دروازه خلاصه کړه وی کتل په دوکان کې شین پرش هوار دی د دیوالو سره څلور داني سره بالښتان پراته دي پریوه بالښت باندی یوسپین کالی سړی ناست دی او تسبح اړوي ظاهرجان ددي سړی څخه داوبو غوښتنه وکړه سپین کالي سړی په ورین تندی وظاهرجان ته اوبه ورکړي .
ظاهرجان : فیروزي لوري اوبه وڅیښه
فیروزي د دیواله ته مخ واړوی بوغره یې له مخ څخه لږ څه لیرې کړه او اوبه یې وڅیښلي
ظاهرجان : زویه نوري اوبه درته راوړم ؟
فیروزه : بسته نوري نه څیښم
ظاهرجان داوبو ګیلاس دفیرزي څخه واخیستی
ظاهرجان : حاجی صاحب داګیلاس واخله ستایې کور ودان .
سپین کالی : حاجی صاحب یوه پوښتنه درڅخه وکړم خواخودي نه بدیږي ؟
ظاهرجان : یا خوامی نه بدیږي پوښتنه وکه ،
سپین کالی : دکوم ځای یې حاجی صاحب ؟
ظاهرجان : دیولیرې کلي یم اوس ښار ته راغلی یم چې خواري وکاږم کور می درپه دره سو ، (ظاهرجان په ژړا وای ) په کلی کې مو وچکالي راغله ، (۶) ورځي مخکي مي کوروالامړه سوه د ټول کلي خلګ مو بار سوه زه هم مجبوره سوم دخپلي لورسره ښار ته راغلم چې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړم چې لور اوزه یې وخورم او خلګ رحم راباندی وکړي چې یود مزدوري کار راکړي ترڅو دخپلي لور ژوند ورسم کړم .
سپین کالی : حاجی صاحب ته غم مه کوه دغه دوکان زما دشرکت دفتر دی ته زماسره په دی دفتر کې کاروکړه او زه دوي خوني سرای هم لرم په هغه سرای کې ته خپله ګوزاره کوه  ترسوتاته خدای پاک (ج) دځان سرای درکوي .
ظاهرجان : حاجی صاحب ستایې کور ودان خدای دی جنتونه درپه نصیب کی
سپین کالی : زه اوس ځم کورته تاسي به هم دځان سره بوځم .
دفيروزی خپله مور سترګو ته ودریدل فیروزي دځان سره وویل
فیروزه : کاشکي می مور ژوندۍ وای او په دغه کور کې موژوند کولای .
دفیروزي په سترګو کې اوښکي ودریدلي ، دمور په ارمان کې ولاړه وه چې پلار یې ورږغ کړه
ظاهرجان : فیروزي لوري راځه حاجی صاحب موږته کور راکی .
سپین کالی : اوس به ولاړسو زماپه موټر کې تاسوته به کوردروښیم .
ظاهرجان اوفیروزه دحاجی صاحب سره په موټر کې کښینستل او رهي سول دیو څه مزل وروسته سپین کالي موټر دیو ښایسته کور مخي ته یې ودروۍ
سپین کالی : حاجی صاحب دغه زما کور دی دغه څنګ ته چې یې دروازه ده دا سراچه ده په دي سراچه کې دوي خوني دي ستاسو بسیږي څنګ ته یی زما کوردی
سپین کالي دجیب څخه کیلۍ راوکښه او دروازه یې په خلاصه کړه سپین کالی کورته ورننوتی
سپین کالی : راسي حاجی صاحب څوک نسته
ظاهرجان اوفیروزه هم په کورورننوتل ، په کورکې دوي خوني وي دکوردیوالونه ټول سپین وه دخونو د دروازو رنګ اسماني و
سپین کالی : حاجی صاحب زمانوم انجینر محمدصادق میوند دی ما کوښښ کاوه چې اول لا نوم دروښیم خو موتصفآ چې په خبرواخته سو
ظاهرجان : انجینرصاحب زما نوم ظاهرجان دی او دپلار نوم می طاهر جا ن دی
م.ص.میوند : حاجی صاحب تاسي نن ماښام زما میلمانه یاست ،ظاهرجان او فیروزه دانجینر محمد صادق میوند دري ورځي میلمانه وه
دمیلمستیاڅخه دوي ورځي وروسته فیروزی پلار ته وویل
فیروزه : آغاجانه زه به دانجینر دکور لوښي ورمینځم او دکور صفایې به هم کوم
ظاهرجان : زویه تراوسه پرما داسي نیستي نه وه راغلی چې زه بل چاته مختاجه سم زویه ته صبروکه زه به ځان ته کار پیداکړم خدای (ج) مهربانه دی که ته دبل دکور کار کوی ستا ژوند به څنګه وي زه خدای (ج) ته هر وخت دعا کوم چې خدای پاکه ترهغه وخته پورې می مه وژنه چې دخپلي لور ژوند ورسم کم .
ظاهرجان او فیروزي خبري کولي چې دکور دروازه وټکیدله
ظاهرجان : دروازه ټکیږي زه به ورسم چې څوک دی ؟
ظاهرجان د دروازي خواته رهي سو
ظاهرجان : څوک یی ؟ …څوک یی؟
د دروازي له خواڅخه ږغ سو
م.ص.میوند : زه یم انجینرمیوند
ظاهرجان دروازه خلاصه کړه که ګوري چې دانجینرپه لاس کې پتنوس دی په پتنوس کې یوغاب پخي غوښي یو غوری وریجي او وچه ډوډۍ ده
م.ص.میوند : السلام علیکم حاجی صاحب څنګه یی؟
ظاهرجان : علیکم سلام انجینر صاحب ښه یم ته څنګه یی؟
م.ص.میوند : زه هم ښه یم ،حاجی صاحب دا ډوډۍ می درته راوړه خا داپتنوس واخله خپله ډوډۍ مووخورۍ
ظاهرجان : انجینر صاحب ستایی کورودان چې موږموپیاد و خیر وسی زه هم نن له خیره سره په یو کار پسی کیږم چې ځان ته یو کار پیدا کړم
م.ص.میوند : حاجی صاحب ته ډوډۍ وخوره چې ډوډۍ دی وخوړه زما کورته راسه زه به یوکار درکړم
ظاهرجان دم.ص.میوند په خبروډیر خوشحاله سو
ظاهرجان : سمه ده انجینرصاحب چې ډوډۍ می وخوړل کورته به درسم
م.ص.میوند : دخدای پامان
ظاهرجان : مخته دی ښه سه انجینرصاحب .
ظاهرجان دپتنوس سره کورته ننوتی او دروازه یی بنده کړه ، ظاهرجان دخپلي لورسره ډوډۍ وخوړل ، فیروزي پتنوس او لوښي پریولل ظاهرجان پتنوس او لوښي د م.ص.میوند کورته یی یوړل ظاهرجان دم.ص.میوند د کوردروازه وټکول
م.ص.میوند : څوک یی ؟
ظاهرجان : انجینرصاحب ظاهرجان یم .
م.ص.میوند دروازه خلاصه کړه او دکور څخه راووتی
ظاهرجان : سلام علیکم انجینر صاحب
م.ص.میوند : علیکم سلام ډوډۍ مو وخوړل ؟ شی خو مو نه دي کم سوی؟
ظاهرجان : یا انجینرصاحب کوردی ودان خدای دی جنتونه در په نصیب کړي ها پتنوس دادی
م.ص.میوند : راځه کورته حاجی صاحب په کور کې به مجلس سره وکړو
میوند کورته ننوتی ظاهرجان هم کورته ورسره ننوتي .
ظاهرجان دمیوند سره په ښایسته خونه کې کښینستی ، میوند شین بالښت راکش کړی او څنګ یې پرواچوی اوویې ویل
 م.ص.میوند: حاجی صاحب دلته په ښار کې شناخته لري چې کار ورسره وکړی ؟ یا ته یو ځای کاردرکړی؟
ظاهرجان : انجینر صاحب زه خو په ښار کې داسي څوک نه لرم چې زماسره مرسته وکړي یا یو کار راکړي ستایې کورودان چې د پنا ځای دي راکړي زه غواړم چې په ښار کې دیو مزدورۍ کار وځان ته پیداکړم
م.ص.میوند : حاجی صاحب که زماسره په دفتر کې کار کوي خو خدای دی راوله زه به هم ستاسره یو څه مرسته کوم ته زما سره په دفتر کې پیاده په حص کار کوه
ظاهرجان : سمه ده انجینر صاحب کوردی ودان چې تا زما سره ډیره نیکي وکړه
م.ص.میوند : حاجی صاحب سر دسبا څخه ته دفتر ته راځه
ظاهرجان ډیر خوشحاله چې کار هم انجینر صاحب ورکړی ظاهرجان دانجینر صاحب څخه دخدای پاماني واخیسته او دکور په پرخوا رهی سو.
ظاهرجان هره ورځ د انجینر محمد صادق میوند دفترته تلی او ډیر د م.ص.میوند څخه خوشحاله وو .
ظاهرجان دخپلي لور سره د م.ص.میوند په کوچني کور کې ژوند کاوه دانجینرم.ص.میوند میرمن په یوه روغتون کې ډاکټره وه دانجینرم.ص.میوند میرمن هر سهار روغتون ته تلله اوزوی چې نوم یې محمد داود میونددی په امریکا کې دی څوعمر وروسته دظاهرجان لور هم د م.ص.میوند په کورکې دمزدورۍ کار شروع کړ ظاهرجان هره ورځ د م.ص.میوند دفترته تلی او فیروزي د م.ص.میوند کور کار کاوه دوي میاشتي تیرې سوې د م.ص.میوند زوی محمد داود میوند دامریکا څخه راغلی د م.ص.میوند زوی محمد داود میوند چې فیروزه په سرای کې ولیدل نو یې ډیره خوښه سوه فیروزي د م.ص.میوند دزوی څخه مخ پټاوه فیروزه د محمد داود میوند څخه ډیره په تنګه سوه فیروزي  پلار ته خپل حال ووایه پلاریې ورته وویل چې پروانه لري مخ ورته لوڅ کړه  دورورپرځای دي دی فیروزي هم دخپل پلار خبره ومنل انجینر م.ص.میوند دخپل زوی په راتګ ډیرخوشحاله و دفیروزي پلار انجینرم.ص.میوند او دانجینرم.ص.میوند میرمن به هرسهارخپلو کاروته تلل او په کورکې به فیروزه او دانجینرم.ص.میوند زوی محمد داود میوند وو. محمد داود میوند به هره ورځ کوښښ کاوه چې دفیروزي سره خبري وکړي او څرنګه یې خپل ځان ته نږدي کړي فیروزي دخپل شرم او حیا څخه به پرمخ باندي پوړنی ځړولی و .
فیروزي یوه ورځ په اشپزخانه کې لوښی پریولل او لستوڼي پورته کړي وه چې دشا له خواڅخه محمد داود میوند راغلی نوپه دروازه کې ورته ودریدی دفیروزي ورته پام نه وو محمد داود میوند فکر ورته وړی و او دا فکر یې کاوه چې کله به دغه انجلۍ خپل ځان ته نږدي کړم او ویل به یې چې په کومه بهانه باندي خبري ورسره وکړم ؟
محمد داود میوند په دغه فکرو کې و چې دفیروزي ورته پام سو او ډیره وارخطاسو چې دوارخطا یی څخه یې دلاسه لوښی وولیدی او مات سو محمد داود میوند دستي وروځغستل او ورته ویویل
محمد داود میوند : څه دروسول خوږ خونه سوی؟
فیروزي دشرمه خبري نسوای کولای او لاسونه یې لړزیدل محمد داود میوند چې دفیروزي لاسوته وکتل چې ریږدي څه یې نه وویل او له اشپزخاني څخه ووتی ،فیروزي دافکروکی چې دغه انجینرزوی به خپل پلاراو مورته به وایې چې دې دغه غاب په کڅته مات کړی نوزه به انجینرصاحب ته څه جواب ورکړم ؟ فیروزي دخپله وخمه محمد داود میوند ته ورغله . محمد داود میوند په سرای کې ولاړو .
فیروزي ورته وویل
فیروزه : انجینرصاحب ته مه وایه چې دې غاب په کڅته مات کړی
محمد داود میوند چې دفیروزي ږغ واوریدی خوشحاله سو اوله ځان سره یې وویل چې راسه بله لاره نسته ورته وبه وایم چې زه خو خپل پلاراو مورته وایم چې دې غاب په کڅته مات کړی په دغه رنګه به یې خپل ځان ته نږدې کړم او خپل کاربه ځنې واخلم .
محمد داود میوند : زه خوورته وایم چې غاب دې په کڅته مات کړی
فیروزي چې دم.ص.میوند دزوی خبري واوریدي نوډیره خوابدي سوه او اشپزخاني ته ولاړه .
محمد داود میوند خپلي خوني ته ولاړی او له ځان سره یې فکر وکړی چې فیروزه به خوني ته راوغواړم آنشاالله کاربه سم سي  .
محمد داود میوند : فیروزي چې کار دي خلاص کی خوني ته چای راوړه
فیروزي چې دمحمد داود میوند ږغ واریدی نو فیروزي له ځان سره فکر وکړی چې دانجینر صاحب زوی ته به زارۍ وکړم چې خپل موراو پلار ته ونه وایې . فیروزي هم ژرژر خپل کارونه خلاص کړه او د محمد داود میوند خوني ته یې چای یوړي ، محمد داود میوند په خونه کې پرکوربچه باندي په یوه بغل پروت و او تلویزیون ته یې کتل فیروزي محمد داود میوند ته چایی کښیښودي فیروزي غوښتل چې دانجینرصاحب زوی ته څه ووایې خودستي محمد داود میوند خبري ورسره شروع کړي او ورته یې وویل
محمد داود میوند : فیروزي ته خوا مه بده وه زه چاته نه وایم چې دې لوښی مات کړی ستا بلا دی واخلي راسه چای وچیښه
فیروزه : چای نه چیښم زه دباندې کښینم
محمد داود میوند : دباندې مه کښینه دلته کښینه او زما سره چایی وچیښه او مجلس به سره وکړو .
فیروزي هم دافکر وکړچې کارونه مې خلاصوي دي نوچای به ورسره وچیښم ، فیروزه دمحمد داود میوند ته مخامخ کښینستل او محمد داود میوند فیروزي ته چای ورواچولي ، محمد داود میوند ډيرخوشحاله سو چې فیروزه ورسره کښینستل
محمد داود میوند : فیروزي ستا نوم زما نه و زده بیا مې خپلې مور څخه ستا نوم زده کی .
فیروزي شرمناکه سوه اومسکاسوه
محمد داود میوند: فیروزي زه یوڅو ورځي وروسته ځم امریکا ته تاته څه شی راوړم ؟
فیروزه : هیڅ شی مه راته راوړه
محمد داود میوند: یا یوشی به درته راوړم چې ستاډیر خوښ وی شرمیږی مه کوه راته ووایه څه شی درته راوړم ؟
فیروزه : زه هیڅ شی نه غواړم
محمد داود میوند: فیروزي جاني ختمآ زه به یوشی درته راوړم زما څخه مه شرمیږه زه هم ستا غوندي انسان یم ، داچې ته نه راته وایې نوزه به دامریکا څخه ښایسته کالي درته راوړم
فیروزي سر کښته وزړوی اوکراریې وخندل
محمد داود میوند پرخپل څنګ واچوی اوپه تلیفون اخته سو، فیروزي دتلویزیون ته کتل او پرمځکه یې دخپل لاس ګوتي ښورولي
محمد داود میوند : فیروزي یو شی درښکاره کړم چاته خوبه نه وایې ؟
فیروزه : یا چاته نه وایم څه شی دی ؟
محمد داود میوند تلیفون فیروزي ته ونیوی فیروزي هم د محمد داود میوند څخه تلیفون واخیستی فیروزي چې تلیفون ته وکتل دستي یې تلیفون محمد داود میوند ته ونیوی ، فیروزي پوړنی خولي ته ونیوی سریې کښته کړی اوویې خندل
محمد داود میوند دجیب څخه پیسي راوکښلي اوفیروزي ته یې ونیولي
محمد داود میوند : ها،فیروزي داپیسي واخله په کاریږی دي
فیروزي چې پیسوته وکتل او ویې ویل
فیروزه : زه پیسي نه غواړم بیامې پلارخوشکه کوي
محمد داود میوند : واخله نه یې کوي خوشکه پلار دی
فیروزي د محمد داود میوند څخه پیسي نه واخیستي او دخوني څخه ووتله .
فیروزي کوښښ کاوه چې د محمد داود میوند څخه ځان لیرې وساتي او محمد داود میوند بیاکوښښ کاوه چې فیروزه ځان ته نږدي کړي .
پنځلس ورځي وروسته محمد داود میوند دبازاره څخه فیروزي ته دخوراک شیان راوړل ، فیروزه چې په سرای کې دسرای په پاکولو اخته وه محمد داود میوند ورږغ کړه
محمد داود میوند : فیروزي راسه داشیان واخله
فیروزي چې شنه کالي اغوستي وه نو محمد داود میوند ته یې ډيرخوند ورکړی ،  فیروزي هم جارو ځای پرځای کښیښوی او د محمد داود میوند خوني ته ورغله
فیروزي چې د محمد داود میوند دخوني دروازه خلاصه کړه محمد داود میوند کمیس کښلی وکریمي پرتوګ اوسپینه انګیا یې اغوستي وه
فیروزه  : څه شی وایې ؟
 محمد داود میوند : راسه نن مې ستا لپاره فذا راوړی ده
فیروزه: فذا څه شې ده ؟ زه یې نه غواړم زه ځم سرای جاروکوم
محمد داود میوند : راسه پریږده سرای بیابه یې جاروکړي
فیروزي چې فذا ته وکتل او حیرانه سول چې دا بیا څنګه شیان دي ؟
محمد داود میوند دفذا څخه یوه ګوله فیروزي ته ونیول فیروزي لاس ورته راوغځاوه خو محمد داود میوند بیرته ګوله ځني راخیسته کړه او ویې ویل
محمد داود میوند : خوله وازه کړه زه به ګوله په خوله کې درکړم
فیروزي هم خوله وازه کړه او محمد داود میوند په خوله کې ګوله ورکړه
محمد داود میوند : ته اوس ماته ګوله په خوله کې راکه
فیروزه د محمد داود میوند په دغه چمو شرمید له ، په دغه ډول سره محمد داود میوند فیروزي ته ګوله ورکول او فیروزي محمد داود میوند ته ګوله ورکوله
دغه خوراک محمد داود میوند ته ډيرخوند ورکاوه ، فیروزي چې محمد داود میوند ته آخري ګوله ورکول محمد داود میوند دفیروزي په غاړه کې لاس ورواچوی په دغه ډول سره محمد داود میوند فیروزه په غیږکې ونیول، محمد داود میوند دعشق کښتۍ اوبواخیستي وه فیروزه هم په ځان نه پوهیدل …… محمد داود میوند ته دا ورځ ډيره په زړه پورې وه .
محمد داود میوند دامریکا پرخوارهی سو د محمد داود میوند دتګ څخه دوي نیمي میاشتي تیرې سوي
د محمد داود میوند پلارانجینرمحمدصادق میوند دفیروزي پلارته د محمد داود میوند دکوذدي وویل
م.ص.میوند : حاجی صاحب داستا لوربه زما زوی ته راکړي
ظاهرجان : انجینرصاحب زما لورستا تر زوی قربان ده ارمان چې ددې انجلی مورژوندۍ وای ، سمه ده انجینر صاحب زه به هم په دي اړه فکروکړم .
ظاهرجان چې ماښام کورته دکاره راغلی که ګورﺉ چې فیروزه بې حاله پرکوربچه پرته ده
ظاهرجان : فیروزي لورﺉ څه درسوي دي ؟
فیروزي هیڅ نسوای ولای بې حاله پرته اوسترګي یې سرې دي ، ظاهرجان دستي م.ص.میوند ته حال ورکړی انجینرم.ص.میونداو دهغه میرمن دستي دظاهرجان کورته راغلل دم.ص.میوند میرمني ته دفیروزي حال معلوم سو
ص.میرمن : فیروزه به اوس روغتون ته یوسو
ظاهرجان : خورې زما په لورڅه سوي دي ؟
ص.میرمن : حاجی صاحب لږمریضي یې ده داباید اوس روغتون ته یوسو اومعاینات یې وروکړو.
م.ص.میوند دکوره څخه موټرراویستی او فیروزه یې روغتون ته یوړه
دفیروزي معاینات چې وسوډاکټرمعاینات پاڼه انجینرم.ص.میوند ته ورکړه انجینرم.ص.میوند چې معاینات پاڼه کتل  فیروزه په اېډز اخته سوي وه ظاهرجان په دي نه پوهیدی چې  اېډز کومه ناروغي ده فیروزي دوي ورځي وروسته په روغتون کې ساه ورکړه ظاهرجان دخپلي لوردمرګ څخه وروسته عصاب خراب سول