کور / شعر / غزل

غزل

حالات ښه نه دي دلته نوره ګوزاره نه کيږي
پر سينه خوب کول په ښه سړه سينه نه کيږي



چې په کې نه شي تسلي د چا رنځور لپاره
بيا خو رښتيا چې داسې زړونو کې دمه نه کيږي


د عمر ژوند دى هسې نه چې په کې ستړي نه شو
مه کوه بيړه باندې روغه فيصله نه کيږي



چرته چې ژبه،فکر دواړه وي د بل په ولکه
په داسې کلو کې زمونږ د خلکو شپه نه کيږي



حالات شو داسې چې په شته شتو کې بي برخې شولو
فهيمه ځکه مو په خپل نصيب پرده نه کيږي