کور / راپور / د نايب ملا برادر اخند سره د نیوزویک مجلې ځانګړې مرکه

د نايب ملا برادر اخند سره د نیوزویک مجلې ځانګړې مرکه

داسلامی امارت له نایب محترم ملابرادراخندسره دنیوزویک مجلې ځانګړې مرکه

سميع يوسفزی

—————————-

پوښتنه : ګڼ شمير خلک ستاسو له نوم سره اشنا دي، که زموږ لوستونکو ته د خپل شاليد او زده کړو په اړه څه وواياست؟

ځواب :زه چي په ښه اوبدپوه شوئ یم له هغه وروسته مي ټول ژوند په دیني تعلیم اوجهاد کښي تېر شوئ چي تر اوسه مي نه تعلیم پای ته رسولئ اونه هم جهاد.

پوښتنه : اوس مهال روان حالت د طالبانو د غورځنګ لپاره څنګه ارزوئ؟

ځواب : په افغانستان کښي ديرغلګرو خارجي قواوواوددوى داجيرانو په وړاندي روان جهاد له يوې نه بلي ورځي ته دكاميابي اونووتكيتكونوپه لورپرمخ ځي ، مجاهدين دتيركال په نسبت سږ كال ډيري هغه توانمندي په لاس كښي لري چي تيركال يې په لاس كښي نلرل .

سږكال مهمه لاسته راوړنه داده چي هم مجاهدينو كارنده ګوزارونه ترسره كړي؛ يرغلګروقواووته يې درانه اوحيرانونكي تلفات اوزيانونه وراړولي اوهم مجاهدين دبريداوحملې له ساحې روغ رمټ وتلي او تلفات يې هم لله الحمد ډيركم اوپه هيڅ شماردي ، كه حقايق په غوّر ومنواوسترګي ترې پټي نكړونوداسي ورځ اوشپه نه تيريږي چي پكښي له لسو تنو زیاتو خارجي عسكروته تلفات اوزيانونه نه وي اوښتي اوهمدومره شوبلي اوفوځي وسايط يې نه وي ويجاړاوله منځه تللي .

همدارارزچي دمجاهدينو ښكاره برى په ګوتوكوي ، هغه په عام ولس كښي داسلامي امارت دمجاهدينومحبوبيت اونيږديوالى دئ چي دنوروكلونوپه نسبت دافغانانوغيږ مجاهدينوته ډيره پراخه اوله ميني ډكه ده ، ښكاري چي افغان ولس نورپه هيڅ بيه نه دئ چمتوچي دامريكايانواويادكابل كاواكه ادارې تش په نامه غورې ، شعارونه اودخواخوږۍ اوبيارغوني وچي خبري واوري ، ځكه چي داټولي په تيرو نيږدې اتوكلونو كښي افغانانو مشاهده او واوريده چي دروغ اوتيرايستنه وه ،او دا خبره لاښه واضح شوه چی بهرنیان زموږ هیواد ته داشغال اوخپلو ناولیو اهدافو دپلی کولو دپاره راغلی نه دولس دخیر دپاره نووضعيت په سلو كښي اتيافيصده د مجاهدينو په ګټه دئ ، د هيواد په لر او بركښي دجهاد روحيه ژوندى شوې او ان اوس د هيواد په شمال كښي هم ولس يا له مجاهدينوسره اوږه پراوږه همكاردى اوياعلاقه اوچمتوالى لري چې دهغوى په سيموكې دې په ډاډه زړه مجاهدين عمليات اوبريدونه ترسره كړي ، چې په كندوز، بغلان ، بدخشان ،بلخ اوفاریاب كښي وروستيۍ حملې يې ژوندۍ بيلګي او مثالونه دي .

پوښتنه : داسي ښکاري چي طالبان په جنوبي سيمو کښي فعال دي او اوس هڅه کوي چي د هېواد په شمال کښي هم فعاليت پېل کړي، ايا تاسو په شمالي ولايتونو کښي د فعاليت پېلولو نيت لرئ؟

ځواب : تاسې به خبرياست چې څه موده پخوا مونږ دنصرت په نامه دعملياتو د پيل لارښوونه وكړه ، چي دافغانستان د نورو سيمو سره په خوا كښي په شمال كشی هم پرېکنده بريدونه ترسره شول او دا ددې خبري ګواهي وركوي چي سږكال به په شمال كښي د مجاهدينو تحرك تر نورو کلو ګړندى او د پام وړ وي .

پوښتنه : د نصرت په نوم ستاسو نوي پېل شوي عمليات د تېر کال له عملياتو سره توپير لري؛ که په دې اړه راته وواياست؟

ځواب : بلې، دسږ كال عمليات به له نوو جهادي تكيتيكونو سره مل اوپ راخ به وي چې لړۍ به يې د هيواد ټولو برخو ته غځيدلې اوپ ه يوه هماهنګي به پر مخ بيول كيږي .

پوښتنه : د طالبانو نظر به د هغو ٢١٠٠٠ نويو امريکايي سرتېرو په اړه چي په افغانستان کښي مېشتو پخوانيو بهرنيو سرتېرو سره يو ځاى کېږي څه وي ؟

ځواب : مونږ داسې فكر كوو چي امريكايان په افغانستان كښي د عسكرو د شميري له كمبود او لږوالي سره نه دي مخ ، بلكي اوباما او يا د امريكا د نوي قيادت ښايي دايوتبليغاتي هڅه وي چي نړۍ ته وښيي چې دوى افغانستان ته متوجه او ځير دي او لا مات شوي نه دي ، اصلاً په افغانستان كښي امريكايان د روحيې او مورال له سقوط او تذبذب سره مخ دي، امريكايانو ته دافغانستان جنګ يواځي په اوږو بار كيدونكى دئ ، په همدې اساس امريكايان غواړي تر څو ناټو تشويق او د افغانستان له جګړې ساړه شوي غړي يې يو ځل بيا تاوده كړي تر څو نور فوځيان افغانستان ته وليږي او يا فوځي دلچسپي ډېره كړي پر مجاهدينو د نورو امريكايي عسكرو د ډېروالي خبري او ګامونه كوم بنيادي اغيز او اثر نلري بلکي مجاهدین کوښښ کوي چي امریکایانو ته ډېرتلفات ورواړوي او دا هلته ښه کیدائ شي چي امریکایان را ډیراو له خوندي مراکزو راووزي .

پوښتنه : ستاسو ستراتيژي څه ده؟ د امريکايانو او د هغوى د ملاتړو په وړاندي د مخامخ جګړې په پرتله نور کوم تاکتيکونه ګټور دي، غلچکي بريدونه، د سړک غاړي ماينونه، مخامخ جګړه او که په ښارګوټو او ښارونو باندي بريدونه؟

ځواب : لكه تاسي چي ياد كړل دا او دې ته ورته نورتكيتيكونه اومهارتونه ټول به انشالله تعالى كاروو او صرفه به نكوو .

پوښتنه : ايا ستاسو ستراتېژي دا ده چي امريکايان يوازي بوخت وساتئ، ددې پر ځاى چي د جګړې په ډګر کښي هغوى ته ماتي ورکړئ؟ تاسو د څومره وخت لپاره د جګړې کولو تيارى لرئ؟

ځواب : زمونږ تنها دا موخه نده چې امريكايان بوخت وساتو، بلكې زمونږ عزم دا دئ چي دلوى خداى (ج) په نصرت امريكايي يرغلګري قواوي او هغوى چي د امريكايانو تر قوماندې لاندي افغانستان ته راغلي او زمونږ د هيواد د اولس ملي خپلواكى يې غصب كړې؛ له هيواده وباسو او كلك تاريخي درس وركړو او دغه هدف ته چي تر هغو نه يو رسيدلي زمونږ جهاد او مبارزه به د يرغلګرو په وړاندي روانه وي دافغانستان تیر تاریخ هم ددې خبري شاهدي ورکوي چي تر څو یې وطن نه وي ازاد کړئ که هرڅومره اوږده مبارزه وي دوی یې کوي او ځیني ستړي کیږي نه؛ په جګړه کښي ډیره کاریدونکې وسله باروت، مینونه او ریموډونه دي چي د وسایطو او ودانیو د تخریب او هم په فدایي بریدونو کښي کارځیني اخستل کیږي دا وسله اوس مجاهدین په خپله جوړوي حتی په هر ولایت او ولسوالۍ کښي ددې کار مسلکیان لرو د نورو وسلو خو هسي هم په افغانستان کښي کمی نسته له دښمن نه هم هره ورځ نوي وسلې ولجه کیږي او ورځ په ورځ زموږ نظامي، لوژیستکي، تخنیکي، افرادي او اقتصادي قوت وده کوي زخایر مو د کمېدو پر ځای زیاتیږي لهذا چي تر څو مو دښمن له خپلي خاوري نه وي شړلئ تر هغه وخته به جهاد کوو او د جهاد امکانات اوتیاری لرو .

پوښتنه : د طالبانو د غورځنګ مشرتوب د چا په غاړه دئ؟

ځواب : د محترم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد .

پوښتنه : ايا دا مشر توب ستاسو او که د ملا محمد عمر په غاړه دئ؟

ځواب : بلې عمومي مشرتوب د محترم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په غاړه دئ او موږ د هغه له هدایت سره سم إجراءات تر سره کوو .

پوښتنه : اوسمهال له ملا محمد عمر سره ستاسو اړيکي څنګه دي؟ ايا تاسو له هغه سره په همېشني تماس کښي ياست؟

ځواب : د حالاتو له وجي هميشنۍ او دوامداره ارتباط محتاطانه دئ، تماس مو ور سره شته اوپ ه مهمو موضوعاتو كښي ترې لارښووني تر لاسه كوو .

پوښتنه : د ملا محمد عمر د روغتيا په اړه که راته ووياست؟ او ايا هغه په روان جهاد کښي فعاله ونډه لري؟

ځواب : لله الحمد هغه روغ او بشپړ صحت لري او په روان جهاد كښي يواځې ونډه نه بلكي مشرتوب يې كوي .

پوښتنه : د طالبانو شورا چي تاسو يې مشرتوب په غاړه لرئ، څنګه پرېکړي کوي؟

ځواب : د روان جهاد د ګړنديتوب، د مجاهدينو د ليكو د لاښه تنظيم، رغنده سیاسي، اقتصادی او اجتماعی پلانونو د جوړولو او د اړونده ستونزو او مشكلاتو درفع او د هيواد اولس د خير او سوكالۍ د لارو او چارو د برابرلو او نورو زېربطه مسايلو په باب تصاميم نيسي اوپ ريكړي صادروي .

پوښتنه : امريکايان او کرزى وايي چي ستاسو شورا د کوټي په خواوشا کښي فعاليت کوي ايا دا رښتيا ده؟

ځواب : دا د امريكايانو او كرزي ادارې سوليدلي تبليغات دي چي وخت په وخت يې په لاراچوي ترڅو د افغانانو ذهنونه مختل او په بله خوا يې واړوي، زمونږ د شورا او مسئولينو دكار دايره او ساحه افغانستان كښي ده او همدلته په فعاليت لګيا ده موږ په افغانستان کښي خورا پراخي او محفوظي سیمي په لاس کښي لرو نو له هیواد نه دباندي تکلیفي اوسیدلو ته به څه اړتیاوي .

پوښتنه : امريکا وايي چي په کوټه او د بلوچستان په سرحد باندي به د بې پيلوټه الوتکو په مرسته طالبان په نښه کړي، ايا دا تاسو اندېښمن کوي؟

ځواب : د امريكايانو چي چيري وس ورسيږي صرفه نكوي اونه يې كړې ، دا چي مونږ په دغو سيمو كښي نه يو نو ځكه يې تراوسه حملې په دغو برخو ندي كړي، مونږ له دغو حملو نه كومه خاصه انديښنه ځکه نلرو چي هلته حضور نلرو .

پوښتنه : ايا د طالبانو غړي په پټه د کرزي له حکومت سره په خبرو بوخت دي، په داسي حال کښي چي په دې اړه ګڼ راپورونه ورکول کېږي؟

ځواب : د افغانستان اسلامي امارت يو غړۍ هم چي د مشرتابه له لوري دنده ورسپارل شوې وي، نه مذاكرات كړي او نه هم بوخت دي ، دا هسې د امريكایانو او كابل ادارې وخت په وخت جوړ شوي او يا جوړيدونكي درواغ اوتبليغات دي چي هڅي كوي ترڅو په دغو اوهامو د ناخبرو خلکو ذهنونه بوخت وساتي دا ډول خبري اکثره هغه حلقې هم راپورته کوي چي دهمدۍ کار لپاره امریکایانو دنده اوپیسۍ ورته سپارلي وي هغوي د اخستل شویو پیسو د هضمولو او د نورو زیاتو امتیازاتو د تر لاسه کولو دپاره د ناخبره او ناپوهو امریکایانو دغولولو د پاره دا ډول تبلغات کوي نور په حقیقت کښي هیڅ هم نسته .

پوښتنه : ايا تاسو د خبرو پلوي ياست؟

ځواب : مهمه داده چي په څه باندي خبري کیږي او څه نتائج ترې په لاس راځي؛ بې هدفه او مجهول الموضوع مذاکرات ښائي هسي د وخت ضیاع او ولس ته تشویش پیداکول وي له امریکایانو سره زمونږ بنیادي مشکل دادئ چي دوی زمونږ په خپلواک هیواد یرغل کړئ زمونږ د مسلمان ملت ټول حقه حقوق یې ترېنه اخیستي زمونږ د بېدرېغه شهیدانو او اولسي قربانیو په بیه ګټل شوي ارمانونه او ارزښتونه یې رانه سلب کړي او لا تر اوسه په خپل اشغالګردریځ ولاړدي او د اشغال دپای ته رسیدو کومه اشاره یې نده کړې او مذاکرات ددې دپاره کوي چي مجاهدین ورته تسلیم شي نو لِهذا په دا ډول مذاکراتو کښي موږ داسلام او وطن هیڅ کومه ګټه نه وینو .

پوښتنه : که تاسو د خبرو پلوي ياست نو شرطونه به مو څه وي؟

ځواب : بنيادي شرط له افغانستان نه دټ ولو خارجي قواوو پرته له كوم قيدنه وتل دي .

پوښتنه : ايا په دې اړه جوړجاړي ته تيار ياست؟

ځواب : دخارجي قواوو له وتلو پرته، په بل څه كښي د جوړجاړي امكان نه ليدل كيږي .

پوښتنه : که چېري له القاعده نه بېلېدل د سولې په راوستو کښي اغېزمن وي نو ايا تاسو تيار ياست چي له القاعده سره خپلي اړيکي وشلوئ؟

ځواب : موږ له نړیوالو او افغانانو سره په هر ډول چلند کښي مستقل او ټولي پریکړي مو داسلامي او ملي ګټو په اساس دي د نړۍ له حکومتونو، سازمانونو او ولسونو سره د متقابل احترام او که ورسره په کومه برخه کښي ژمني کوو هغو ته متعهد او ژمن یو لِهذا په دې برخه کښي باید څوک تشویش او بهانه ونه کړي .

پوښتنه : که چېري له القاعده سره اړيکي لرئ نو دا څه ډول اړيکي دي؟

ځواب : دا د راز خبره ده .

پوښتنه ايا د پاکستان استخباراتي سازمان اى ايس اى له تاسو يا طالبانو سره په تماس کښي دئ؟ ايا هغوى تاسو ته کومه مشوره يا مرسته درکوي ؟

ځواب : دا هسي زمونږ د دښمنانو يوه تبليغاتي حربه ده چي له تيرو څو كلونو راهيسي يې كاروي؛ چي طالبان ګواكي له دغي شبكې سره پټي اړيكي لري، كه چيري دغه رنګه اړيكي وائ، نو بيا خو امريكايان پراخ وسايل او په ټوله سیمه کښي موجوديت لري، بايد چي كومه ورځ خو يې په مستنده توګه د پردې تر شا دغه اړيكي راڅرګندي كړې وائ او نړۍ ته يې ورښوولې وائ، اصلا دا زهرجن تبليغات دي، هيڅ رنګه حقايق تر شا نلري اصلا زموږ دښمنان نه غواړي چي زموږ پر قوت او مقاومت باندي اعتراف وکړي نو ځکه مو بریاوي او فعالیتونه نورو ته منسوبوي .

پوښتنه : د هغو راپورونو په اړه څه واياست چې اى ايس اى تاسو ته مشورې درکوي چي په اوس وخت کښي د سولي په خبرو کښي برخه مه اخلئ؟

ځواب : دافغانستان اسلامي امارت خپلواك او د اسلامي شريعت د اوامرو په رڼا كښي تصاميم لري، د خپلي تګلاري او پريكړو د پر مخ بېولو په برخه كښي له هيڅ كوم هيواد او بهرنۍ شبكې نه هدايت او مشورې نه ترلاسه كوو، دا یوه سولیدلې غیرمعقوله او مکرره پروپاګنډه ده چي اوس چنداني څوک غوږنه پرې ګروي .

پوښتنه : ايا تاسو پاکستان يو نژدې ملګرى او که دښمن ګڼئ؟

ځواب :موږ له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو؛ پاكستان هم زمونږ ګاونډی اسلامي هيواد دئ، د ګاونډيتوب د اصولو او اړتياوو په اساس بايد ور سره ښه برخورد او مثبت چلند ولرو .

پوښتنه ايا تاسو فکر کوئ چي يوه ورځ به پاکستان تاسو د هغه هيواد د خاوري له استعمالولو منع کړي؟

ځواب : مونږ ته خو يې اوس هم له خپلي خاوري د استعمال اجازه نده راكړې .

پوښتنه ؛ ګن شمېر طالب قوماندانان په کوټه او پېښور کښي ترور شول، ايا تاسو په دې اړه اندېښمن ياست او ستاسو په فکر ايا دا عمل د پاکستان او که امريکا لخوا تر سره کېږي ؟

ځواب :په پاکستان کښي د طالبانو له جملې څخه که څوک وي هغه به هغه کسان وي چي یا خو دلته په داخل دافغانستان کېښي اوس په وسلوال جهاد کښي برخه نلري او یا هم غواړي چي د افغانستان له موجوده جریاناتو څخه ځانونه په څنګ کښي وساتي دا چي له کوم لوري به تاوان ورته رسیدلئ وي زه معلومات نلرم .