کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د بادغیس په تړون، راروانو انتخاباتو او همداراز د هیواد پر روانې امنیتي وضعې تبصرې کړي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دغه مسایل په لاندنې مطلب کې رانغاړلي دي.


هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې طالبانو د یوې نوې کړنلارې په خپلولو سره ویلي دي، چې پس له دې به له ځان وژونکو حملو څخه کم کار اخستلې کیږي.


د ورځپاڼې په وینا دغه نوې کړنلاره، چې پکې ویل شوي، چې طالبان باید د خلکو زړونه هم وګټي د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو یو نوې تکتیک واوسي.


په ورځپاڼه کې د انتخاباتو لپاره د روانو تیاریو په اړه هم یو مطلب خپور شوې، چې پکې د امنیت مسئله څیړل شوی ده.


ورځپاڼې په بادغیس ولایت کې د دولت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې دا اوربند طالبانو ته یوې موقع ورکول دي.


انیس:


دې دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په بادغیس کې د دولت او طالبانو ترمنځ شوې اوربند یوه نوې تجربه بللې، چې د ورخپاڼې په وینا که چیرې بریالۍ شي نو له طالبانو سره د تفاهم یو نوی باب به پرانیږي.


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې په نوې ستراتیژۍ تبصره کړې او لیکليدي، چې د نړیوالو مرستو تنظیم ته هم باید زیاته پاملرنه وشي.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي ديو چې په بادغیس کې د دولت او طالبانو ترمنځ شوې اوربند باید د افغانستان په نورو سیمو کې هم تجربه شي څو په هیواد کې د انتخاباتو لپاره پراخه زیمنه برابره شي.


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د امریکا د ځانګړي استازي او د برتانوي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي، چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکولې شي.


دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو په وړاندې ځینو ستونزو ته اشاره کړې او په عینې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د یو چارواکي په حواله لیکلي دي، چې د خلکو یو کوچنې اقلیت هڅه کوي، چې د انتخاباتو په اړه د خلکو ذهنیت بدل کړي.


ورځپاڼې په دوام کې د علیم صدیق په حواله لیکلي دي، چې خلک باید دداسې کسانو مخه ونیسي.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د ایران پوله ساتونکي ځواکونو د ټولو نړیوالو اصولو په خلاف د قاچاق وړونکو د تعقیب په پلمه د افغانستان خاورې ته راننوځي او ډزې کوي.


ورځپاڼې د نیمروز ولایت د اوسیدونکو په حواله وړاندې لیکلي دي، چې د ایراني پوله ساتونکو ځواکونو د ډزو له امله ملکي خلکو ته زیان اوړي.


ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د ماشومانو د قاچاق مسئله څیړلې او پدې ترڅ کې د خلکو اندیښنې راخستي دي.


ورځپاڼې لیکلي دي، چې اوس هم په ځینو سیمو کې د ماشومانو قاچاق دوام لري او باید مخه يې ونیولې شي.


اصلاح او هیواد:


دې هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد هم پخپله سرمقاله کې په بالامرغاب کې شوې تړون څیړلې او لیکلي دي، چې دغه تړون ښۍ، چې خلک د راروانو انتخاباتو او د بیارغونې په برخه لیک ټاکونکې ارزښت پوهیږي.


خو اصلاح بیا په نیمرزو کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو په ځان وژنې تبصره کړې او لیکلي دي، چې په هیواد کې د نشې ناورین مخ په زیاتیدو دې.


اراده:


دې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې شوې تړون راخستې او هغه يې لومړنې اوربند او لومړنې نوښت بللې دې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د سولې په خبرو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا خبرې باید د یوې واحدې ستراتیژۍ له لارې پر مخ پوتلاې شي څو نتیجه ورکړي.


او ورځپاڼې په یو مطلب کې په هیواد کې روانه امنیتي وضع څیړلې او دا پوښتنه يې کړې، چې امنیت به بالاخیره څه وخت ټینګیږي.