کور / تازه خبرونه / لغمان: د ډاکټر عبدالله پر پلويانو بريد شوی

لغمان: د ډاکټر عبدالله پر پلويانو بريد شوی

نن سهار د لغمان د اليشنګ او دولت شاه ولسواليو لپاره د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله  د کمپاين پر مسوول نا څرګندو وسله والوبريد کړی چې دهغه يو تن ساتونکی يې وژلی او نوموړی په خپله ټپي شوی .  د لغمان دوالي وياند سيد احمد صافي وويل، چې ديادو شويو ولسواليو لپاره د ډاکټر عبدالله دکمپاين مسوول ډګروال  اسماعيل نن دولت شاه ته د کمپاين په موخه روان و، چې په لاره کې دی او ملګري يې  د ناڅرګندو وسله والو تر بريد لاندې راغلل. دبريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې.پټه دې پاتې نه وي  چې تېره ورځ د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم  د ډاکټر عبدالله په ملاتړ پر يوې جوړې شوې غونډې وسله والو  طالبانو بريد کړى و او  ٢ تنه يې ټپيان کړي وو .