کور / تازه خبرونه / کونړ: يو شمېر وزيرانو د چارتراشو له سوداګرو سره وليدل

کونړ: يو شمېر وزيرانو د چارتراشو له سوداګرو سره وليدل

يو شمېر لوړ پوړي دولتي  چارواکي د هېواد ختيځ ولايت کونړ ته نن  په يو رسمي سفر راغلي ول او دغلته يې له ځايي دولتي چارواکيو، قومي مشرانو، ديني عالمانواو  د چارتراشوله  سوداګرو سره  ليده کاته وکړل. د کونړ د والي وياند ادريس غروال  وويل چې په دغه پلاوي  کې د ماليي وزير ډاکټر عمر زاخېلوال، د کرنې وزير محمد اصف رحيمي، د سوداګرۍ او صنايعو وزير وحيدالله شهراني، د سيميزو ارګانونو او پوهنې وزارت مرستيالان، د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر مصطفی ظاهر او د ګمرکونو عمومي ريس شامل وو. د نوموړي په خبره د دغو لوړ پوړو چارواکو د راتګ موخه دا وه چې په کونړ کې  پرتو چارتراشو ته په هېواد کې دننه د خرڅلاو بازار پيدا کړي او د سوداګرو ستونزو ته د حل لار ولټوي. غروال زياته کړه چې دغو چارواکو په کونړ کې له قومي مشرانو او د چارتراشو له سوداګرو  ژمنه واخيسته چې نور به دغلته خلک د ځنګلونو له وهلو لاس اخلي.


دغروال په وينا  تر دې وړاندې د کونړ سوداګرو او قومي مشرانو په وار وار له ځايي او مرکزي چارواکو غوښتنه کړې وه چې دوی په  پرتو چارتراشو خپله پانګه بنده کړې او اجازه دې ورکړل شي چې خپل چارتراش وپلوري. ولسمشر کرزي د يو ځانګړي فرمان له مخې  په کونړ کې پر دغو چارتراشو دلېږد او خرڅلاو بنديز لګولی و. د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په هغو سميو کې چې دولت واکمن دی د ځنګلونو وهل بند دي ، خو  هغو سيمو ته چې دولت لاسرسی نه لري اوس هم پکې په خلاص مټ ځنګونه وهل کېږي. کونړ ته په راغلو چارواکو کې دووتنو يې د کرنې وزير اود پوهنې مرستيال  د خپلو وزارتونو لخوا دوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته هم وسپارلې. په دې وروستيو کې ختيزو ولايتونو ته د وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو د راتګ لړۍ تونده شوې چې يو شمېر خلک د دوی راتګ ته د کمپاين کولو په سترګه ګوري.