کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / فرهنګيان د دربار په چوپړ کې

فرهنګيان د دربار په چوپړ کې

تر دې مهاله داسي فکر کېده چې ګواکي فرهنګيان د ټولنې تر ټولو حساس او بادرکه پوړ دی، ياني په ټولنه کې د ډېرو کوچنيو ناخوالو په وړاندي هم ډېر حساس او ډېر ژر غبرګون ښيي. دا نظريه هم واکمنه وه چې فرهنګيان د هيڅ ډول مادي امتياز په وړاندي له خپل سپېڅلي هوډ څخه نه اوړي خو د ١٣٨٨ لمريز کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره دغه دواړي نظريې ناسمې وختې او د مادي امتياز په مقابل کې په لسګونو هغه فرهنګيان چې پخوا به تر اسمان لاندي ټيټ تلل او داسي به يې ښودل چې ګواکي له اسمان سره يې سر لګېږي، د کرزي صاحب ملي او پښتني ضد دربار ته سرونه ټيټ کړل .
ددې لپاره چې دغه فرهنګيان ښه و پېژنو نو پر هر ګروپ په لنډ ډول رڼا اچوو:
١- د هيوادمل ګروپ :
د کرزي صاحب فرهنګي مشاور زلمی هيوادمل نه يوازي داچې ولسمشر ته يې د ملي فرهنګ د ودې لپاره هيڅ کله ښه مشوره نه ده ورکړې، بلکې ډېر فرهنګيان بې لارې کړي دي. پر ده ملي ضد ليکوال او شاعران زښته ګران دی، د بېلګي په ډول زرياب ته د پښتني نسب شجره ورجوړوي او هغه مومند معرفي کوي. دغه ډول د هغه لپاره په ملي ضد تلوېزيون طلوع کې کار پيدا کوي، ان دا چې يو وخت خو يې لا دا هڅه هم کوله چې د زرياب لپاره د ليکوالو ټولنه جوړه کړي او هغه ته د کمونستانو د دورې د ليکوالو د انجمن خوبونه ور په ياد کړي. دا خو لا هلته پرېږده چې د ملي سرود د جوړولو د کميسيون مشر يې ټاکلی و. هيوادمل لکه کرزی پر ناپښتنو ډېر مهربانه دی، ځکه نو د پښتنو ونډه تحصيلي بورسونه اکثره ناپښتنو ته ورکوي. يوه ليکوال راته وويل چې زه چين ته تللی وم، هلته مې د چين په پوهنتون کې د پښتو ادبياتو ډيپارټمنټ وليدچې په ډېر بدحال کې و. محصلينو راته وويل چې زموږ سترګې يوازي د افغانستان پر لور کږې دي، هيله ده چې تاسي زموږ سره د کتابونو په برخه کې مرسته وکړئ، خو کله چې ما له هيوادمل سره دا خبره شريکه کړه نو هغه راته وويل چې موږ په دې شرط مرسته ورسره کوو چې دوی د دري ژبې ډيپارټمنټ هم جوړ کړي.
هيوادمل له ډېره وخت ارام نه دی ناست او هڅه کوي چې دغه خدمتګاري يې پنځه کاله نوره هم وغځېږي، ځکه يې نو کرزي صاحب ته دا ډاډ ورکړی چې فرهنګيان به خامخا دده خواته راماتوي.

٢- په جرمني کې د کلتوري ودې ټولنه :
په جرمني کې د کلتوري ودې ټولنه چې يو وخت يې د پښتو ژبې او پښتنو د خدمت په لار کې ځانونه تر هر چا مخکي بلل، اوس يې ځينې غړي د هيواد مل په لاس بې لارې شول . په دغو فرهنګيانو کې د زرين انځور، خوشال رحماني، غريب او بهرام نومونه يادولای شو چې د کرزي په کمپاين کې تر ټولو ډېرې منډې وهي.  کله چې د بن تړون منځ ته راغی نو هغه مهال دغو کسانو ډېر توند غبرګون وښود او داسي يې ښودله چې دوی ځکه ددې نظام مخالفت کوي چې دا يو ملي او پښتني ضد ترکيب دی خو موږ ته اوس معلومه شوه چې دوی هغه وخت ځکه مخالفت وکړ چې دوی ته په دې ترکيب کې چا ونډه ور نه کړه، کنه نو د کرزي اوسنی ائتلاف خو تر پخوا ډېر ناولی او ملي ضد عناصر پکي راغونډ شوي دي.
په دغو څلورو تنو کې ځينې يې اوس هم له دربار سره رسمي وظيفې لري او ځينو ته يې د کمپاين لپاره يو يو موټر هم ورکول شوی دی. يوه ورځ مې له يوه بل پاخه او چالباز درباري اسمعيل يون څخه واورېدل چې انځور يو کال مخکي هيوادمل له جرمني څخه راغوښتی او په دې تمه يې کېنولی چې وزارت او يا معينت ورکړي.

٣- د يون ګروپ :  
يون د لومړي ځل لپاره ځان د دوهمې سقاوۍ په ليکلو سره د ليکوالو په ليکو کې مطرح کړ. هغه مهال ټولو ليکوالو داسي فکر وکړ چې دداسي يوه باغي فطرت او قوي عزم خاوند به هيڅکله له سقاويانو سره يو ځای نه شي، کله چې به ده خبرې کولې نو نورو ځوانانو ته به يې هم دا روحيه ورکوله. يو وخت عبدالهادي هادي چې په خوشال خان ليسه کې دده همصنفي و راته وويل چې يون په ظاهره يو او په باطن کې بل څوک دی. ده په ښکاره د پرچميانو ډېر ضد دی خو ده پر مجاور احمد زيار چې يو مشهور پرچمی دی ددې لپاره مستقل اثر وليکه چې په پوهنتون کې هغه په کدر کې ونيسي.
هادي دا هم راته وويل چې يوه ورځ يې په خوشال خان ليسه کې ممتازو شاګردانو ته ميډالونه ورکړل چې يون ته يې ميډال ور نه کړ، يون قسم وخوړ او ويې ويل چې که مي سبا ته ميډال را نه ووړ نو ماته يون مه واياست، هغه و چې سبا يې د مشهوره پرچمي فريد مصدق په مرسته ميډال واخيست.
هغه مهال زما زړه ته دغه خبرې نه لوېدې، ځکه چې دی زما څه چې د ټولو پښتنو په زړونو کې د اتل حيثيت درلود خو اوس چې يې د فهيم، خليلي، دوستم او محقق له اتڼ سره يو ځای وينم نو هغه خبرې مې پوره و زړه ته لوېږي. ده د اساسي قانون په لويه جرګه کې د شمالي اتحاد د يوه وفادار غړي حاجي قدير پر لاس د عزيزالله واصفي په مقابل کې قاسميار ته کمپاين کاوه چې په نتيجه کې يې قاسميار د جرګې مشر وټاکل شو.
يون د خپلې تېرې ژبې او چالبازۍ په مرسته ډېر فرهنګيان دربار ته ورمات کړي دي لکه ډاکټر خپلواک، ملالۍ شينوارې، صفيه صديقي او داسي نور. يون نن په هر مشهوره ولايت کې لږ تر لږه يوه نمره ځمکه لري، د تلوېزيون لپاره يې په کابل کې له دولت څخه دوه جريبه ځمکه واخيستل، خو د تلوېزيون درک يې نشته، ددې لپاره چې څوک بيرته ځمکه ځنې وانه خلي نو ژر يې مسجد پکي جوړ کړ، زه له ټولوفرهنګيانو څخه دا پوښتنه کوم چې ايا يو چا تر اوسه پوري يون په کوم مسجد کې پر لمانځه ليدلی دی؟
يون پر دې سربيره په کابل، ننګرهار  او لغمان کې درې کورونه لري او په هر مجلس کې په جار جار وايي چې څوک په دې نظام کې هم د کور څښتن نه شي نو سر يې د پرېکولو دی. څو ورځې دمخه يې په کابل سريناهوټل کې د کتابونو مخکتنه وه، زه وايم چې که دا مخکتنه د کرزي د کمپاين په پيسو نه وي نو ده دا دومره پيسې له کومه کړې؟ دی څو مخه لري، له يوې خوا يې د حاجي قدير د زوی پر لاس له شمالي اتحاد سره کلکه انډيوالي ده، دی د حاجي قدير د زوی حاجي ظاهر د خوشالولو لپاره د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي پر ضد هم خلک پاروي. له بل پلوه يې د ولسمشر کرزي د وروڼو حکمت کرزي، احمدولي کرزي، د استخباراتو د يوه لوړرتبه مامور ډاکټر عبدالله لغماني او د سيمه ييزو ارګانونو د مشر جيلاني پوپل پر لاس ځان د کرزي تر چپنه لاندې کړی دی. يون  اوس هغه پخوانی يون نه دی چې يوازي به يې پر قلم باور درلود، بلکې په دې يوه لوېشت ونه يې له ټوپکسالارانو سره په انډيوالۍ کې سوټه مارۍ ته هم لاس اچولی دی. ددې خبرې ښه بېلګه يې څه موده مخکي د ملي امنيت په وسيله د هوډمن صاحب په نوم د يوه ځوان ليکوال بندي کول و، هوډمن يې يوازي په دې تور بندي کړ چې په يوه مقاله کې يې پر ده انتقاد کړی و.

٤- د عبدالکريم خرم ګروپ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خرم هم د درباري فرهنګيانو يوه ډلګۍ لري چې اکثره يې د حزب اسلامي پخواني غړي دي. ددې ډلګۍ مشر زبير شفيقي دی چې په خټه ماته خوړلی اخوانی او د دربار په چوپړ کې د ويسا په نوم يو اخبار چلوي. دا اخبار که څه هم په ښکاره د خپلواکۍ دعوه کوي خو په پيسې يې خرم ورکوي او محتوا خو يې موږ ټول پوهېږو چې درباري اعلانونه او کرزي ته کمپاين يې عمده موضوعګاني دي. ددې ګروپ نور غړي د وردګو والي حليم فدايي، ګل اغا احمدي وردګ، رحيم الله سمندر، احسان الله ارينزی او دباختر اژانس نوی رئيس ضياء بوميا يې مشهور غړي دي. د يادونې وړ ده چې بوميا تازه د درباري کاسو په څټلو پيل کړی . ځکه يې نو خوله وازه کړې او چې څه يې خولې ته ورځي په ډېر غير مسئولانه ډول يې تر خوله راباسي.
٥- د محمود کرزي ګروپ :
د حامد کرزي ورور حکمت کرزی هم د برېښنا فکري مرکز په نوم يوه ټولنه لري. ددې ټولنې له خوا د باختر او انتخاب په نومونو دوه اخبارونه هم چاپېږي چې محتوا يې تر ډېره حده ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله ته بد رد ويل دي. په دې ګروپ کې عبدالهادي هادي، هارون حکيمي، مفتي فرزان، صديق الله خليق او داسي نور شامل دي چې مفتي فرزان يې ډېر فعاله او تر خوله تېرې خبرې کوي . مفتي فرزان چې له اخلاقي پلوه کمزوری شخصيت دی له CIJ او کليد راډيو څخه د بداخلاقۍ په تور لري شوی دی. دی د انتخاب اخبار مسئول دی چې په اخبار کې يې هم د بداخلاقۍ رنګ له ورايه ښکاري. څو ورځې د مخه يې په نوموړي اخبار کې په جهاني صاحب پسي يوه ډېره سپکه او بې شرمانه ليکنه کړې وه. دی تل په غوړه ډوډۍ پسي ځي. زه باور لرم چې که چېري کرزی انتخابات بايلوي او يا مفتي ته د کرزي کومه مخالفه ډله تر دې ډېره ډوډۍ ورکړي نو بيا به دی هغه ډول ته تر دې ډېر ښه اتڼ وکړي.
کله چې سړی له دغو ټولو ښاغلو څخه وپوښتي چې ولي يې د حامد کرزي ملاتړ کړی نو اکثره يې يوازي دا يوه خبره کوي چې کرزی خامخا انتخابات ګټي. که دا فرضيه ومنو چې کرزی خامخا انتخابات ګټي نو کرزی خو دا اوس هم پر ګټلي څوکۍ ناست دی، ايا اوسنی حالت د زغم وړ او د افغانانو په ګټه دی؟ ايا هره ورځ بې ګناه افغانان به ړندو بمباريو کې نه وژل کېږي؟ ايا اداري فساد اوج ته نه دی رسېدلی؟ که يو څوک له کرزي پرته د بل هر چا ملاتړ کوي نو زه يې درناوی کوم، ځکه چې د هر څوک د خپلې انګېرنې او اټکل له مخي قضاوت کوي، که يو سړی سلام راکټي ته هم رايه ورکوي نو داسي فکر کوي چې اوسنی حالت سم نه دی او بدلون ته اړتيا ده چې ددې بدلون لپاره ددې سړي په اند سلام راکټي يو مناسب شخص دی. خو که يو څوک کرزي ته رايه ورکوي نو دا مانا لري چې اوسنی وضعيت ډېر ښه دی، که سړی د کرزي نويو ائتلافونو ته وګوري نو دا اټکل ډېر ښه کولای شي چې کرزی به افغانستان نور هم د بدمرغۍ کندي ته ورټېله کړي. ښاغلی يون بيا د کرزي په اداره کې د ځان د شتمن کېدو خبره نه کوي، بلکې وايي چې ماته اوس هم ملي ګټې تر هرڅه لومړيتوب لري، دی ادعا کوي چې پرتله د بدتر او بدترين ده چې هدف يې کرزی او ډاکټر عبدالله دی. زه وايم چې بد او بدتر څه مانا لري؟ ولي د ښه او بد تر منځ پرتله و نه کړو، که موږ افغانان په تېره بيا پښتانه له کرزي او ډاکټر عبدالله پرته د يوه بل مناسب کانديد ملاتړ وکړو نو هم به بد او هم به بدتر مات شي خو بيا هم که موږ په سلو کې سل په دې باور يو چې کرزی انتخابات ګټي زموږ وجدان او ملي احساس مو څنګه دا مني چې اوسنی حالت ومنو؟ منل خو څه چې په دې هم ښه پوهېږو چې د فهيم خان، خليلي، دوستم او محقق په واکمنۍ کې به د افغانانو په تېره بيا د پښتنو ژوند نور هم تريخ او له کړاوونو ډک شي.