کور / تازه خبرونه / کندهار، کورنټ کېپن، هڅه مو د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دي

کندهار، کورنټ کېپن، هڅه مو د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دي

  دافغانستان د دټاکنودخپلواک کميسيون دشکاياتودبرخې کمېشنر(کورنټ کيپن )په کندهارکې ديوې خبري غونډې پرمهال خبريالانوته وويل چې په ټولنه کې دعامه پوهاوي دکچې ټيټ والى ددې لامل ګرځېدلى   چې يوشمېرکسان غواړي دناسمومعلوماتوپربنسټ له کميسيون سره  ديوه نوماندپه وړاندې شکايت ثبت کړي .


ده زياته کړل هغه څوک چې غواړي دشکايتونوله کميسيون سره ديوه نوماندپه اړه شکايت ثبت کړي نوبايدچې ديوه جرم په اړه کره شواهدپه لاس کې ولري چې چاکړى ،کله يې کړى اوچيري يې کړى .


دغه رازنوموړي وويل چې دامنيتي ستونزوپه اړه هم ورسره يوشمېراستازوخپلې اندېښنې شريکي .


دهيواددټولټاکنودخپلواک کميسيون دشکايتونودکمېټې کمېشنرکورنټ کېپن په سويل کې دبشردحقونودخپلواک کميسيون په تالارکې دخبري غونډې پرمهال زياته کړل چې کندهارته يې پدې موخه سفرکړى چې له خپلوهمکارانو،دمدني ټولنوله استازو اودغه رازدولسمشرېزو اوولايتي شوراګانولپاره دنوماندو له استازوسره وويني اودرڼوټاکنودترسره کېدوپه اړه ورسره خبري کړي .


ده زياته کړل چې خپل ولايتي سفرونه له کندهارڅخه پيل کړي اوغواړي چې ټولوولايتونوته سفرونه وکړي .