کور / تازه خبرونه / دشهيدسردارمحمدداودخان ښوونځى کندهارکې پرانيستل شو

دشهيدسردارمحمدداودخان ښوونځى کندهارکې پرانيستل شو

 كندهار ښار په عينو مېنه كې د سردار محمدداود خان په نامه يو ښوونځى  پرانيستل شو.
كندهار والي توريالي ويسا د دغه ښوونځي تر پرانيستنې وروسته خبريالانو ته وويل چې دغه ښوونځى د تېرو نهو مياشتو په اوږدو كې د يو لك او پنځوس زره امريكايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه وويل ، دغه ښوونځى اته درسي او څلور اداري خونې لري چې په دوو وختونو كې به تر شپږ سوه تنو زيات نارينه او ښځينه زدكوونكي زدكړه كوي.
ښاغلي ويسا د ياد شوي ښوونځي د كار كيفيت كمزورۍ وباله او د كندهار د پوهنې رياست پر چارواكو يې ږغ وكړ چې په راتلونكې كې د دا ډول ستونزو د تكرار مخه ونيسي.
د كندهار د پوهنې سرپرست رئيس نجيب الله احمدي ,وايې چې د دغه ښوونځي جوړېدل د هغه پروګرام دوام دى چې له مخې به يې په کندهارکې د ښوونځيو د كموالي ستونزه هواره شي.