کور / تازه خبرونه / دېره اسماعيل خان : ريموټ کنټرول بم ۵ ټپيان او يو ووژئ

دېره اسماعيل خان : ريموټ کنټرول بم ۵ ټپيان او يو ووژئ

د جيونيوز د يو تازه خبر له مخي د دېره اسماعيل خان د کچري نومي سيمي د موټرانو په يو پارکنګ کښي د يو ريموټ کنټرول بم چاودني يو تن وژلئ او پنځه تنه نور يې ژوبل کړي دي چي د يوه تن حالت يې نازک ښودل سوئ دي .

پوليس وايي چي نوموړی ريموټ کنټرول بم هغه وخت وچاودېدئ کله چي د مدافع وکيل مستان خان موټر پارکنګ ته د راننوتلو په حال کښي وو؛په چاودنه کښي د مستان خان يو تن ساتونکی اسد عباس وژل سوئ او ۵ نور ملګري يې چي پخپله مستان خان، دده منشي او موټر چلوونکی يې هم پکښي شامل دي؛ ژوبل سوي دي، چاودني د پارکنګ نورو موټرانو ته يې  هم زيان اړولئ دئ .

د پيښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو پوليسو شاوخوا علاقه کلابنده کړې ده .