کور / تازه خبرونه / فيليپاين : يو دوه سرَه کوچنی وزېږېدئ

فيليپاين : يو دوه سرَه کوچنی وزېږېدئ

د فيليپاين د مرکز مانيلا په يوه روغتون کښي يو ماشوم چي دوه سرونه لري زېږېدلئ دئ .

نوموړې ماشوم چي نجلۍده تر زېږېدلو وروسته سمدستي عاجلي شعبې ته انتقال کړل سوې څو د ژوندۍ پاته کېدلو چانس يې زيات سي خو ډاکتران لا پدې اړه مطمئينه نه دي چي ايا نوموړې به ژوندۍ پاته سي که يا ؟

ډاکټران فکر کوي چي نوموړی دوه سره لرونکي ماشوم تر زېږېدلو نه مخکي د ودي او نموپه اوله مرحله دوه غبرګوليان وه؛ ددې پر ځای چي همداسي غبرګ او په جلا ډول وده او نمو وکړي؛ د مور په رحم کښي يې غبرګ وجودونه يو بل ته د ډېر نژدې والي له امله په يوه وجود بدل سوي چي سرونه يې لا اوس همهغسي غبرګ پاته دي .

د نوموړي نجلۍ مور او پلار خوشاله دي او خدای ته دوعا کوي چي ماشوم يې ژوندی پاته سي، نوم يې آرکياګا پرې ايښئ دئ .