کور / تازه خبرونه / كندهار:دوه تنه پوليس ونيول سول

كندهار:دوه تنه پوليس ونيول سول

دوه تنه هغه پوليس چي دكندهارولايت دژړۍولسوالۍپه مربوطاتوكي يې له موټر چلوونكوڅخه په زورپيسې اخيستې دامنيه قومندانۍدپوليسوله پلوه باالفعل ونيول سول.هرات ولايت ته تلونكيو يو شميرموټرچلوونكو نن سهاردپوليسوله خوادځوروني ستونزي په كندهاركي له( افغان آزادي راډيو ) سره شريكي كړې .



دافغان ازادي راډيومسؤلينو د موټر چلوونكو دغه ستونزه په كندهاركي دزون قومندانۍ داړوندو مسؤلينو ترغوږونو پوري بيله ځنډه ورورسول،په پايله كي يادسوي دوه تنه پوليس دامنيه قومندان په لارښوونه دپوليسو لاس ته ورغلل.امنيه قومندان مل پاسوال سيداغا(ثاقب ) په دې اړه وويل : (( موږ دژړۍ ولسوالۍ له امنيه قومندانۍڅخه هم ژمنه واخيسته،ترڅوبياڅوك په دې سيمه كي له دغسي مشكل سره مخامخ نه سي .))



(ثاقب)له افغان ازادي راډيوڅخه له منني سره سم له نوروهيوادوالوڅخه هم هيله وكړه چي ((هركله كه له دغسي ستونزي سره مخ كيږي نوبايدامنيه قومنداني په جريان كي واچوي ترڅو ددغسي قانون ماتوونكومخنيوى په سمه توګه وسي .



يوتن موټرچلوونكي غلام محي الدين له راډيو او له امنيه قومنداني څخه خوښي وښوده اوويې ويل چي : (( په رښتياهم افغان ازاده راډيو د خلګو راډيو ده او د خلګو په غم كي ده .))