کور / تازه خبرونه / كندهار:( ۶۶ )تنه پوليسي زده كړوته چمتوسول

كندهار:( ۶۶ )تنه پوليسي زده كړوته چمتوسول

په كندهاركي ددولسموټولګيوشپږشپېته تنه فارغينوپه لومړى ځل پوليسي اكاډمۍته دګډون په موخه نومونه وليكل.


هغه غونډه چي له همدې امله دكندهارولايت په مقام كي جوړه سوې وه،په پيل كي كندهاروالي اسدالله (خالد) له ټولوزده كوونكوڅخه مننه وكړه چي دخپل هيواددساتني په لاركي خپل نومونه ليكي اودراتلونكي لپاره به په دې كي ددوىخپله ګټه وي،كندهاروالي همدارنګه له دوى سره په دې لاركي دځانګړي مرستي يادونه هم  وكړه اوزياته يې كړه چي(( زه به په دې اړه په كابل كي له اړونده مسؤلينو سره هم ږغيږم ترڅوستاسوسره ځآنګړي مرستي وكړي.))


دنوم ليكني په لړكي دووتنوځوانانولراوبرته وويل : (( موږډيرخوښ يوچي دخپل هيواددستاتني په لاركي كابل ته دلوړوزده كړولپاره روان يواوپه دې لاركي به له هيڅ ډول قربانيوڅخ ډډه ونه كړو.))ديادوني وړده چي دالومړى ځل دى چي په كندهاركي دونده ډيرځوانان پريوه وخت دپوليسواكاډمۍلپاره چمتووالى ښيي.