کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې ډیري مطالب بیا هم د افغانستان او سیمې روانې امنیتي وضعې، راروانو انتخاباتو او له طالبانو سره د سولې د خبرو مسئلې ته ځانګړې شویدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې د طالبانو د مالي منابعو په اړه په یو مطلب کې د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې د طالبانو د بودېجې زیاته برخه له افغانستان څخه بهر برابریږي.


ورځپاڼې په دوام کې د ریچارډ هالبروک په حواله لیکلي دي، چې طالبان له خلیجي هیوادونو څخه د مرستو په ترلاسه کولو سره د نشه يې توکو د قاچاق په برتله زیات عواید لري.


په ورځپاڼه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو مسئله هم راخستل شوې او پدې ترڅ کې په کابل کې د برتانیې د سفیر مارک سیډویل په حواله لیکل شوي، چې طالبان ټول د یو فکر خلک ندي او داسې خلک پکې شته، چې کیداې شي په افغان سیاست کې ورګډ کړاې شي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په بګرام او ګوانتانامو په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند ته په اشارې دا دواړه زندانونه يې د امریکا لپاره د تندي داغونه بللي دي.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغان او تاجک مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړې او لیکلي دي، چې ښاغلي کرزي او امام علي رحمانوف د سیمه ایزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نیټې نږدې کیدو ته په اشارې له خلکو غوښتي دي، چې ځانونه دغه ستر ازمون ته چمتو کړي او په پراخه کچه په انتخاباتو کې برخه واخلي.


ورځپاڼې خپل بل مطلب هم راروانو انتخاباتو ته ځانګړې کړې او په هغې کې يې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو کې د خلکو رول څیړلې دې.


اراده:


دې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د برتانیې د سفیر وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې جنګ د افغانستان ټولې ستونزې نشي هوارولې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې هڅو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وینا تر ډیره ناکامه دي لیکلي دي که چیرې دا هڅې بریالۍ نشي نو ممکن افغانستان یو ځلې بیا د بدمرغیو په ډګر بدل شي.


ورځپاڼې په عینې حال کې په یو جلا څیړنیز مطلب کې بیا دا لیکلي دي، چې لویدیځ د افغانستان له جګړې څخه ستړې شوې دې.


هشت صبح :


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون په حواله لیکلي دي، چې د عدالت پرته سوله نشي ټینګیدلې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه د یوې نظر پوښتنې پایلې راخستې او لیکلي دي، چې د برتانیې اکثره خلک پدې باور دي، چې د افغانستان جنګ نشي ګټل کیدلې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو روان بهیر څیړلې او د هغو په وړاندې شتو امنیتي ګواښونو ته په اشارې لیکلي دي، چې تراوسه پورې نهه ولسوالۍ د دولت په کنټرول کې ندي او یو شمیر نورې ولسوالۍ هم له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.


انیس پخپله سرمقاله کې پخپله سرمقاله کې د جنګي مجرمینو د محاکمې په اړه د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې ددوی محاکمه د سولې په فضا کې ترسره کیږي.


خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په فعالیتونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دوی امنیتي ستونزې نه کموي بلکه زیاتوي يې.


افغانستان ټایمز:


دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې تاجکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي، چې ښاغلي کرزي ددغه سفر په ترڅ کې د افغان سفارت د بنسټ ډبره هم کیښودله.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو لاخوا په ځان وژونکو حملو کې د ماشومانو د کارولو مسئله راخستې او لیکلي دي، چې دغو ماشومانو ته په پاکستاني مدرسو کې روزنه ورکولې کیږي.


ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د یو ځوان راې ورکوونکي خیالات انځور کړي او پکې دا ښودل شوې، چې ځوانان هغه چا ته راې ورکوي، چې ددوی ستونزې هوارې کړي.