کور / تازه خبرونه / ترکيه : يو تن د سګرېټ څکولو قرباني سو

ترکيه : يو تن د سګرېټ څکولو قرباني سو

د اناتولي ترکي اژانس د خبر له مخي د ترکيې د مانيسا ولايت په يوه هوټل کښي د سګرېټ څکولو پر سر لانجه کښي يو تن ټپي او بل وژل سوئ دئ .

پېښه هغه وخت رامنځته سول کله چي د هوټل منېجر يو سګرېټ څکوونکی د سګرېټ څکولو څخه منع کاوه چي نوموړي پر منېجر باندي ډزي وکړې او وتښتېدئ ، په ‌ډزو کښي د منېجر يو ۴۶ کلن ملګری ووژل سو او پخپله منېجر ټپي سو .

په دې وروستيو کښي ترکي حکومت هم د يو شمېر نور و هيوادونو په څېرد ترکيې په ټولو عامه ځايونو لکه ښوونځي، روغتون، رستورانت، د بسونو تمځای او داسي نورو کښي د سالم ژوندانه د بقا په مقصد د سګرېټ څکول ممنوع اعلان کړل .

د ډاکترانو په وينا د سګرېټ دود يا لوګي چي زياتره وخت د سږو، خولې او يا هم ستوني د سرطان سبب ګرځي؛ د څکوونکي پر ځای و ور نژدې کس ته ډېر ناوړه او مضر تماميدلائ سي په خاص ډول د اوسېدلو په ګډه خونه او يا هم د سپرليو سره په موټر کښي .