کور / طنز / د وزيرانو غونډه/ طنز

د وزيرانو غونډه/ طنز

د وزيرانو دا غونډه د پراختيايي بودجې د تصويب لپاره رابلل سوې وه چي ځينو وزيرانو يو ساعت مخکي لا ځان ورته رارسولی و. ولسمشر ورغوي سره ومښل، د غونډي برخه وال يې ښه تر نظر تېر کړل او ويې ويل : څوک خو به غير حاضر نه وي؟ د کورنيو چارو وزير ولاړ سو، لاسونه يې پرنامه ونيول او ويې ويل : صاحب ټول وزيران حاضر دي، پيسې هم عجيبه شی دي، زه خو خپله سهار په خړه لا راغلی يم، ما ويل داسي نه وي چي غونډه راڅخه تېره نه سي. له دې خبري سره سم د غونډي ټولو برخه والو وخندل.
ولسمشر په خندا وويل : رښتيا هم پيسې ښه شی دي، رحمان بابا ددنيا په باب وايي :
( ښه ده ښه ده دا دنيا _ چي توښه ده د عقبا
که يې تويه پر صحرا کړې – ښايسته کاندي صحرا).
تاسي وګورئ موږ پر شېرپور غوندي سپېره ځای دنيا توی کړه، تاسي يې وګورئ،تاسي خو ټول هلته کورونه لری، اوس شېرپور څونه ښايسته ځای دی، ښه په هر صورت اوس خپله غونډه پيل کوو. اول به د دفاع وزارت پر وړانديزونو خبري وکړو. د دفاع وزير سترګي سره ومښلې، مخ ته پرته دوسيه يې راپورته کړه او ويې ويل : موږ غواړو د ملي اردو په جوکاټ کي پنځه زره عسکر زيات کړو چي مالي لګښت مو يې پنځه سوه مليونه افغانۍ اټکل کړی دی. ده لا د موضوع جزيات نه وه ويلي چي د کورنيو چارو وزير يې خبره ونيوله او ويې ويل :
رئيس صاحب زما په فکر نورو عسکرو ته هيڅ اړتيا نسته، که خبره د داخلي امنيت وي نو هغه خو زموږ پوليس او امنيتي کمپنۍ ساتلای سي او که ددوی دا مطلب وي چي په ملي اردو د طالبانو او القاده وو مخه ونيسي نو دا کار امکان نه لري. ددې نويو عسکرو تاوان دا دی چي د امنيتي کمپنيو اړتيا تر پوښتني لاندي راولي. اوسمهال په افغانستان کي په لسګونو امنيتي کمپنۍ په کار لګيا دي چي که دا کمپنۍ وتړل سي، نو ډېر خلک به بې کاره سي. مثلاً اول زه درې امنيتي کمپنۍ لرم، دغسي نور وزيران درواخله چي له دې لاري ډېر وزيران ، وبخښئ خوله مي خطاوته، ډېر خلک ډوډۍ پيدا کوي.
ولسمشر د تائيد په ډول سر وښواروه او ويې ويل : رښتيا هم چي زموږ د خلکو کار او روزګار ډېر ضروري دی او تر ټولو مهمه دا ده چي ماته د خپلو وزيرانو روزګار ډېر مهم دی، په تېره بيا د کورنيو چارو وزير خو ډېر راباندي ګران دی، ځکه چي پلار يې ډېر ښه سړی و. خير دا موضوع دي پر همدې ځای پاته وي اوس به د مهاجرينو د وزير خبري واورو. د مهاجرينو وزير چي لا يې خبرو ته پوره چمتووالی نه درلود، وارخطا غوندي د دوسيې پاڼي سره واړولې او ويې ويل : موږ غواړو په راتلونکي کال کي د شلو زرو کورنيو د راستنېدو پروګرام جوړ کړو چي ددې کار لپاره پنځه سوه مليونه افغانيو ته ضرورت لرو. ده لا خپله خبره نه وه پوره کړې چي د کليو پراختيا وزير يې په خوله کي ور ولوېد او ويې ويل : وزير صاحب که شل زره کورنۍ په يوه کال کي افغانستان ته راستانه سي نو موږ ته به ګرانه وي چي ددوی لپاره د اوسېدو ځايونه برابر کړو. ولسمشر وويل چي ښه سمه ده د مهاجرينو خبره به بيا ګورو. بيا يې د کورنيو چارو وزير ته مخ ور واړاوه او ويې ويل : ښه ځوانه وايه تا خو هم ښه ډېر کاغذونه مخ ته ايښي دي.
د کورنيو چارو خپلي پنډي عينکي پر سترګو کړې او ويې ويل : رئيس صاحب تاسي ته خو معلومه ده چي د لويو لارو امنيت ډېر خراب دی، نو موږ غواړو چي په نوي کال کي د لويو لارو د ساتلو لپاره درې زره نوي پولس استخدام او وروزو چي لګښت يې پنځوس مليونه افغانۍ کېږي. ددې خبري سره سم د ټرانسپورټ د وزير رنګ سور سو او ويې ويل : رئيس صاحب تاسي ته خو ډېره ښه معلومه ده چي له کومي ورځي راهيسي د لويو لارو امنيت خراب سوی نو ډېری خلک په طيارو کي سفرونه کوي، چي له دې لاري زموږ عوايد لس برابره لوړ سوي دي، نو که د لويو لارو امنيت وساتل سي ښکاره خبره ده چي زموږ په داخلي هوايي پروازونو کي کموالی راځي او ډېر تاوان کوو . اوس ټول شتمن خلک په طيارو کي سفرونه کوي او غريب خلک که په موټرو کي هم سفر وکړي څوک څه نه ورته وايي. ولسمشر وخندل او ويې ويل: ياره وزير صاحب دا خودي ډېره ښه خبره وکړه، زما خو دې خبري ته هيڅ پام نه و، موږ بايد دولتي عوايد نور هم لوړ کړو چي ملي اقتصاد مو پياوړی سي.
ورپسې د سرحداتو وزير غاړي تازه کړې او ويې ويل : موږ غواړو خپلي سل سرحدي تهاڼې چي د تېرو جګړو پر مهال له منځه تللي وې، بيرته فعاله کړو چي ددې کار لپاره څلور سوه مليونه افغانيو ته اړتيا لرو. له نشه يي توکو سره د مبارزې وويل : رئيس صاحب که چېري د افغانستان ټولي سرحدي تهاڼې فعاله سي نو د تارياکو د قاچاقو مخه نيول کېږي او په نتيجه کي يې تارياک ارزانه کېږي، کله چي تارياک ارزانه سول خلک يې نه کري، د تارياکو کښت چي بند سو ښکاره خبره ده چي زموږ وزارت ته هيڅ اړتيا نسته. زه فکر کوم چي د يوه فعاله او ډېر ضروري وزارت لغوه کېدل يوه لويه ضايعه ده. افغانستان چي تر اوسه بې سرحدي تهاڼو خدای ساتلی و، تر دې وروسته به يې هم خدای وساتي.
ولسمشر وخندل، د نشه يي توکو د مبارزې د وزير پر اوږه يې لاس کښېښود او ويې ويل : بې غمه اوسه زوروره، ما خو مخکي لا وويل چي ماته د خپلو وزيرانو روزګار ډېر مهم دی. که ما دا وزارت لغوه کولای نو پخوا به مي لا لغوه کړی وای، ځکه چي ددې وزارت له جوړېدو سره د ترياکو کښت څو برابره ډېر سوی دی، خو زه دا کار نه کوم.
تر دې وروسته د لوړو زده کړو وزير وويل : موږ په پام کي لرو چي سږکال په بېلابيلو ولايتونو کي درې نوي پوهنتونونه جوړ کړو. د کار او ټولنيزو چارو وزير يې خبره ونيول او ويې ويل : زه فکر کوم چي دوی په لوی لاس موږ ته جنجال جوړوي، موږ بايد دومره محصلين جذب کړو چي تر فراغت وروسته کارونه ورکړو. که دا درې نوي پوهنتونونه جوړ سي ښکاره خبره ده چي هر کال به د فارغانو په شمېر کي ډېروالی راځي. زه چي خپلو امکاناتو ته ګورم نو نورو فارغانو ته کارونه نه سو ورکولای.
ولسمشر وخندل او ويې ويل : رښتيا هم چي دا کار به وزير صاحب ته جنجالونه جوړ کړي، اوس که خلک بېکاره دي او يا په داسي کارونو اخته دي چي لږ اجوره لري، دومره غټه ستونزه نه ده، ځکه چي باسواده خلک چندان نه دي بېکاره، خو که يو باسواده سړی خټګر او يا بېکاره وي نو ټول خلک به نارې وهي چي وګوره باسواده سړی بې کار ه دی او يا خټي کوي. اوس دي دا پروژه هم پاته وي، بيا به يې سره ګورو. ښه اوس به وګورو چي د کانو او سپکو صنايعو وزير صاحب څه وړانديزونه لري؟
د کانو او سپکو صنايعو وزير وويل : موږ د راتلونکي کال لپاره دوې پروژې لرو. يو د جواهرو او بل د زمردو د يوه کان را ايستل دي چي لګښت مو يې درې مليارډه افغانۍ اټکل کړی دی. دوهمه پروژه مو د ښځو لپاره په کورونو کي د لاسي صنايعو د زده کړي کورسونه دي چي پر دې پروژه پنځه سوه مليونه افغانۍ لګښت راځي.
د دفاع وزير وويل چي دا پروژه دي موږ ته راکړل سي، موږ يې ډېره ښه عملي کولای شو، ځکه چي موږ په دې اړه ډېره تجربه لرو. زموږ ځيني جنرالان چي پخوا جهادي قوماندانان ول د جواهرو او زمرودو څو کانونه را ايستلي دي، ان دا چي په دې هم ښه پوهېږي چي چيري يې خرڅ کړي. د ښځو د چارو وزيري پوړنی پر سر ټينګ کړ او ويې ويل : وزير صاحب زه په لومړۍ پروژه کي څه نه وايم ،خو دوهمه پروژه مو زموږ فعاليتونه له خنډ سره مخامخ کوي، موږ غواړو چي ښځي له کورونو څخه راووزي او له کوره د باندي په دفترونو او نورو برخو کي کار وکړي خو تاسي يې په کورونو کي مصروفه ساتئ.
د کانو او سپکو صنايعو وزير چي خوله خبرو ته جوړوله نو ولسمشر مداخله وکړه او ويې ويل : زه چي ګورم نو دا موضوع يو څه جنجالي ده، ښه به دا وي چي پرې يې ږدو، اوس به وګورو چي د نشه يې توکو سره د مبارزې وزير صاحب څه وايي. وزير صاحب ژر ژر د دوسيې پاڼې سره واړولې او ويې ويل : موږ غواړو چي د تارياکو د کښت پر ضد يو تبليغاتي کمپاين وکړو چي ددې کار لپاره پنځوس مليونه افغانيو ته ضرورت لرو. د ارشاد، حج او اوقافو وزير وويل چي دا ښه پروژه ده خو که د کوکنارو په کښت کي ناببره کمښت راسي نو د حاجيانو شمېر به هم ورسره کم سي، ځکه چي ډېر خلک د تارياکو په پيسو حج ته ځي. د ښځو چارو وزيري وويل چي دا کار يو بل تاوان هم لري، هغه دا چي ډېر خلک د تارياکو په پيسو ودونه کوي، نو که د تارياکو کښت کم سي، ودونه کول به هم ورسره کم سي او ډېرې نجوني به بې واده پاته سي. ولسمشر وويل په خندا وويل : فکر کوم چي ستاسي دواړو اندېښنې پر ځای دي، بس دا پروژه دي هم د اوس لپاره پاته وي. ورپسې د کرهڼي وزير دولسمشر خواته وکتل او ويې ويل : موږ غواړو چي د ځينو مضرو حشراتو پر ضد يو پراخ وچلوو، لکه د انارو مچ، ملخ او داسي نور مضر حشرات چي لګښت يې پنځه سوه مليونه افغانۍ دی. د دفاع وزير وويل چي زما د معلوماتو له مخي دغه مضر حشرات اکثره له پاکستان څخه راغلي دي. زه افغانستان ته ددغو مضره حشراتو راتګ تصادفي نه بولم، بلکي داسي فکر کوم چي دا به د پاکستان حکومت رالېږلي وي چي له دې لاري زموږ زراعت له پښو وغورځوي. هر هغه مضر موجود چي د پاکستان له خوا افغانستان ته رالېږل کېږي د القاعده او طالب حکم لري . تاسي ته خو معلومه ده چي د القاعده وو او طالبانو سره مبارزه د دفاع ورارت کار دی، نو که دا پروژه موږ ته راکړل سي موږ يې په ډېر بريالتوب سره مخ ته بېولای سو. ولسمشر تندی په ورغوي وواهه او ويې ويل : اوف ورک يې کړئ! ما خو څو واره درته ويلي چي دلته نور د القاعده او طالب نوم مه اخلئ، نور دا بحث بيخي پرېږدئ، دا پروژه دي هم اوس پاته وي، راسئ چي د عامي روغتيا وزارت پر وړانديزونو خبري کړو.
د عامي روغتيا وزير په فاتحانه انداز سره غاړه اوږده کړه او ويې ويل : زموږ د څېړني له مخي د خلکو ډېري ناروغۍ، د ککړ چاپېريال له امله دي. ددې ستونزي د حل لاره دا ده چي بايد د روغتيا په برخه کي د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه سي، نوموږ غواړو د عامه پوهاوي لپاره په يوه پراخ کمپاين لاس پوري کړو چي لګښت به يې يو مليارډ افغانۍ وي. له دې خبري سره ټولو وزيرانو نارې کړې او په يوه خوله يې وويل چي وزير صاحب ته خو موږ ټول په بلا اخته کوې. لومړی د ټرانسپورټ وزير وويل : که د خلکو د روغتيايي پوهي سطحه لوړه سي نو پر موږ به د انتقادونو باران جوړ سي، ټول به وايي چي چاپېريال د موټرو د دود له امله ککړ سوی دی .
د کرهڼي وزير وويل چي خلک به وايي چي د ځنګلونو بيا رغوني ته پام نه دی سوی. د ښار جوړولو وزير وويل چي خلک به وايي چي د څښلو پاکي اوبه نشته او ښار پاکولو ته پام نه دی سوی. د سوداګرۍ وزير وويل چي خلک به وايي چي ټول ښار دود پر سر اخيستی دی،ځکه چي سوداګر هيواد ته بې کيفيته تېل واردوي. نورو وزيرانو لا خپل دلايل نه وه ويلي چي ولسمشر مداخله وکړه او ويې ويل :بس بس نور بحث ته ضرورته نسته. ماته د خپل مملکت ثبات تر ټولو مهم دی. تر دې لا د خپلي کابينې ثبات ډېر راته مهم دی. يوه پروژه چي دومره جنجالونه جوړوي، په تېره بيا زما د وزيرانو د خوابدۍ سبب کېږي، بيخي يې نه عملي کوو، زه خو وايم چي دا پروژه دي د تل لپاره پاته وي. ښه اوس به د ماليې وزارت پر وړانديزونو خبري وکړو. د ماليې وزير وويل :
موږ او تاسي ټولو ته معلومه ده چي په افغانستان کي ورځ په ورځ امنيت خرابېږي، دولتي چارواکي، په تېره بيا وزيرانو ته ګرانه ده چي په بازار کي له عامو بانکو سره معامله وکړي، ځکه چي هلته نه موږ خوندي يو او نه مو پيسې. همدا اوس که په کابل کي وضعيت ناڅاپه خراب سي نو موږ نه سو کولای چي خپلي پيسې خارجي ممالکو ته انتقال کړو، نو موږ ددې اړتيا په پام کي نيولو سره غواړو په ارګ کي د ننه يو بانک جوړ کړو چي يو مليارډ افغانۍ لګښت غواړي. دا بانک به پر نړيوالو معيارونو برابر وي چي يوازي به ولسمشر، د هغه مرستيالان او وزيران حسابونه پکښي ولري. ولسمشر لا څه نه وه ويلي چي ټولو وزيرانو په يوه خوله وويل : ياره دا خوا واقعاً ډېره ښه پروژه ده. ولسمشر چي خوله يې له خندا ډکه وه، وويل : رښتيا هم چي ډېره ښه پروژه ده، زه يې همدا نن د منظورۍ فرمان ليکم، بس سبا په کار پيل وکړه. اوس غونډه پر همدې ځای پای ته رسوو، سبا به د نورو وزارتونو پر انکشافي بوديجه خبري کوو. غونډه په رسمي ډول پای ته رسېدلې ده خو زه به په پای کي يوه ټوکه ووايم. وايي چي يو وخت يو ډېر موړ ياني شتمن سړی مړ سوی و چي په اسقاط کي يې په جنازه کي ټولو حاضرينو ته ښه ډېرې پيسې ورسېدې . په دې وخت کي يوه طالب چي زرګون نوټ ور رسېدلی و، وويل :
هر سړی هم پښې اوږدې کاندي وای مړ يم _ جار قرباسم د حاجي صاحب تر مړي
نو زه هم وايم چي :
هر وزير وايي زما پلان تر نورو ښه دی _ جار قربان د ماليې وزير تر پلان سم.