کور / تازه خبرونه / طالبان : ولس دي بايکاټ وکړي

طالبان : ولس دي بايکاټ وکړي

د طالبانو له خوا نن په يوې تازه اعلاميه کښي چي د طالب وياند ذبيح الله مجاهد پذريعه خپره کړل سوې؛ د راتلونکو افغان ولسمشريزو انتخاباتو مشروعيت ته د چل اوشک په سترګه کتل سوي؛ خبرپاڼه پر افغان ولس ږغ کړئ چي د اګسټ پر ۲۰مه نېټه د ترسره کېدونکو انتخاباتو څخه دي بايکاټ وکړي او د رايو اچولو د صندوقو پر ځای دي د جهاد په نوم په سيمه کښي ددوی سنګرونو ته مخ واړوي .

په اعلاميه کښي د تيرو انتخاباتيزو پروسو ارزيابي سوې ده چي پايله يې بې نتيجې ښودل سوي اوپر ولس باندي په وارو -وارو د بهرنيو ځواکونو درنو تلفاتي بمباريو ته هم پام اړول سوئ چي ددوی په وينا په نويو انتخاباتو سره يو ځل بیا هماغه زړه لوبه د تکراریدو په حال کښي ده .

په اعلاميه کښي د ولس په نوم د خطاب ترڅنګ پر طالب جنګياليو هم ږغ سوئ چي د انتخاباتو د پروسې سره سم دي په کلکه ځانونه چمتو کړي څو تر ټاکنو يوه ورځ مخکښي د دولتي او ملکي نقليه وسايطو پر مخ د ټولو کوچنيو او لويو لارو په بشپړه توګه بندېدل،په انتخاباتو کښي د رايه اچوونکو منع کول او پدې اړه د ولسي خلګو مخکي له مخکي نه خبرول شامل دي .

د طالبانو د پنجشنبې ورځي دغه تازه اعلاميه په افغانستان کښي د ملګرو ملتود يو لوړپوري غړي (کای آيدي) تر هغو څرګندونو څخه دوې ورځي وروسته خپريږي چي نوموړي له طالبانو څخه غوښتي وه چي د انتخاباتو اخلال دي نه کوي .


دولت او بهرني قواوي هم پخپل وار سره د طالبانو سره د جوړ-جاړي او په ځينو سيمو کښي د هغوی سره بيخي د اوربند اعلانولو خبرونه خپروي څو ولس ته د ډاډمنو انتخاباتو زمينه مساعده کړي .


د اعلاميې بشپړ متن …