کور / تازه خبرونه / هلمند : د سړک بم ۴ تنه افغان ساتونکي ووژل

هلمند : د سړک بم ۴ تنه افغان ساتونکي ووژل

د کورنيو چارو وزارت آسوشېټيډ پريس خبري اژانس ته منلې ده چي نن د هلمند په ولايت کښي ۴ تنه افغان ساتونکي چي د يو شخصي امنيتي کمپنۍ لپاره يې کار کاوه؛ د سړک غاړي په يوه بم کښي وژل سوي دي .

په هلمند کښي په زرګونو تازه دمو بهرنيو قواوو د طالبانو پر ضد پراخ عمليات ترسره کړل؛ څو سيمه د وسلوالو څخه پاکه کړي  .

د سړک غاړي ددغه بم چاودني د پړې او ځايګي په اړه لا تر اوسه جزيات نه دي ورکړل سوي .

د د کورنيو چارو وزارت د يو بل خبر له مخي پرون هم د هلمند په يخچال سيمه کښي د ملي اردو پر سرتيرو د سړک غاړي ورته بمي بريد ترسره سوئ چي څلور تنه يې پکښي وژل سوي او دوه نور چي موټر يې د تېرېدو په حال کښي ووټپيان سول .