کور / تازه خبرونه / کندهار: د نړيوالو ځواکونو چورلکه را لوېدلې ده

کندهار: د نړيوالو ځواکونو چورلکه را لوېدلې ده

دکندهارپه شاه ولي کوټ ولسوالۍ کښي دنړيوالوځواکونو يوه چورلکه رالوېدلې ده .
دکندهارپه هوايې ډګرکښي مېشت نړيوال سوله ساتي ځواکونه ديوې خبرپاڼې په خپر ولوسره وايي چي دغه چورلکه ددوى اړوند وه  اوبيړنى ناسته يې کړې ده  .
دسرچينې په حواله چورلکې دتخنيکي ستونزي له کبله لومړى بيړنۍ ناسته کړې اوکله چې دوى دستونزي په هواري کښي پاتې راغلل نويې دخپلي پاليسۍ له مخې په سيمه کښي وسوځول .
نړيوال ځواکونه وايي چي پدغه پېښه کښي يې سرتيروته هيڅ ډول زيان ندئ رسيدلئ اوپېښه يې يوازي دتخنيکي ستونزي سبب ګڼلئ دئ .
تراوسه پوري طالبانوپدې اړه رسنيوته څه ندي ويلي .