کور / تازه خبرونه / د كندهار او زابل ځوانانو دپاره روزنېز وركشاپ پايته ورسېد

د كندهار او زابل ځوانانو دپاره روزنېز وركشاپ پايته ورسېد

دكندهاراوزابل ولايتونوپه لس ګونوځوانانوته يوروزنېزوركشاپ چي دكندهارداطلاعاتواوكلتور رياست له لوري په لاراچول شوئ وو؛ پای ته ورسېدئ .
له دغه روزنېزوركشاپ څخه موخه په حقوقي برخه كښي د ځوانانو د ظرفيتونو لوړول  او له خپلو حقونو څخه د هغوى خبرول بلل شوي .
دغه وركشاپ چې نن پاى ته ورسېد، پنځه ورځي مخكي د اطلاعاتو او كلتور په رياست كښي د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز له لوري جوړ شوئ وو.
د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز مسوول عبدالسميع غيرتمل لراوبرته وويل چي په دې وركشاپ كښي د كندهار او زابل ولايتونو ۳۶  تنو ځوانانو چي ځيني يې محصلين او ځيني يې د ښوونځيو  فارغان وه؛ ګډون كړئ  وو.
غيرتمل وويل چې د دې وركشاپ له جوړولو څخه يې موخه په حقوقي برخه كښي د ځوانانو د ظرفيتونو لوړول او له خپلو حقونو څخه د هغوى خبرول وو.
ښاغلي غيرتمل زياته كړه چي په راتلونكي كښي د يوه بل ورته وركشاپ د جوړولو پلان هم لري؛ څو د دوو نورو سوېلي ولايتونو هلمند او اروزګان ځوانان هم برخه پکښي  واخلي .
په كندهار كښي د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز په داسي حال كښي د سوېلي ولايتونو د ځوانانو د حقوقي ظرفيت لوړولو لپاره هلي- ځلي پيل كړې؛ چي دڅارونكوپه آند ددغو ځوانانو دخپلوحقونو په اړه دمعلوماتو كچه ټيټه ده.