كندهار : ايساف يو بالون هوا ته پورته كړئ دئ
ايساف ځواكونه وايي؛ په كندهار ښار كښي يې د امنيتي پېښو د مخنيوي په موخه يو بالون هوا ته پورته كړئ دئ .
ايساف ځواكونه ديوې خبرپاڼې له لاري زياتوي چي كندهار ښاريان دي د دې بالون په اړه هېڅ اندېښنه نه كوي .
د سرچينې په وينا؛ په بالون كښي يو ډول څارونكي كامرې نصب كړل شوې؛ چي تر پنځه كيلو متره پوري ساحه څارلائ او د مقناطيس په څېر اوسپنيز توكي هم كشفولائ شي .
سرچينه زياتوي چي دا ګام د احتمالي امنيتي پېښو او د ښار په مربوطاتو كښي د شكمنو حركاتو د مخنيوي په موخه پورته شوئ دئ .
سرچينه وايي؛ د دې بالون په مټ به د ښار په مربوطاتو كښي د هر ډول اوسپنيزو توكو څارنه كوي او له دې لاري به د امنيتي پېښو ګراف هم تر يوه حده راټيټ كړل شي .
ايساف ځواكونه په كندهار ښار كښي د دغه بالون د پورته كولو هدف په داسي حال كښي روښانه كوي چي د دې بالون له كبله كندهار ښاريانو ته بېلابېلې اندېښنې ور پيدا سوي وې .