کور / تازه خبرونه / روم د خپلو ۲۸۰۰ سرتيرو پر ايستلو غور کوي

روم د خپلو ۲۸۰۰ سرتيرو پر ايستلو غور کوي

اسوشېټيډپريس اژانس پخپل يو تازه راپور کښي د ايټاليا د لومړي وزير سیلویو برلوسکوني له خولي ليکي چي ايټاليا په پام کښي لري څو تر انتخاباتو وروسته د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو پر ستراتيژۍ غور وکړي؛ چي دده په وينا دا وتل به ددوی د نړيوالومتحدينو سره د جوړ-جاړي په ترڅ کښي صورت نيسي .

د ايټالوي سرتيرو د ایستلو پر سر د لوموړي وزير برلوسکوني دا نوی وړانديز په دې اړه د ايټالوي حکومت د خپلمنځي خبرو-اترو ادامه تشکيلوي؛خو لومړي وزير پخپلو مخکنيو خبرو کښي خپلو نړيوالو متحدينو ته ډاډ ورکړئ وو چي ايټالوي سرتيري به ددوی تر څنګ پاته کيږي .

ښاغلي برلوسکوني د خپل ګوند د سناتورانو سره په یوه ګډه ناسته کښي وويل چي تر افغان انتخاباتووروسته به دې ته موقع مساعده وي چي د خپلو نړيوالو متحدينو سره د وتلو پر دې ستراتيژۍ فقط يو نظر وسي .

ايټالوي سرتيري په  هرات او کابل ولاياتونو کښي ځای پر ځای دي چي د اګسټ د ۲۰ مي نېټې انتخاباتو د امنيت ساتلو دپاره به نور  ۵۰۰  تازه دمي سرتيري هم افغانستان ته را واستوي .


تر اوسه پوري ۱۴ ايتالوي سرتيري د وسلوالو سره په جګړه کښي وژل سوي؛ چي وروستی هغه يې ددې مياشتي په اولو کښي د سړک غاړي په يوه بم کښي ووژل سو .