کور / تازه خبرونه / زابل، ايکن بيري کرونده ګروته داوبه خورسيستم جوړه وو

زابل، ايکن بيري کرونده ګروته داوبه خورسيستم جوړه وو

په افغانستان کې دامريکادمتحده ايالاتوسفيرايکن بيري له زابل ولايت څخه ديوې لېدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په کرنېزډګرکې به ددغه ولايت د دروسيندونو( ترنک ،ارغنداب اولوړې ) لپاره  داوبه خور سيستم ورغوي .
که څه هم زابل پراخي کرنېزي ځمکې اود سيندونو پريمانه اوبه لري خوزياتره ځمکې يې دسيندونوله اوبوڅخه لوړي دي اوکرونده ګريې نشي کولاى چې دخپلوسيندونوله اوبوڅخه ګټه واخلي .
په کابل کې دامريکادمتحده ايالاتومېشت سفيرجنرال ايکن بيري دپنج شنبې په ورځ  دزابل له سيمه  ييزچارواکواوقومي مشرانوسره په خبروکې وويل چې هيواديې له افغانستان سره پرخپلوکړو وعدو ژمن دى اوهڅه کوي چې دافغانانوپه اقتصاد اودژوندانه په نوروبرخوکې عملآتوپير وويني .
نوموړي زياته کړل چې دسيمي وکرنېزو اودبيارغاونې چاروته به خاصه پاملرنه کوي اوپه نږدې راتلونکې کې به ددغه ولايت د دروسيندونولپاره  داوبه خور سيستم په رغونه کې مرسته وکړي .
پرهمدې حال دزابل کرونده ګرواوولسي مشرانودامريکادمتحده ايالاتوله سفيرڅخه غوښتنه وکړل چې ددغه ولايت وکرنېزحاصلاتوته دي دبازارموندنې اودتازه ميودسوړساتنځايونوپه جوړولوکې هم ورسره پوره پوره مرستې وشي .
زابل يوکرنېزولايت دي چې نږدې  هرکال په ټنو ټنو تازه ميوې ( انګور،آنار،هندوانې ،خټکي او انځر )حاصلات ورکوي خود وړبازاردنه شتون  اودخامه لاروله کبله يې کرونده ګرله زيانونوسره مخ وي .
ددغه ولايت اوسيدونکې پرمرکزي دولت اونړيوالومرستندويه ټولنوتل نيوکه کوي چې دزابل وبيارغاونې اواقتصادته يې هيڅ پاملرنه نده کړې .