کور / تازه خبرونه / کندهارکې دمرحوم بريالي صاحب په يادسمينارجوړسو

کندهارکې دمرحوم بريالي صاحب په يادسمينارجوړسو

نن په کندهارکې دصوفي شاعراوديني عالم مولوي عبدالغفاربريالي په ياد يوورځنى څېړن غونډه جوړه سوه .
دغه څېړن غونډه چې دحسام ادبي ټولنې له لوري په ارياناروزنېزمرکزکې جوړه سوې وه پکې دسويلي حوزې په لس ګونوليکوالانو،فرهنګيانواودمرحوم مينه والوګډون کړى وو.
دڅېړن غونډې په ترڅ کې ليکوالواوشاعرانودمرحوم مولوي عبدالغفاربريالي پرژوند،شاعرى اوادبي هڅوباندي مقالې ولوستلې .
ددغې غونډې يوتن ګډون وال ليکوال اوشاعرروح الله ساقيار وايې چې مرحوم بريالى دکلاسيک سبک څښتن شاعروو اودحميدبابا دشاعرى پيروي يې کول چې مرحوم پخپله هم په يوه شعرکې دغه ټکي ته اشاره کړې .
له نوموړي څخه يوازي د(آهاړ)په نامه يوه شعري ټوګله پاته ده چې دليکوالوپه وينا په ژوندوني ترډيره پوري دديني کتابونوتفسيرکاوه اوپرهغه به يې حاشيې ليکلې .
مولوي عبدالغفاربريالى پنځه اولاده لري چې يويې دطالبانودواکمنى دباندنيوچارووزيرمولوي وکيل احمدمتوکيل دى .
دغې څېړن غونډې ته ښاغلي متوکيل له پلازميني کابل څخه دتليفون په ليکه خپل پيغام ولوست اودسيمي له ليکوالواوفرهنګيانوڅخه يې مننه وکړه چې ددغسي شخصيتونوياد تازه کوي .
مرحوم مولوي عبدالغفاربريالى په ( ١٣١٠ هجري کال ) دکندهار په پنجوايې والسوالۍ کې زېږيدلي اوپه ١٣٥٧ هجري لمريزکال کې دسرولښکرو له لوري دکندهارهوايې ډګرته تربيول کېدو وروسته لادرکه اوترنن ورځي پوري يې دبرخليک په اړه چاته معلومات نشته .
پدغه څېړن غونډه کې دګډون والو ليکوالوپه ويناچې دمرحوم بريالي په باب به ټولي لوستل شوي مقالې ديوه کتاب په شکل چاپ کړل سي .
ددغه څېړن غونډې په ترڅ کې دارياناښوونېزمرکزپه تالارکې د(ابوالفيض ) په نامه يوبډايه کتابتون هم پرانيشتل سو.
پاته دي نه وي چې تردې يوازي څواونۍ مخکې په کندهارکې دمحمدداودخان هوتک دزوکړي دڅلورسومې کليزي اودبابوجان بابي په يادهم يوه يوه ورځ عملي سمينارونه جوړسوي وو.