کور / تازه خبرونه / ناروې : يوه چينايي بېړۍ غرقه سوې ده

ناروې : يوه چينايي بېړۍ غرقه سوې ده

د ناروېژي سمندرګي غاړي ته څېرمه د  ۱۱۲۰ ټنه تيلو څخه يوه ډکه چينايي نقليه بېړۍ غرقه سوې ده چي د اړوند سمندرګي د اوبو د چټلېدو له امله د سمندرګي دپه  لسګونو ژويو د له منځه تللو خبر هم ور کول سوي دي .


د ناروېژي مرسته کوونکي ګروپونه کوښښ کوي څو په سمندر کښي د تيلو د لاخپرېدو څخه مخنيوی وکړي؛ چي پدې ترڅ کښي يې د رضاکارو ټيمونو مرستي کولو ته هم هرکلي ويل سوئ دئ .


ناروې شمالي قطب ته نژدې د اروپا په شمال کښي پروت هيواد دئ چي په زرګونو جزيري او د سويډن، فېنلنډ او روسيې ترڅنګ د سمندر سره هم په پرېمانه اندازه ګډه پوله لري .