کور / تازه خبرونه / زابل:وبا گڼ شمېر كوچنيان وژلي

زابل:وبا گڼ شمېر كوچنيان وژلي

دډيورنډ كرښي ته څېرمه دزابل ولايت دنوبهار ولسوالۍ ګڼ اوسېدونكي وايي چې دشري ناروغۍ يې دلسګونو ماشومانو ژوند اخيستى دى . دنوبهار ولسوالي ته ورڅېرمه دشملزو ولسوالي چارواكي وايي چې په دغه ناروغي كې شا وخواشل واړه ماشومان وژل شوي دي . دزابل دوالي وياند ګلاب شا علي خېل بيا داخبره نه مني چې شل ماشومان شري وژلي دي هغه وايي چې دايوه نابلده ناروغي ده او تر اوسه يې په نوبهار ولسوالي كې پنځه ماشومان وژلي دي . سختو يخونو دزابل ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې هم تاوانونه اړولي دي . دشملزو ولسوال وزير محمد وويل چې په شملزو ولسوالي كې هم دوه كسان يخنيو وژلي دي .