کور / تازه خبرونه / خوست:دمرافعې محکمې نوی ريس وروپيژندل سو

خوست:دمرافعې محکمې نوی ريس وروپيژندل سو

دخوست ولايت دمرافعي محکمي ته نوي ريس وروپيژندل شو.


ښاغلي شيرګل چي دخوست ولايت اوسيدونکي دي نن ديوي غونډي په ترڅ کي دنوموړي محکمي کارکوونکو ته دريس په توګه وروپيژندل شو دالومړني ځل دي چي په خوست کي دمرافعي محکمي ريس خوستي ټاکل کيږي له دي وړاندي ټول ريسان دختيځو ولايتونو څخه وو هغه خلک چي په محکمه کي يي دوسې پرتي دي دنوي ريس په راتګ سره ډير خوشحال او ډير هيله مند ښکاره کيدل دوي وايي مونږ هيله لرو هغه دوسيي چي کلونه کلونه په محکمه کي بي پوښتني پرتي دي دده په راتګ سره به ژر خلاصي شي.


ديادوني وړ ده چي دخوست په محکمه کي داسي دوسيي هم شته چي له لسو کلونو څخه زيات وخت پري تير شوي او تر اوسه پوري يي برخليک نامعلومه دي.