کور / z_buitenland_news -- 5 / بلاول:ناسمي ټولتاكنې به پاكستان مات كړي

بلاول:ناسمي ټولتاكنې به پاكستان مات كړي


دپيپلزګوند مشر او دبېنظېربوټو زوى بلاول بوټو زرداري په لندن كې يوې خبري غونډي ته وويل كه په پاكستان كې پا كي او له لاس وهنې پرته ټول ټاكنې ترسره نشي ښايي پاكستان مات شي . نوموړي دپيپلز ګوند دمشرتوب نه وروسته په لندن كې لومړنۍ خبري غونډه وكړه او زياته يې كړه چې كه تر زدكړو وروسته به مخامخ دسياست ډګر ته ځان اوباسي .


 بلاول بوټو زرداري وروسته له هغه دپيپلز ګزند مشر وتاكل سو چې مور بېنظېربوټو يې دتېر دوه زره اوم ميلادي كال دډسامبر دمياشتي پر اوه ويشتمه نېته دپاكستان په ګڼ مېشته سيمه راولپنډۍ كې ووژل شوه ښاغلي بلاول وويل چې كه پاكستاني چارواكو سم امنيتي تدبېرونه نيولي واى نن به يې مور ژوندۍ واى .


نزموړي دخپل ګوند داغوښتنه يوځل بيا تكرار كړه چې دمېرمن بوټو دمرګ پلټني دي ملګري ملتونه وكړي خو په پلټنو كې دلندن څخه دورغلي ټيم هركلى يې وكړ. ده په ټينګار سره وويل چې كه په هيواد كې راتلونكې ټولټاكنې پاكي او په انصاف نه وې نو پاكستان به مات شي.