کور / تازه خبرونه / د پوهني رياست : غواړو د بكلورياپاس ښوونكو ظرفيت لوړ كړو

د پوهني رياست : غواړو د بكلورياپاس ښوونكو ظرفيت لوړ كړو

دكندهاردپوهنې رياست هڅې كوي د هغو ښوونكو ظرفيت لوړ كړي  چې له دوولسم ټولګي فارغ شوي او تازه يې په ښوونځيو كې د ښوونكو په توګه دنده پيل كړې ده.
نن ددغه پروګرام په لمړي پړاوكې دكندهارښاردبيلابيلوښوونځيو څلور څلوېښت تنو نارينه او ښځينه ښوونكو د روزنې لپاره په احمدشاه بابا ليسه كې روزنيز وركشاپ پيل سو.
دغه ليسانس ښوونكي به د رياضي او انګليسي په برخه كې د هغو ښوونكو له خوا مسلكي زدكړه تر لاسه كړي چې له پلازمېنې څخه راغلي دي.
د كندهار د پوهنې سرپرست رئيس نجيب الله احمدي لراوبرته وويل چې له دغو ښوونكو څخه شل تنه به يې د دوولس ورځو په اوږدو كې د روزنې له تر لاسه كولو وروسته نورو ښوونكو ته روزنه وركول پيل كړي.
احمدي وويل، دا ښوونكي به هغو درې سوه تنو بكلوريا پاس ښوونكو ته روزنه وركړي چې تازه يې د رياضي او انګليسي د ښوونكو په توګه كار پيل كړى دى.
احمدي زياته كړه چې دا پروګرام به روان ساتي او په نژدې راتلونكي كې به د كندهار د ۲۶۰۰ ښوونكو د روزنې لپاره هم زمينه برابره كړي.
هغه خپلو خبرو كې هيله وښوده چې د پوهنې وزارت دا پروګرام به بريالى وي او په لړ كې به يې د ښوونې او روزنې سكټور كې د ظرفيتونو د ټيټوالي ستونزه هواره شي.
د يادونې وړ ده چې څه موده مخكې بيا په كندهار كې د ښوونكو د ظرفيت لوړولو په موخه  له يو شمېر ښوونكو څخه د ښوونې او روزنې پوهنځي ته د لار موندلو لپاره ازموينه اخيستل سوې وه.
دزده كونكوكورنۍ پدې آنددي چې د پوهنې وزارت له دې نوي پروګرام څخه ښكاري چې دغه وزارت غواړي د ښوونكو د ظرفيت د ټيټوالي ستونزه هواره كړي.