کور / سياسي / كله چې ولسمشر ژړل

كله چې ولسمشر ژړل

د ارګ په دروازه هغه ننوتونكى چې په سپيو نه تالاشي كېږي هغه د افغانستان د جنجالي پېښو خاموشوونكى او پنځونكى ولسمشر حامد كرزى دى . د يوې بلې دورې اودده په ژوند كې دوروستي ځل دغه واكمن په ارګ كې د پنځو نورو كلونو لپاره د پاتې كېدو هلې ځلې كوي. د سړك او كوڅې دا خبره چې د ارګ څوكۍ كشش لري، پېريان او مستي لري بېخي د كرزي له نوي شان سره په تول برابره شوه.

  هغه بل ځل خلكو يوښه كرزي ته رايه وركړه، سل كلنې هزاره بوډيانې د رايو مركزونو ته لاړې، پنجشېر كې د ټاكنيزو څانګو په كمښت اته ځله احتجاجونه وشول، او د پام وړ داده چې د لومړي ځل لپاره پښتنو خپلې تورسرې د كرزي د بري په اميدونو رايو وركولو ته واستولې، خو دې سړي له كمزوري زعامت او ناكام مديريت سره د خلكو پوستكي وايستل او چې ډېره سخته به راغله نو په خبري كنفرانسونو كې به يې وژړل.

د خلكو د ملاتړ او د كرزي د تعهد ترمنځ زښت لوى توپير موجود دى، كوم يو كرزى چې پنځه كاله مخكې ارګ ته ننوت د اخلاقي تقوا، مهربانى، وطندوستۍ، مهارت، او صداقت يوه نمونه وه، هغه كرزي نه وروڼه درلودل چې د نشيي توكو قاچاق وكړي، نه يې د ولايتي مقامونو له پاسه نور مقامونه د كرز په خلكو وېشلي وو، نه يې پټې معاملې كولې، نه يې دروغ ويل، نه يې بيت المال خوړلو او نه يې له شر او شرارت سره جوړه وه. كه چاته به يې د مارشالۍ اعزازي رتبه هم وركړه خلكو به ويل چې ملي مصلحت دى. يو دوه ځله يې دهېواد په زړه نقشه كې هم ګوتې ووهلې، دايكنډي او پنجشېر ولايتونه يې جوړ كړل، مګر د ملي ګټو د خونديتوب لپاره داهم خلكو  د يو محتاط ولسمشر تاكتيك يا مهرباني وګڼله. د نومياليو غازيانو نښانونه يې د داسې قاتلانو په ټټرونو وروټومبل چې د سړي اروا شرموي خو موږ به د حالاتو مجبوري تر اصولو لوړه وګڼله او ځان ته مو دا ډاډ وركاوه چې پدې هم نشوه راټينګه .

ده ډېر تيندكونه وخوړل خو يو لوى ولس په خپل غيرت هغه بيا بيا راپاڅاوه. څوځله يې په سياسي مرګ ځان وواژه خو دغسې مهربانه او غيرتي قوم يې ترشا و چې  بيا به يې له بركته په مكار واكمن كې سا وغړېده .

  اوس موږ د يو بل كرزي له چلنج سره مخامخ يو، دا كرزى هم چپنه اغوندي خو هغسې دروند پكې نه ښكاري. په غونډو كې غوڅې او ترخې خبرې وكړي خو خلكو ته هسې ګپ ښكاري، ژمنې هم كوي غټې او خوږې ژمنې خو افسوس چې دده له خولې بې تاثيره راوځي. ټول حكومتي ټيم يې دبري لپاره كمپاين كوي خو ملاتړي يې  د كابينې ، څو رياستونو او ولايتي مقامونو له چوكاټه ها خوا د شمېر وړ ندي.

كله چې زوړ كرزى په نوي بدلېده خپله شتمني يې ثبت كړه ملت يې پرې خبر كړ هغه ډېره اندك شتمني وه، يو د برابرې كچې موټر يې هم نشو پرې اخستلاى مګر كله چې ټاكنيز كمپاينونه پيل شول د كرزي په كچه شتمن په هېواد كې څه چې په دوربين كې هم نه شو ليدل كېداى. د تارياكو د قاچاق مخنيوى يې په خپله ستراتيژۍ بدل كړ خو قاچاقچيانو يې په كور كې دننه سرونه راپورته كړل، ورور يې د نړيوالې مافيا غړى وخوت. د خپل بري لپاره يې غټ قيمارونه ووهل پنځه مشهور قاچاقچيان يې په خپل فرمان خوشي كړل، په دوى كې يو هم د حاجي دين محمد وراره دى، هغه كورنۍ چې د كرزي كمپاين په اجاره وركړل شوى دى. د متوازن انكشاف او معتدل نظام غورو دربو يې وطن په سر واخست مګر بلې خواته يې له محقق سره ددريو ولايتونو د جوړولو او پنځو وزارتونو په ډالۍ كولو خوله خواره كړه. محقق پدې خوشالۍ كې پنځه ويشت سلنه رايې ورته راټولوي، دابه معلومه شي چې كوم يوه دداډول معاملو د برياليتوب سمه ذمه واري كړې ده. په كندهار كې د كرزي دكورنۍ يوه داسې شبكه فعاليت كوي چې د ټول جنوبي زون حكومتي  نظام يې په ولكه كې دى او د رحمت الله روفي په شان واليان خو په يو ټليفون  هم له څوكۍ شړلى شي.

كرزي د افغانستان يو معتبر اساسي قانون توشېح كړ، خو ترټولو زياتې مادې يې ده پايمال كړې دي. له ولس سره خيانت ښكر نه لري، بيت المال د خپلو ګټو په لاره كې لګوي، په وزارتونو بولۍ لګوي، د پارلمان نيم غړي يې په بيه اخستي دي او د پخوا پر خلاف چې كومه ملي خبره كوي هغه هم د تاكتيك له مخې كوي چې ګټه يې يوازې ده ته رسېږي. په كابينه كې يې دوه مهم وزيران لاهم  ناقانونه امضاوې كوي، هره ورځ د سپنتا او چكړي د ناقانونه ماموريت يوه پېښه يوه دسيسه وي خو مصلحتي ولسمشر ته دا ډېر ارزښت لري چې متحده ټلواله يې د يو لوى ولس په بيه ټوټه پارچه كړه. اوس چې د ليكوال او خبريال له خولې يوه كلمه وځي نو د ملي امنيت په زندان كې پروت وي، دا كوم ملي او تهذيبي اساس نلري يوازې د كرزي د بدماشانو سليقوي چلند دى چې پرېكړه يې په ارګ كې كېږي.

  اوس كرزى د خپل بري لپاره هره معامله يوه عادي چاره ګڼي، د نورو كانديدانو د انتخاباتي مركزونو سوځول او د كمپاينرانو تهديدول د ډيموكراسۍ په نظام كې تر يوه بدماش پرته د بل چا كار ګڼلاى شو؟. له اينجوګانو سره د كرزي معاملې اوس په رسوايۍ بدلېږي تازه خبرې دادي چې افغان بېسيم او روشن مخابراتي كمپنيو، كرزي ته دكمپاين تر ټولو زياتې پيسې وركړې دي، دا خو ښكاره ده چې افغان بېسيم اوروشن كمپنۍ نه كوم وزارت غواړي اونه ولسوالۍ لري چې كرزى يې په ولايتونو وربدلې كړي، خامخا به د هغوى د اختلاس  ټولې دوسيې خښې شي. البته دا هغه څه دي چې موږ اوتاسو پرې خبرياست دپردې ترشا به ګني تردې زياتې معاملې نوي ترسره شوې؟

اوس قضاوت ستاسو په لاس چې له دغومره ګڼو معاملو، خيانتونو، دروغو او بې كفايتۍ څخه به څومره يو ښه ولسمشر د كرزي په بڼه بله دوره د خلكو مخې ته ودرېږي او دا خوار او ځپلى ولس به دكومې ښې راتلونكې  هيله ولري ؟ له تاسو سره يوه رايه ده، هغه يو امانت دى. د زړه له تله وواياست: كه دا رايه دكرزي په صندوق كې لوېږي ځانونه به ډاډه او كه  ذليل احساس كړى؟