اشرف غني : كه نه حاضريږې نو پلچرخي زندان ته لاړشه

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2009


راتلونكې ولسمشرۍ ته خپلواك نوماندډاكتراشرف غني احمدزي دشنبې په ورځ په كابل په هغه غونډه كې برخه واخيسته چې ده همده په ملاتړدپوهنتون د يوشميرزده كړيالان ،استادان اوسپين ږيرواوعامه خلكوله خواجوړه شوې وه،اشرف غني احمدزي په غونډه كې وويل كه چېرې ولسمشرشوم نوافغان ځوانانوته به په دولت كې پنځوش سلنه ونډه وركړم .


احمدزي زياته كړه كه ولسمشركرزى له مناظرې څخه وېره لري نومهرباني دې وكړي دپلچرخي زندان ته لاړشه چې ستا اوستادكابېنې لپاره لپاره يوښه خوندي ځاى دى ، اشرف غني احمدزي همدارازوويل په اوسني دولت كې شاوخواڅلورسوه كسان په لوړه كچه په ادراي فسادكې اخته دي اوكرزي په خپله خواكې ساتلي دي.


ياده دې وي چې وموغوښتل چې دولسمشركرزي دكمپاين ددفترله مسولينوسره اړيكه ونيسوخوبريالي نه شوو.


Copyright Larawbar 2007-2024