دبهرنيو خبري رسنيو په حواله په تيره جولاي مياشت كې ۴۰ تنه امريكايي سرتيري او ۲۲ تنه بريطانوي سرتيري وژل شوي ، چي دا په تيرو اتو مياشتو كې دمياشتي په كچه لوړ تلفات ښودل شوي .
بهرنۍ رسنۍ ليكي چې دا مرگ ژوبله تر ډېره په هلمند ولايت كې دروانو عملياتو له امله رامنځ ته شوي .
كه څه هم امريكايې چارواكو اعلان كړي چې ډيرژر به زرگونه نور سرتير هم افغانستان ته دامنيت دخونديتوب لپاره وليږئ . خو تجربو ته په كتو سره اټكل نه كيږئ چې دا ځواكونه به هم دامنيت په راوستلوكې رغنده اغيزه ولري .