کور / تازه خبرونه / نايجيريا : په تاوتريخوالي کښي نژدې ۸۰۰ تنه وژل سوي دي

نايجيريا : په تاوتريخوالي کښي نژدې ۸۰۰ تنه وژل سوي دي

د اې ان پي خبري اژانس او الجزيرې په حواله نن د نايجيريا د شمال لوري په (مايدوروګي) نومي ښارګوټي کښي د امنيتي چارواکو او باکو حرم اسلامي ډلي د وسلوالو تر منځ په تاوتءیخوالي کښي د اولو راپورنو پر بنسټ ۶۰۰ خو وروستيي راپورنه د وژل سويو شمېره نژدې ۸۰۰ تنه ښيي .


دا وسلواله نښته اوپراخ  تاوتريخوالی تر هغه وروسته لاپسي زور اخيستئ چي د پنجشنبې په ورځ د پوليسو له خوا ددغې وسلوالي ډلي مشرمحمد يوسف تر نيول کېدو وروسته د پوليسو په وينا د تېښتي پر مهال وويشتل سو خو بي بي سي د نوموړي د يو تازه ترلاسه کړي عکس له مخي چي لڅ بدن او لاسونه يې تر شا تړل سوي؛ وايي چي نوموړی د نيولو پر مهال ژوندی وو خو وروسته يې په مرميو سوری جسدخبريالانو ته ورښکاره کړل سو، داسي فکر کيږي چي نوموړی به د پوليسو له خوا قصداً وژل سوئ وي .


د نايجيريا ولسمشر الجزيرې شبکې ته ويلي چي حکومت يې د هيواد په شمال کښي د په سوو تنو د وژل کېدود پيښي اړوند څېړنه او لازم رسمي تدابير په لاره اچولي دي، نوموړي د ناجيرايي پوځ د شديد عکس العمل ښودولو په اړه زياته کړل چي د ناجيريا پوځ د نړۍ په سطحه يو معقول تربيه سوئ پوځ دئ چي هيڅکله هم د خپل پوره طاقت څخه کار نه اخلي او که يې اخيستئ هم وي؛ موږ به پخپلو تحقيقاتو کښي د اثبات دپاره د هر فرد-فرد شواهدو ته ځای ورکړو .