کور / تازه خبرونه / ناټو : ۳ امريکايي پوځيان ووژل سول

ناټو : ۳ امريکايي پوځيان ووژل سول

د کابل څخه د اسوشېټيد پريس يو تازه راپور وايي چي نن يکشنبه د افغانستان په ختيځ کښي طالب وسلوالو پر امريکايي قواوو تر هغه وروسته ټکان شروع کړل؛ کله چي ددوی پوځي کاروان د سړک غاړی پر يو ښخ سوي ماين ور برابر سو او ۳ پوځيان يې پکښي ووژل سول .

که څه هم جولای بهرنيو قواوو ته د ۲۰۰۱ راهيسي يوه مرګوني مياشت وه خو روانه مياشت اګست هم بهرنيو قواوو ته په مرګژوبلي شروع کړې ده .

په روانه مياشت اګسټ کښي د بهرنيو پوځيانو د مرګژوبلي شمېر ۹ ته رسيږي چي ۳ يې نن او ۶ يې پرون د شنبې په ورځ وژل سوي چي په دغو ۹ وژل سويو کښي ۶  امريکايان، دوه کاناډايان او يو فرانسوی دئ، تېره مياشت په ۷۴ وژل سويو هغو کښي ۴۳ امريکايان شامل وه .