کور / کتاب / د ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب چاپ شو

د ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب چاپ شو

د هيواد د وتلي ملي، سياسي او علمي شخصيت ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب ( د عادلانه نظام لار ) چې د ولسمشرۍ لپاره د هغه کړنلاره ده، په پښتو او دري ژبو چاپ شو. دا اثر په (٢٦٧) مخونو او شپږو فصلونو کې ترتيب شوی چې د ولس منفي ليدلوری، د ملي اجماع پر لور، د معاصر دولت څرنګوالی، د معاصر دولت دندې، اقتصادي بيا رغونه او کاري زمينو ايجاد، ملي هويت او ملت جوړونه او داسي نور يې عمده موضوعګاني دي.


دا کتاب په کابل کې د سالنګ نشراتي موسسې له خوا په ښکلي کاغذ او ښه صحافت د پنځو زرو ټوکو په شمېر چاپ شوی دی. د يادونې وړ ده چې په راتلونکو څو ورځو کې ددې کتاب مخکتنه کېږي چې ګڼ شمېر سياسي شخصيتونه، فرهنګيان، علمي شخصيتونه او ډيپلوماتان به برخه پکي ولري.


مينه وال کولای شي چې دغه کتاب په لاندې پته د انټرنيټ له لارې هم ولولي :


ashrafghani.af/pashto