اتمر : هيڅ چاته به د تاوتريخوالي رامنځته کولو اجازه ورنکړو

د لراوبر اداره | اگست 3rd, 2009


هر هغه څوک چي کوښښ وکړي چي خشونت ته لاس ور وړي ، په موږ کي دا  وس سته چي مخه يي ونيسو ، دا خبري د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د هغه ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کميسون د يوه مسول د هغه خبرو په اړه وکړې چي ويلي يې وه  که ډاکټر عبدالله عبدالله انتخابات بايلي نو ددوی کسان به له وسلو سره ښارونو ته راووزي او بلوا به وکړي .

د کورنيو چارو وزير وويل ددې ګواښ په اړه يې څارنوالۍ ته ويلي چي د پيښي جدي پلټنه وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024