د ايران د اسلامي انقلاب لارښود او ستر روحاني مشر اية الله علي خامنه اي په تهران كښي د احمدي نژاد په روستيو ټاكنو كي د برې جشن كي په رسمي توګه دده ددوهم ځل لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت ټاكل شوې ولسمشر و مانه .
دا په داسي حال كي چي داحمدي نژاد ددوهم ځل لپاره دولسمشري د لوړی مراسيمو ته دوه ورځي پاتي دي,له بلي لوري د ايران دوو پخوانيو ولسمشرانو رفسنجاني او خاتمي په روستيو ټاكنو كي د احمدي نژاد برياليتوب شكمن او نا سم بللئ دئ .
دايران د ولسمشرې په ټاكنو كي ناكام كانديد مير حسين موسوي د دي سره -سره چي روستي ټاكني ناسمي او د درغليو ډكي بولي هغه وايي چي دی به احمدي نژاد ددوهم ځل لپاره ولسمشر و نه منې او په هغه به اعترف ونه كړي, نوموړي د خپلو پلويانو محكمه كول وغندل او دا كار ېي غير دستوري او لا اخلاقي و باله .
نوموړې د ايران دولت تورن كړ چي ګواكي له لاريون كونكو بنديانو سره بد چلند كوي او له هغو په وهلو او زورولو کښي له زوره کار اخلي , د ياد وني وړ ده چي د ايران دولت يو ويډيوي كيسټ خپور كړئ چي ګڼ شمير لاريون كونكو دا منلې چي دوي د ايران د امنيت دخرابولو لپار ه په لاريون لاس پوري كړي وو.
د ايران دولت د100 مخالفينو چي د ټاكنو په خلاف ېي لاريون كي ګډون كاوه د تيري شنبي راهيسي محكمه پيل كړي ده .
د احمدي نژاد او اية الله علي خامنه اي ګډ رسمي مراسم :