" /> " /> " /> " /> کلنټن په يوه ناڅاپي سفر شمالي کوريا ته ورسېدئ – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / کلنټن په يوه ناڅاپي سفر شمالي کوريا ته ورسېدئ video

کلنټن په يوه ناڅاپي سفر شمالي کوريا ته ورسېدئ video

د امريکا د متحده ايالاتو پخوانۍ ولسمشر بیل کلينټن د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کښي نن و شمالي کوريا ته د  ۲ بندي سویو امريکايي خبریالانو د خوشي کولو په موخه رسېدلئ دئ  .

د راپورونو له مخي د ولسمشر د ملاقات د تګ لاري په اړه د امريکا متحده ايالاتو او شمالي کوریا څخه هيڅ کوم معلومات تر مطبوعاتو پوري نه وو رسېدلئ خو اوس څېړونکي وايي چي نوموړی د لاورا لینګ او ایونا لي چي د ۱۲ کالو بند پر راوتلئ دئ د خوشي کولو لپاره هلته سفر کړئ دئ .

د کلنټن د رسېدو سره سم نوموړي ته په ورین تندي ښه راغلاست ویل سوئ اونوموړي ته دیوې ماشومي په لاس د ګلونو يوه ګېډۍ هم ډالۍ سول .

د راپورونو له مخي د امريکا او شمالي کورياحالات تر هغه وروسته لا پسي خړ -پړ کيږي چي شمالي کورياد دوو خبريالانو د ځنډوني ترڅنګ د امتحاني توغنديو د تنظیم کارونه پر مخ بيايي په داسي حال کښي چي د ملګرو ملتو د امنيتي کونسل د خوا ورته پدې اړه په تکراري توګه سره ټيليفوني اړيکي هم نیول سوي دي .