" /> " /> " /> " /> شمالي کوريا : ۲ نیول سوي امريکايي ژورنالیستان خوشي کوو – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / شمالي کوريا : ۲ نیول سوي امريکايي ژورنالیستان خوشي کوو video

شمالي کوريا : ۲ نیول سوي امريکايي ژورنالیستان خوشي کوو video

د شمالي کوريا مطبوعاتو نن په چهار شنبه راپور خپور کړئ دئ چي د شمالي کوريا مشر کیم جانګ په ځانګړې توګه سره د دویو نیول سویو امريکايي ژورناليستانو څخه بخښنه وغوښتل او حکم يې صادر کړئ دئ چي د امريکا دمتحده ايالاتو د پخواني ولسمشر بیل کلنټن غوښتنه دي ومنل سي او نوموړي ۲ ژورنالیستان دي ژر تر ژره خوشي کړل سي .


حېرانونکې داده چي نن وختي د کوريا مرکزي خبري آژانس د پیونګيانګ څخه په خپل يوه پیغام کښي ويلي وه چي د شمالي کوريا د بشري حقوقو او د سولي او ثبات ادارې د دویو نیول سویو امريکايي ژورنالیستانو د ۱۲ کلونو دبند خبر د دوهم ځل لپاره خپور کړئ خو اوس بیا تائید سوي خبرونه وايي چي د نوموړو ژورنالیستاو د خوشي کولو تازه حکم صادر سوئ دئ .


د سپيني ماڼۍ وياند روبرټ جیبس نن دا خبره رد کړې ده چي وايي بیل کلنټن د وباما لخوا و شمالي کوريا ته استول سوئ دئ .


د امريکا د متحده ايالاتو پخوانۍ ولسمشر بیل کلنټن د سه شنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر کښي شمالي کوريا ته ورسېدئ چي د سفر هدف يې د دویو نیول سویو امريکايي ژورنالیستانو (۳۶ کلنه لي او ۳۲ کلنه لینګ) خوشي کول وو.


کوريا او د امريکا متحده ايالاتو په ۱۹۵۰-۵۳ ميلادي کلونو کښي په کوريايي نومي جګړه کښي یو دبل سره جنګېدلي وه  او اوس کومي خاصي سياسي اړيکي نه لري .