کور / تازه خبرونه / ننګرهار: بمي چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار: بمي چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار د ننګرهارد پچير اګام ولسوالۍ د لاندې پچير په سيمه  کې دسړک پر غاړه د ريموټ کنټرول ماين شپږ تنه ولسي وګړي ووژل او يو بل تن يې ټپي کړ. د پېښې د عيني شاهدانو په خبره په وژل شويو کې د سيمې  دوه تنه قومي مشران ملک لعل مرجان ، ملک داود او د هغوی څلور تنه وسله وال ساتونکي شامل دي او موټر چلوونکی يې ټپي شوئ دئ .


د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل چې دغه مشران له خپلو ساتونکو سره يو ځای  تورې بوړې ته د جوړېدونکي سړک د امنيت نيونې په موخه يوې جرګې ته روان وو چې د لارې په اوږدو کې پرې د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه. د نوموړي په خبره وژل شويو مشرانو  په سيمه کې  د مشرولۍ تر څنګ  تورې بوړې ته د غزيدلي سړک د امنيت ساتنې دنده هم پر غاړه درلوده.


دا لومړی وار نه دی چې ددغه سړک ساتونکي په بمي بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکې څه موده مخکې هم د همدغه سړک دوه ساتونکي په ورته بريد کې ووژل شول.


په سيمه کښي د توري بوري جهادي مهاذ طالبانو له د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د پيښي پړه پر خپله غاړه اخيستې ده او ادعا کوي چي نوموړی الوځول سوئ موټر ډاټسن ډوله وو چي ددوي په ويناد قومي ملېشه ځواک اربکيانو ته يې پکښي پراخه مرګ ژوبله اړولې ده .


د توري بوري جهادي مهاذ وياند قاري سجاد پخپله خبرپاڼه کښي د پيښي د ترسره کولو په اړه وايي چي د بهرنيو قواوو له لوري ددوی په مقابل کښي قومي مليشه ځواک د زياتو امتيازاتو په ورکولو سره استعماليږي چي دوی يې بيا په وړاندي ورته متقابل برخورد ترسره کوي .